اقتصاد

افغان ښځې او لاسي صنایع؛ تولیدات او پر وړاندې یې ننګونې څه دي؟

لیکنه: ياران

لاسي صنایع، چې د افغانانو او په خاص ډول د ښځینه وو د عوایدو یوه مهمه برخه ده؛ په دې ورځو کې چندان ښه بازار نه لري.

لوی دلیل دا ښودل کیږي، چې ورته تولیدات له هند، چین او ترکیې څخه افغان بازار ته راوړل کیږي.

افغان صنعت کاران پر سوداګرو تور لګوي، چې د ټیټ کیفیت او لږ قیمت توکیو فرمایش په بهرنیو هېوادونو کې ورکوي او له واردولو سره یې د دوی د تولیداتو بازار ننګوي.

ښځې او سوداګریزې ننګونې

په مزارشریف کې د لومړنۍ ښځینه مغازې موسسه رقیبه برمکي وایي:

« په اوسنیو شرایطو کې زموږ د تولیداتو د پلور کچه صفر ده».

مېرمن برمکي د دغه وضعیت لوی دلیل په بازار کې د افغان صنایعو د پلور د کچې ټیټوالی او په عام ډول د فقر او بې کارۍ زیاتیدل ګڼي.

هغه زیاتوي:

« خلک خپلې ګیډې نه شي مړولای؛ اکثره بې کاره دي، زموږ تولیدات به څنګه وپېري؟»

رقیبه برمکي، چې د مزار شریف د ښو په ځانګړي مارکېټ ( رابعه بلخي مارکېټ) کې مغازه لري، وایي ۱۸ کاله کیږي، چې په مزارشریف کې یې د لاسي صنایعو کاروبار جوړ کړی.

نوموړې زیاتوي، چې دا درې مغازې او ۴۰ کارکوونکي لري او د ۵۰ زرو ډالرو پانګونه یې کړې.

مېرمن برمکي دا هم وایي، چې افغانان له خپلو داخلي صنایعو او تولیداتو سره یې زیاته مینه لري.

دا وایي:

« خلک سل په سله د خپلو تولیداتو مینه وال دي. خپل افغانان چې مو بهر نه افغانستان ته راځي، د بیرته تګ پر وخت د ډالیو لپاره د خپلو تولیداتو فرمایش ورکوي. خو د داسې خلکو تګ راتګ کم شوی او نور خلک د قیمت د لوړوالي له کبله زموږ د صنایعو تولیدات نه شي اخیستی.»

دغه افغان صنعت کاره زیاتوي، چې د یوې وړې ماشومې لپاره د افغاني ګنډ ( ځانګړو ښځینه جامو) د یوې جوړې بیه زر افغانۍ ده، خو د بهرنیو تولیداتو ورته شیان تر دې له نېمایي هم ارزانه دي، چې زموږ خلک یې نه شي پېرلی.

برمکي له افغان حکومت څخه غواړي، چې د لاسي صنایعو د ودې لپاره په کور دننه او بهر نندارتونونه زیات او د دغې برخې د پياوړتیا لپاره نورې هڅې وکړي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د خصوصي سکتور ریس جاوید نوري وایي دغه وزارت د لاسي صنایعو د پياوړتیا لپاره کومه ځانګړې بودیجه نه لري.

ښاغلی نوري زیاتوي:

« د نویو پانګوالو د ملاتړ لپاره مو خپل وړاندیزونه له مالیې وزارت، نړیوال بانک او د پانګونې د ملاتړ له نړیوالو ادارو سره شریک کړي، دا وړاندیزونه ممکن تر راتلونکو دوه میاشتو په کابینه کې تصویب شي. تر هغه وروسته، چې موږ بودیجه واخلو کولای شو له ټولو تازه پانګوالو سره د کارونو لپاره یې مرسته وکړو او قرض حسنه ورکړو.»

ښاغلی نوري د قرض حسنه په اړه زیاتوي:

« د تازه لاس په کار شوو صنعت کارانو د ملاتړ لپاره په لومړي ځل له ۲۰ تر ۲۵ زرو ډالرو پورې د قرض حسنې ورکړه په پام کې لرو.»

د مزار شریف استوګن امیرالله، چې کورنۍ یې پر لاسي صنایعو بوخته ده او خپله په ښار کې د دغو تولیداتو پلورنځی لري وایي:

«درې کاله کیږي چې د لاسي صنایعو په کار بوخت یوو».

هغه د افغانستان له خلکو غواړي، چې له خپلو داخلي تولیداتو ګټه واخلي.

امیرالله زیاتوي:

« د تېرو ۳ کلونو په پرتله زموږ خرڅلاو ۸۰ سلنه زیات شوی او ډېرې مشتریانې مو ښځې دي. بهرنیان هم زموږ له تولیداتو ګټه اخلي».

د هغه په وینا المانیان، امریکایان، ایرانیان او ترکان د دوی بهرني مشتریان دي.

افغان تولیدات په کومو هېوادونو کې بازار لري؟

څه چې د افغان لاسي صنایعو پر بازار یې ډېر منفي اغېز کړی؛ په دغه هېواد کې د بهرنیو تولیداتو د بازار زیاتوالی دی.

افغانستان له تولیدونکي زیات یو مصرفونکی هېواد دی. دلته هندي، ترکي او چینایي توکي زیات اخیستونکي لري. افغانان حتا خپل ډېر لومړني توکي هم د بهرنیو هېوادونو له تولیداتو پوره کوي.

۴۰ کلن غلامحمد روشن په افغانستان کې د ترکي لباسونو پلورنځی لري.

هغه وایي:

«لږ افغانان وطني لباسونه اخلي، اکثره یې هغه شیان غواړي، چې ترکي دي».

ښاغلی روشن دا هم وایي:

«په بازار کې چینایي، هندي او پاکستاني توکي هم شته، خو د ترکي توکیو هومره یو هم افغانستان کې ښه بازار نه لري».

افغانان له دې کبله، چې کورني تولیدات یې تر بهرنیو هغو ډېر ګران دي، له خپلو تولیداتو تېریږي. دلته واردیدونکي زیات توکي د افغان سوداګرو په خوښه جوړیږي،

چې قیمت او کیفیت دواړه یې له بهرنیو تولیداتو څخه ټیټ دی.

د بلخ د سوداګرۍ او صنایعو ریس شیراحمد سپاهي زاده وایي افغان تولیدات نوي دي او لا وخت غواړي، چې زیات او پوره بازار پیدا کړي.

هغه زیاتوي:

«د افغانستان د سواګرۍ او صنعت وزیر پریکړه کړې، چې زموږ صادرات په کال کې یو میلیارد ډالرو ته ورسوي. دغه هدف موږ هڅوي، چې په دې برخه کې زیات کار وکړو».

د افغان ـ ازبکستان د لاسي صنایعو نندارتون

د افغان لاسي صنایعو د وضعیت په اړه دا خبرې په داسې مهال دي، چې د روانې چنګاښ میاشتې په لسمه د ازبکستان لومړی وزیر عبدالله عارف اوف د افغانستان شمالي ښار مزار شریف ته تلی و او هلته یې د دواړو هېوادونو په ګډ صنعتي نندارتون کې د ورته نورو ګډو نندارتونونو د جوړیدو ژمنه وکړه.

په دغو مراسمو کې د افغان حکومت اجرایه ریس عبدالله عبدالله هم برخه لرله.

ښاغلي عبدالله ازبکستاني صدراعظم ته په خطاب کې وویل:

« هغه هوکړه لیکونه او تفاهم نامې مو چې سره لاسلیک کړي، اوس یې وخت راغلی چې په عملي کیدو کې یې ګامونه واخلو»

عبدالله عارف اوف ټینګار وکړ، چې په مختلفو برخو لکه: کرنه، سوداګرۍ، بریښنا، اورپټلۍ، ګازو او نورو کې هم له افغانستان سره په پانګونه کې له نیږدې همکاري وکړو.

هغه وایي په عین حال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اسانتیاوې زیاتوي.

ازبکستان په داسې مهال په مزارشریف کې دا نندارتون جوړ کړی، چې تر دې مخکې د کابل په چهلستون بڼ کې د افغان ښځو د لاسي صنایعو درې ورځینی نندارتون شوی و.

د سوداګرۍاو صنایعو وزارت د خصوصي سکتور ریس جاوید نوري وایي:« موږ سره په وزارت کې تر زرو پورې مختلف شرکتونه ثبت دي».

ښاغلی نوري زیاتوي:

« په ټوله کې ۴۳۰۰ ښځو په مختلفو برخو کې شرکتونه جوړ کړي او فعالیت کوي».

 

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران