بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند زده کړې کورنی ژوند

میرمنې څنګه کولی شي چې زده کړې او د کور چارې یوځای سمبال کړي؟!

لیکنه: الما افغان

تاسو به ډیری انجونې او یا هم میرمنې لیدلې وي چې د زده کړو پرمهال د کور له کارونو او د سختو درسونو شکایت کوي.

په دوی کې یې یو تعداد درس ښه وايي، کار نه کوي او یا هم د کور کارونه کوي، درس سم نه وايي، خو ډیری يې شته چې هم په درس او هم په کارونو کې بریالۍ وي.

دا چې څنګه کولای شو په یو وخت هم زده کړو او هم د کور کارونو ته رسیدنه وکړو، لاندي ټکي باید په پام کې ونیسو:

۱. د یو منظم پلان له مخې پر مخ ولاړ شئ
د ژوند په ټولو چارو کې د منظم پلان او یا هم مهال ویش شتون مو نه ناکاموي بلکې د بریالیتوب پوړیو ته مو سموي، نو تاسې هم هڅه وکړئ د خپل کار او درس لپاره منظم پلان جوړ کړئ او د هماغې له مخې پر مخ ولاړ شئ، هیڅکله به وروسته پاتې نشئ.

۲. لټي یا سستي مه کوئ
هغه چې وايي: خوبوړی اوبو وړی !
که تاسې په دې دوو هغو کې (درس، زده کړو) کې لټي وکړه، نو پوه شئ چې نه ښه د کور میرمنه او نه ښه د ښوونځې او یا هم پوهنتون زده کړیاله جوړیدای شئ.

مثال:
که تاسې ووايئ چې نن یواځې یو کار کوم یا درس وایم یا د کور چارې پرمخ وړم، نو ستاسې پلان وروسته پاتي کیږي او لټي مو په چارو کې د وروسته پاتې کیدو لامل ګرځي او نه پریږدي چې تاسې ښه پرمخ ولاړ شئ، هڅه وکړئ د ژوند په هره برخه کې چست او چالاکه او ورسره ترڅنګ ځیرکه واوسئ، همدا به مو د بریا تر ټولو ښه راز وي.

۳. پرځان پوره ډاډ ولرئ
هڅه وکړئ په ځان باور له لاسه مه ورکوئ، تل همدا یو فکر ولرئ چې تاسې هر ډول سخته تیرولی شئ او هم تاسې ګټونکي یاست.

که تاسې فکر وکړئ چې باور نلرۍ چې هم مو مور سره د کور په چارو کې مرسته وکړئ او هم زده کړو ته لاړ شئ، نو دا مو د ضعیف والي نښه ده او دا چاره مو فکري او جسمي ځواک ضعیفه کوي، پر ځان باور مه بایلئ او هیڅکله دا چانس مه ورکوئ چې نور مو په ښوونځي کې د تنبلې زده کونکې او د کور په چارو ناپوهه وبولي.

۴. د سکون راز مو پیدا کړئ
دا په دې معنا که تاسې فکر کوئ چې لومړی د کور کار کوئ، بیا درس په ارامه ویلی شئ، هم سمه ده کولای یې شئ. اول د کور ټول کارونه چې درغاړي دي خلاص او بیا مو درس ته دوام ورکړئ او که نه تاسې فکر کوۍ چې تاسې لومړی درس وايۍ بیا د کور کار کوۍ او ځان راحت احساسوۍ، هم سمه ده.

۵. وخت بې ځایه مه تیروئ
وخت فرصت دی او فرصت د لاسه ورکول د ناکامو اشخاصو نښه ده.

د کور د ښې کاریګرې ترڅنګ د یوې لایقې زده کړیالې یوه ښه ځانګړنه هم همدا وي چې خپل وخت په بې کاره شیانو او اشخاصو نه تیروي.

هڅه وکړئ له هغه غنیمته چې موږ ټول يې د وخت په نوم پیژنو سمه استفاده وکړئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

الما افغان

الما افغان ننګرهار میشتې لیکواله او د حقوقو د څانګې محصله ده