۲۰۱۸ اسیايي د کرکټ اسیايي جام لوبې سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

د افغانستان او پاکستان مهمه سیالي؛ ښايي اصغر او محمد عامر ونه لوبیږي

 له مودو وروسته د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله یو ځل بیا د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې سره نن په یوې ۵۰ اوریزه سیالۍ کې مخامخ کیږي، چې د ډیرو کرکټ مینه والو تمې د پاکستان څخه د بریا خپلول دي.

 افغان لوبډلې د کرکټ اسیا جام سیالیو په لمړي پړاو کې خپلو دوه سیالانو سریلنکا او بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلو ته په خپل ګروپ کې ماتې ورکړې او د لمړۍ لوبډلې په توګه تر دویم پړاو ورسیده.

 د دغه جام سیالیو دویم پړاو ته په رسیدو کې افغان کرکټ ملي لوبډله نن په خپلې بلې سیالۍ کې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې سره مخامخ ده، چې د کرکټ بهرنیو مبصرینو په وینا دغه سیالۍ به دواړو لوبډلو ته اسانه نه وي.

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې پخواني کپتان او د اسیا جام په روانو سیالیو کې کمینټیټر رمیز راجا لا د وړاندې ویلي دي، که افغان لوبډله په روان جام کې د هرې لوبډلې خلاف له ۲۰۰ څخه پورته منډې جوړې کړې، نو پر وړاندې یې بریا خپلول ستونزمن کار دی او نوموړي همدا راز وړاندوینه کړې، چې ښايي دا ځل افغان لوبډله د اسیا جام سیالیو پای لوبې ته ورسیږي.

 نن لوبه د دواړو لوبډله لپاره خورا زیاته اړینه ده، که هر لوبډله پکې بریا خپله کړي، نو پای لوبې ته د رسیدو لپاره به د راتلونکو دوه نورو سیالیو څخه په یوېکې د بریا خپلولو ته انتظار وي.

 افغان کرکټ ملي لوبډله په خپل ګروپ کې د سریلنکا او بنګله دیش لوبډلو په ماتولو سره دویم پړاو ته په قوي مرال سره رسیدلې ده، خو بلخوا د پاکستان کرکټ ملي لوبډله د هانګ څخه په بریا او له هندوستان څخه د سختې ماتې وروسته نن د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې سره مخامخ ده، چې افغان لوبډلې ښه فرصت د بریا خپلولو دی، ترڅو په پاکستان له هند څخه د تیرې ماتې او خپلو بریاوو فشار همدا ډول وساتي.

 په ننۍ لوبه کې نن ټاس ګټل تر ټولو لمړی اړین دي، چې هره لوبډله ټاس وګټي، نو د خپل بیټینګ پریکړه ځکه کوي، چې په دغه لوبغالو کې دویم بیټینګ تر ډیره ناکام ثابت شوی دی.

 افغان لوبډلمشر اضغر افغان د ټاس په ګټلو کې خوشبخته ښکاري، خو داسې اندیښنې هم شته، چې شاید نوموړی په تیره سیالۍ کې د ټپي کیدو له کبله نن ونه لوبیږي، چې په موجوده وخت کې د کپتان بایللو سره په لوبډله پوره تاثیر کیدی شي.

 بلخوا ویل کیږي، د نن ورځ په مهمه سیالۍ کې د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې لپاره تیز بالر محمد عامر هم د ټپي کیدو له کبله ونه لوبیږي، چې د پاکستانۍ لوبډلې لپاره غټه ضایع ده.

 د یادونې وړ ده، چې د نن ورځ دواړه لوبې کې هندوستان د بنګله دیش او افغانستان د پاکستان خلاف د مازیګر په ۴ بجو سره میدان ته ښکته کیږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی