جګړه که جرګه؛ خالد او الفتح عملیات ولې پلان شوي، پایله به څه وي؟

سولې ته د ظاهري لېوالتیا او امادګیو سره هم مهاله افغان حکومت او وسله والو طالبانو د یو بل خلاف د پوځي عملیاتو اعلان هم کړی.

افغان حکومت د نوي لمریزکال له پيله خپل دا عملیات اعلان او د (خالد) نوم یې پرې ایښی.

ترهغې وروسته څو ورځې وړاندې وسله والو طالبانو د (الفتح) په نوم د پوځي عملیاتو اعلان وکړ.

خو ولې له سولې سره هم مهاله د جګړې تیاری نیول شوی؟

جرګه که جګړه؟
افغان حکومت د سولې لپاره د لویې مشورتي جرګې جوړول اعلان کړي او ټاکل شوې چې د غویي په نهمه دا جرګه د څلور ورځو لپاره د دوه نیم زرو کسانو په ګډون جوړه کړي.

دا جرګه د افغان حکومت د سولې د تمرکز نقطه ښکاري. حکومت تورن دی چې په دغه جرګه کې د سولې او نورو سیاسي موخو لپاره یې ځینې اجنډاوې لري.

ورسره وسله وال طالبان د بین الافغاني مذاکراتو په نوم په نیږدې ورځو کې د قطر ناستې ته ډېر هیله من دي.

دا ناسته د وسله والو طالبانو د استازو ترڅنګ د افغان حکومت د لویو سیاسي مخالفو ډلو په ګدون جوړیږي.

طالبان او غني نه خپه سیاستوال ټول دغې ناستې ته په دې لېواله دي، چې د سولې په تړاو د پرمختګونو ترڅنګ به د غني د حکومت ختمولو او څنډې ته کولو لپاره کومې پایلې ته ورسیږي او غالباً دا پایله به تر یوه ځایه امریکا او د سیمې هېوادونو ته هم د منلو وړ وي.

افغان حکومت او وسله وال طالبان د دې ترڅنګ چې په ښکاره سولې ته د اماده ګۍ او علاقه مندۍ تمثیل کوي، په عمل کې جګړه ځکه ورته لومړیتوب دی، چې د سولې په مذاکراتو کې یو بل تر قوي فشارلاندې راولي او خپل قوت یو بل او نورو ته وښيي.

حکومت او خاصتاً ولسمشر غني، چې د سولې په هڅو کې د ټول حکومت استازی نه؛ بلکې د خپلې محدودې ډلې استازی ښکاري، د طالبانو ـ امریکا او حکومت ضدو سیاستوالو په نیږدې والي سخت قهریدلی.

له ده نه د حکومت شریکوال ( ډاکټرعبدالله) په دغو موضع ګیریو کې جلا لاره لري، تردې چې عبدالله د تلپاتې سولې په قیمت د اوسني حکومت د ختمیدو او موقت حکومت جوړیدو ملاتړ کړی.

د جګړې میدان به څنګه وي؟
د وسله والو طالبانو کابل مېشتي مدافعین، چې له امریکا سره د طالبانو په نزدیکت ډېر خوشاله دي، څو ځله یې داسې اوازې خپرې کړي، چې ګواکې امریکا د جګړې په برخه کې نور د پخوا په شان د افغان حکومت ملګری نه دی.

خو ناټو او امریکا په ښکاره د طالبانو لخوا د عملیاتو اعلان غندلی او ټینګار یې کړی، چې د افغان ځواکونو ترڅنګ به د دغو عملیاتو په خنثا کولو کې ملتیا کوي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد خو ان پر پاکستان، قطر او نورو هېوادونو هم غږ وکړ، چې د طالبانو دا عملیات وغندي.

د عملیاتو له دغو اعلانونو ښکاري، چې افغان حکومت او شخصاً ولسمشر غني به د وسله والو ځواکونو د اعلی سرقومندان په توګه به پر طالبانو خپله ټوله غوسه د جګړې په میدان کې سړه او دغې ډلې ته به ټول قوت د درنو تلفاتو او زیانونو کوښښ کوي.

وسله وال طالبان به هم په کور دننه او بهر د خپل قوت د نندارې لپاره د خپلو بهرنیو او نورو ټولو متحدینو په ملتیا د جګړې لپاره په دغه مساعد موسم کې جنګ ته پوره شدت ورکوي او تمرکز به یې دا وي، چې یو شمېر ولایتونه سقوط او د سولې خبرو کې برې امتیاز واخلي.

خلک څه غواړي؟
افغان حکومت او شخصاً ولسمشر غني د سولې له روانو هڅو څخه د انزوا او له بریالیتوب سره یې د خپلې احتمالي څنډې ته کیدو له وېرې د سولې د دغو هڅو مخالف او ان تخریبونکی ښکاري.

هغه فکر کوي، چې وسله وال طالبان باید د ده د حکومت او ټولو اوامرو په منلو سره ده ته تسلیم شي.

همدا شان وسله وال طالبان، چې د سیمه ییزو استخباراتو په اجنډا مخته ځي او د راتلونکي قدرت د معامله کولو په نوم یې نور حکومت ضد سیاستوال هم خپل ملګري کړي، فکر کوي چې د معاملې ګټونکي به دوی وي او بیرته به خپله توره یا نېمه توره دوره او له بهرني اسارته ډکه دوره پر افغانستان حاکمه کړي.

خلک نه له حکومته چندان ښه زړه لري او نه له وسله والو طالبانو، سوله د هیڅ لوري لومړیتوب نه دی، خو یوازې ولس ته تر هرچا ډېر ارزښت لري.

د طالب مشرانو کورنۍ هم اکثره آسوده او په عربي او نورو ملاتړو هېوادونو کې یې له عیش ونوشه ډک ژوند لري او د حکومت د مشرانو (غني او عبدالله) په ګډون د ډېرو نورو چارواکو کورنۍ هم په لویدیځ او نورو هېوادونو کې له عیش و نوشه ډک ژوند تېروي.

په جګړه کې ایسار او له هره پلوه پکې خوار متضرره خلک دا غواړي، چې اوسنی نظام په شکلي ډول له خپلو ټولو لاسته راوړنو او بنسټونو سره خوندي پاتې او وسله وال طالبان هم د بهرنۍ اجنډا د پریښودلو سره په قدرت کې شریک او د جګړې ټغر را ټول کړي.

About بشر درویش 375 Articles
بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي