ټولنیز ژوند کلتور او هنر

افغان څنګه وپېژنو؟ 43 ځانګړتیاوې دلته ولولئ، نورې یې تاسو ولیکئ

دا معلومات د انتقادي طنز په بڼه راټول شوي

۱ ـــ افغان هغه څوک دی، چې هرومرو باید په خپل کور کې د بخار یو دیګ ولري.

۲ ـــ لږ تر لږه، باید یوه افغاني قالینه هم ولري.

۳ ـــ په کور کې یې باید هرومرو چای وڅښې.

۴ ـــ که چېرې خپل اولاد ته غوسه شي، نو ځانته ښکنځلې کوي، د بېلګې په توګه: ( پدر نالتیه، د غوایي زو).

۵ ـــ د ورځې څو ترموزه چای څښي.

۶ ـــ مېرمنې یو د خپلوانو د واده لپاره، د جامو اخیستلو په موخه، ټول بازار تر پښو لاندې تېروي.

۷ ـــ افغانې ښځې په دوو ودونو کې د یوې جوړې جامو اغوستل شرم او عیب ګڼي.

۸ ـــ افغان نران باید هرومرو د فیروزې یو ستره ګوتمۍ ولري.

۹ ـــ د افغان نرانو لپاره، برېت یو مهم څیز ګنل کېږي.

۱۰ ـــ د خبرو کولو پرمهال باټې وهي او مبالغه کوي.

۱۱ ـــ مېلمه ته ډېر ست کوي او ټینګار کوي، چې د شپې هرومرو باید دلته وي، سره له دې چې کافي ځای نه لري.

۱۲ ـــ لږ تر لږه په اوونۍ کې باید پنځه ځله وریجي وخوري.

۱۳ ـــ افغان نران په کور کې ځانونه ډېر بد ماش او له کور څخه بهر ډېر مهربان او خوا خوږی نیسي.

۱۴ ـــ افغانان د نورو په وړاندې په خپلې مېرمنې او اولادونو باندې ځانونه ډېر مهربان ښکاره کوي.

۱۵ ـــ خپلو اولادونو ته وایي، چې فلانی کار ښه نه دی، خو خپله یې ترسره کوي.

۱۶ ـــ مېرمنې تل په دې اندېښنه کې وي، چې اوف نن څه شی پاخه کړم؟.

۱۷ ـــ د زوی لرل ورته ډېر مهم او اړین دي.

۱۸ ـــ په مرکه تلل باید څو ځله ترسره شي، په لومړي ځل شیریني ورکول، شرم او بې غیرتي ده.

۱۹ ـــ په ټیلیفون کې د خبرو پرمهال، ډېرې زیاتې چیغې وهي، فکر کوي، چې مقابل لوری ډېر زیات لرې دی.

۲۰ ـــ د خپلوانو په واده، وغواړې، که ونه غواړې، زده دې وي، یا دې زده نه وي، باید وناڅې.

۲۱ ـــ کوچنیان باید هرومرو د لویانو لاسونه ښکل کړي او ورته سلام وکړي.

۲۲ ـــ روزه ونیسي یا یې ونه نیسي، خو د اختر لپاره ډېر زیات لګښت کوي.

۲۳ ـــ مېرمنې په محفلونو کې د سیالي کولو لپاره، چې هرڅومره طلا لري، نو اغوندي یې او ځان ښکاروي.

۲۴ ـــ په فلم او سریال باندې مین دي.

۲۵ ـــ افغان نران د خپلو والدینو په وړاندې، له خپلې مېرمنې سره مینه نه کوي.

۲۶ ـــ د خوړو خوړلو پرمهال افغان نران پورته کېني او ښځې ښکته.

۲۷ ـــ واده، فاتحې، مېلمستیا او نورو مناسبتونو ته تل ناوخته ځي.

۲۸ ـــ له ټیلیفوني خبرو ورسته، شپږ ځله په شپږو ډولونو خدای پامانی کوي.

۲۹ ـــ له مېلمه سره د خدای پاماني پرمهال په دهلیز یا له کور څخه نیم ساعت کیسه کوي.

۳۰ ـــ هر افغان لږ تر لږه یو ځل په کمر بند، چپلکې یا مګس کش سره وهل خوړلي دي.

۳۱ ـــ خپل ملګري ته بچیه یا بچیش خطاب کوي.

۳۲ ـــ هغه ډالۍ، چې خپله یې په ډالۍ کې اخیستې وي، نورو ته یې ډالۍ کوي.

۳۳ ـــ په یوه کوچني موټر کې ۸ کسان سپرېږي.

۳۴ ـــ د خپل اولادونو په رخصتۍ کې، د خپلو، خپلوانو کور ته ځي او هغه ځای ګډوډوي.

۳۵ ـــ دا چې مېلمه له کوره ووت، نو غیبت پیلېږي.

۳۶ ـــ نران تل د سیاست په اړه، په لوړ غږ خبرې کوي او هېڅوک د خپل مقابل لوري خبرې نه اوري او نه یې مني.

۳۷ ـــ ښه واده هغه دی، چې پکې بېلابېل خواړه او نڅا ډېره وي.

۳۸ ـــ ښه افغانه نجلۍ هغه ده، چې په کور کې کار وکړي، خاموشه او شرمېدونکې واوسي.

۳۹ ـــ افغان نر او ښځه، هرڅومره ډېر، چې له یو بل سره ژوند وکړي، نو په هماغه اندازه له یو بل سره مینه او محبت کمېږي.

۴۰ ـــ د افغان سپین ږېرو خبره باید تطبیق شي، که منطقي وي او یا نه وي.

۴۱ ـــ افغانې مېرمنې د خبرو او سیاست له اورېدو سره مینه نه لري.

۴۲ ـــ په ودونو کې زوم او ناوې حیران پاتې کېږي، چې په دې دومره پکیو، اوتو ګانو، برقي چایجوشونو او ترموزونو باندې څه وکړي، کوم چې په ډالۍ کې یې اخیستي دي.

۴۳ ـــ لږ تر لږه ( ۵۵ ) د خاله د لورګانې او زامن، عمه ګانې، ترونه او ماما ګان لري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل