افغانستان سرسکالو سیاست

مالکیت او مزدوري، د روانې جګړې دوه روایتونه – تواب غورځنګ

لېکوال : تواب غورځنګ

تېره اوونۍ د افغانستان د ستراتېژيکو مطالعاتو په انستیتیوت کې د توماس جانسو د کتاب مخکتنه وشوه، دا کتاب د طالبانو روایتونه نومېږي او فارسي ته ښاغلي فردوس کاوش ژباړلی، کتاب کې زموږ د ملت پر وړاندې د روانې جګړې د یوه اړه روایتونه، مشروعیتونه او توجیهات واضح شوي دي.

دا کتاب زموږ د ملي تبلیغاتي دستګاه لپاره له دې لحاظه ارزښتمن دی، چې تر اوسه د روانې جګړې د دواړو لوریو پر استدلال خورا ډېر بحثونه شوي او دواړو لوریو د خپلو جګړه ییزو تفسیراتو او توجیحاتو څرنګوالی هغه حد ته نه دی رسولی، چې بل لوری پرې په بشپړه توګه مات کړي.

زما په نظر د افغان جګړې روایت جوړونکي متفکر مغزونه په دې نه دی توانېدلي، چې د حقانیت، مشروعیت او استدلال داسې وضیعت ته ورسېږي، چې د جګړې د انساني عناصرو لپاره د بشپړ مورال، ترغیب او بسیج مناسب پیغام وړاندې کړي.

زه غواړم څو هغو ټکو ته اشاره وکړم، د روانې اتلس کلنې جګړې او تر هغه مخکې د طالبانو د راپیدا کېدو او پرځېدو په بهیر کې د طالبانو او افغان حکومتونو د جګړییزو روایتونو ترمنځ تضادونه، تناقضونه او تر ټولو مهمه د یوه او بل د مشرعیت چلنجول تشریح کوی.

د سولې کوترې او د شر فساد عوامل

هغه مهال چې له کوېټې د افغانستان پر لور د طالبانو د تحریک حرکت پیل شو، د نویمې زیږدیزې لسېزې د منځ کلونه وو. ملت د بېلابېلو لاملونو له امله د نژدېوالي پرځای د بیلتون لورته روان و. افغانستان وران و، وږی و، مهاجر او پوځ یې ځپل شوی او وېشل شوی و او مشران د اقتدار پر سر په نه پخلاکېدونکو درېځونو ولاړ وو. افغان حکومت او خلکو د کمزورۍ په داسې یوه وضیعت کې و نه کړای شول، چې د سپینو جامو او تور پګړیو توپان مهار او د وطن له بشپړتیا یې لوری وګرځوي.

په افغانستان کې طالبان په داسې چټیکتیا خپاره شول چې اټکل یې نه کېده. د وخت د حکومت لومړنی پیغام دا و، چې ګواکې طالبان د سولې کوترې دي، خو طالبانو په خپل لومړني پیغام کې وویل چې دوی د شر او فساد د ورکولو لپاره غواړي خپل اغېز په ټول افغانستان کې سراسري کړي. د شر او فساد اصطلاح د لومړي ځل لپاره د جګړې د یوه اړخ نښه وګرځیده. د وخت د حکومت دویم پیغام سراسري نه خو جدي و او طالبان یې د سیمې د هېوادونو اجیر شوي عناصر وبلل او پر وړاندې یې مقابله خپل لومړیتوب وباله.

د کابل حکومت د سالنګ پر لارې ترمزاره او بلاخره تخاره ورسیده، خو نړېوال مشروعیت یې درلورد، د افغانستان استازولي یې کوله او پر ټولو نړېوالو ټربیونونو یې د طالبانو پر وړاند مقاومت او مخالفت پراخ کړ او طالبان یوازې دوه هېوادنو په رسمیت وپېژندل.

طالبانو ته په تخار، پنجشیر، د بشر د حقونو په نړېوالو سازمانانو او زموږ په سفارتونو کې د بشر د حقونو ناقذین او وروسته پاتې ډله وویل شول. ولې طالب د دین او عقیدې خوا ونیوه او خپل حضور یې د مقدساتو په ساتنې توجیه کړ. د وخت حکومت یې چې ډېر ارضی قلمرو یې نه درلود، خو نړېوال او منطقه یې دوستان یې لرل باغیان او د شر او فساد وروستي بقایا وبلل. د بشر د حقونو ناقضان او وروسته پاتې ډله او باغیان د دوو طرفونو روایتونه شول. طالبانو خپل حضور پر خلکو د اسلامي شریعت د منلو له لارې پراخ، که څه هم پر خلکو د شریعت د منلو چلند د نااسلامي لارو او د ځورونو تر حده تریخ و.

