سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

افغانستان د سیریز ګټلو، خو بنګله دیش د برابري په هڅه کې دی

اعلان

د افغانستان او بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۳ شل اوریزه کرکټ سیالو لړۍ پرون د یکشنبې په ورځ په لمړۍ ۲۰ اوریزه لوبې سره پیل شوه، چې پکې افغانستان د بنګله دیش خلاف بریا خپله کړه.

د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دویمه ۲۰ اوریزه سیالي سبا ترسره کیږي، چې پکې به افغانستان د سیریز ګټلو، خو بنګله دیش د همدې سیریز یا لړۍ برابرولو لپاره کوښښ کوي.

که افغان لوبډله د سبا ورځې په لوبه کې یو ځل بیا د بنګله دیش خلاف بریا خپله کړي، نو روان سیریز کې به د بریا ترڅنګ ۲ د ۰ مقابل کې مخکې والی خپل کړي.

د افغان او بنګله دیشۍ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ تر دې مهاله د ۲۰۱۴ م کال راهیسې دوه ۲۰ اوریزه سیالۍ ترسره شوې دي، چې په لمړۍ کې بنګله دیش او د پرون شپې په وروستۍ ترسره شوې لوبه کې افغانستان بریا خپله کړې ده.

د افغانستان کرکټ بورډ په کوربه توب د هندوستان په دهرادون کې د دواړو افغانستان او بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۳ شل اویزه سیالیو وروستۍ لوبه به هم د روانې جون میاشتې په ۷ مه نیټه د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د ماښام په ۷ بجو سره پیل شي، خو له هغې وړاندې په دویمه ۲۰ اوریزه سیالۍ کې دغه لوبډلې سبا یو بل سره مخ کیږي.

د یادونې وړ ده، چې د بنګله دیش خلاف د ۳ شل اوریزه کرکټ سیالیو وروسته به افغان کرکټ ملي لوبډله د خپل تاریخي ټیسټ کرکټ پیل د هندۍ لوبډلې خلاف د روانې جون میاشتې په ۱۴ مې نیټې سره وکړي، چې ورته بې شمیره د کرکټ مینه وال په تمه ده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی