ټولنیز ژوند سیاست کلتور او هنر

۴ لاملونه چې له امله یې یوه متضرره مېرمن له حق غوښتلو په شا کیږي

لیکنه: الما افغان

په افغانستان کې مېرمنې د دولت په نظام کې د راغلو پرمختګونو سره، سره بیا هم د ډیرو ننګونو ښکار دي او دا ننګونې او ستونزې کیدای شي بیلابیل ډولونه لکه: کورنی تاوتریخوالی، وهل ټکول، طلاق، جنسې ځورونې او دې ته ورته نورې هغه پیښې چې له وجې يې میرمنې متضرره کیږي.
خو؛
ډیری ځورول شوې میرمنې خپل د حق غوښتلو په صورت کې سره له دې چې ستونزو ته يې حل لاره نه لیدل کیږي برعکس؛ نورو هغو ته هم داسې انګیزه ورکول کیږي چې ګوندې حق دې نه غواړي او د ځان لپاره دې د عدالت تمه نه کوي.

البته د دا ډول پیښو قربانیانې يې ډیری هغه د لیرو پرتو سیمو استوګنې دي.

دا چې کوم لاملونه د دوی د حق غوښتلو موانع دي په لاندې ډول یې بحث کوو:

۱. اقتصادي ضعف
دا چې په لیرو پرتو سیمو کې د تعلیم د کچې ټیټوالي ګراف لوړ دی، نو ښکاره ده چې عامه پوهاوی هم نشته او کله چې عامه پوهاوی نه وي، نو طبیعې ده چې په هغې سیمه کې مېرمن د تاوتریخوالې په دام کې ډیر ژر نیول کیږي او کله چې هغه غواړي خپل غږ پورته کړي، نو د مالي ملاتړ ضعف يې غږ ټپ کوي او ستونزې يې د حل پرځای لا ریښې کوي.

۲. ټولنیزې ننګونې
پښتانه یو متل کوي چې وايې:
(خپل زړه سره مې جنګ دی او کلې سره مې ننګ)

خبره دلته داده چې که مېرمنې ګواښل کیږي، وهل کیږي او بالاخره د هر ډول بلا او مصیبت ښکار کیږي، نو د خلکو له شرمه نشې کولای خپل غږ پورته کړي او عدالت وغواړي.

دلته که یوه متضرره مېرمن د عدالت لپاره ناره جیګوي ددې پرځای چې ستونزې يې هوارې شې لاپسې ریښې کوي.

په لیرو پرتو سیمو کې زیاتره وختونه چې د تاوتریخوالې ښکار میرمنې خپل غږ پورته کوي، نو هلته اړونده مسوولین يې عرض نه اخلې او ورته وايې: لږ دې پښو کې سر ټيټ کړه، موږ پښتانه یوو او پښتنې د خپلې پښتو ساتلو لپاره غږ نه پورته کوي، ځکه دا د عار مسله ده.

همدا وي چې مېرمنه زړه ماتې شي او کله کله دا زړه ماتی تاوتریخوالی دومره ډیر کړي چې میرمنه خپل ژوند له لاسه ورکړي.

۳. جندري تبعیض
د جندر او یا هم جنسیت مسله ډیره مهمه ده چې تر ډیره په اړونده ارګانونو کې په خاص ډول په لیرو پرتو سیمو کې په نشت حساب ده.

ښځې د ښځو په ستونزو اوریدو، څیړنو او درک کولو نسبت یو نارینه ته ډیرې ښې پوهیږي، دلته بدبختانه باید وویل شي چې ډیر کله په لیرو پرتو سیمو کې وهل ټکول، ټپونه، دردونه او دې ته ورته د تاوتریخوالي قرباني یوه میرمنه وي، خو بیا هم د خاوند پرځای مجازات کیږي. میرمن ځکه چې جندر ندی مراعت شوی او تر ډیره موضوع د نارینه په نفعه پای مومې.

۴. د قانون ضعیفه استعمال
بدبختانه باید وویل شي چې په افغانستان کې په ډیرو برخو کې قانون ماتونه یا قانون تر پښو لاندې کول عام شوي او دا د میرمنو د ستونزو په نه حل او یا ستونزو ته يې په نه رسیده ګۍ کې هم ډیره شوې.

ډیری متضرره میرمنې له دې امله د خپلو ستونزو حل نه مومي چې نارینه يې او یا هم مجرم د اړونده مسوولینو سره جوړ جاړی کوي، نو له همدې امله چې میرمنه کومه خاصه سرمایه او د مسوولینو سره د جوړ جاړي توان نلري وروسته پاتې کیږي.

یادونه:
د اجباري او ناخوښې ودونو د لمنه وړل، ځوانانو ته کارې فرصتونه بربرول، انجونو ته د نارینه وو په څیر د زده کړو د اسانتیاوو برابرول، په کورنیو کې د یو بل د حقوقو پیژندل، دلته کې مېرمنو ته د دیرش فیصده فعالې ونډې ورکول او په ټوله د دینې علماوو لخوا د وګړو ذهنیتونه مثبت لور ته اړول هغه څه دي چې په درلودلو سره به يې موږ هیڅ متضرره میرمن ونلرو او که وي له روان حالته به يې ګراف ډیر ټيټ وي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

الما افغان

الما افغان ننګرهار میشتې لیکواله او د حقوقو د څانګې محصله ده