د دین او شریعت پابند که د قُم د مذهبي حوزې دښمن؟

طالب ځان د ملت خادم، د اسلامي شریعت پاند او فاتح وباله او دا روایات د وطن په سیاسي ټرمینالوژۍ کې یا بهتره ده ووایو چې د محدودو کړیو ترمنځ رایج شول. دوی ځان اوس یو بې سیاله اړخ باله او نوي قرائتونه یې په شدت مطرح کول. د سیمې په هېوادونو کې یوه هېواد په ځانګړې توګه طالبان په شدت حمایت کول او د طالب د سیاسي جغرافیایې او تاثیر د زیاتولو سیاست یې د سیمې په کچه له نورو هېوادونو سره اندېښنې پیدا کړې او څو ځلې د افغانستان په غربي سرحدونو کې د نظامي تاوتریخوالي نښې هم ولیدل شوې.

طالب د سیمې ځینو هېوادونو د قم د مذهبي حوزې دښمن او د دیوبند د مذهبي حوزې د تاثیر خپرولو عامل، ځینو د مذهبي بېلتون عامل او ځینو په افغانستان کې د سترو هېوادونو د یوې بلې سترې لوبې پیلوونکي وبلل.

طالب نه په کور کې مقبول شو نه په سیمه او نړۍ کې، له دین د طالب تعبیر محدود و او ډېر کم خلک د دغه تعبیر پلویان وو. د دې ترڅنګ د هېواد په دننه کې د دوی د فاتح، اسلام ساتندویه او خادم روایت په اطرافو او سیمو کې د قحطۍ او د طالبانو د زیاتېدونکي جبر له امله د ډېرې مودې لپاره ونه ساتل شو. د طالب پر وړاندې د وخت د حکومت او په لویدیځ او ګاونډیو هېوادونو کې مېشتو روښانو کړیو تر منځ منظمه او پر باور ولاړه اړیکه رامنځته نه شوه، چې د طالب د داخلي تزلزل دغه وضیعت د وطن په ګټه را وګرځوي.

طالبانو د خپل سیاسي تاثیر او واکمنۍ پر مهال د سیمې په کچه دوه جګړه ییز روایتونه عام کړل او د دې روایتونو له عامیدو سره د دوی په اړه د نړېوال تروریزم د ملاتړ ګومان ورو ورو رښتیا شو. دوی د کشمیر په معضله کې د پاکستان د دریځ ملاتړ وکړ او کشمیر یې د مسلمانانو مقبوضه خاوره وبلله. د دې ترڅنګ یې د چیچنیا په مسله کې چیچني بیلتون غوښتني په حقه وبلل او او ملاتړ یې ترې اعلان کړ. د طالبانو دې دریځ زمینه مساعده کړه، چې جلاوطنه اسامه بن لادن افغانستان ته راشي او په مصوونیت ژوند او فعالیت وکړي.

له همدې امله د غرب او سیمې په کچه د طالب په اړه سیاسي تعبیرونه او روایتونه، چې وروسته په عملي سیاستونو بدل او جدي شول او دا بدلون د طالبانو پر سقوط انجام شو.

اوس یوې پرځول شوې ډلې له یوه نوي لویدیځ ملاتړي نظام سره د تقابل لپاره چمتووالی ته اړتیا لرله او دا یوه اوږده او سخته تجربه وه ولې ورته اسانه یې کړه؛ کوېټه پېښور او وزیرستان کې یې زېرمې، ځالې او دفترونه ورته جوړ کړل او هماغو طالبانو په دې تفاوت، چې په اصطلاح امارت یې پرځول شوی او حریف یې بدل شوی و تر سربازګیرۍ د نوي جګړه ییز روایت د جوړولو لپاره ډېر توجیهات او دلایل لرل. دا ځل د تبلیغاتي جګړې څرنګوالی هم پر برېښنا کېدو و. د برېښنایي اتصال شبکو په افغانستان کې د طالبانو د بیا تنظیمېدلو سره کابو یو ځای پراختیا پیدا کړه.

د وطن دښمن او لاسپوڅی

که څه هم د نوي حکومت د پیل په کلونو کې د طالب پر وړاندې افغاني روایت منظم او پوره واضح نه و، خو په چریکي جګړو کې د دوی بیا ګډون او د خرپ او ترپ د عملیاتو انجام یې ځینې اندېښنې راپورته کړې. هغه مهال چې د طالب تر پرځېدو وروسته د دې ډلې پر وړاندې هېڅ واحد روایت نه و، د ملي امنیت د وخت مشر طالبان د افغانستان د خلکو دښمنان او اجیران بلل او هغه پوهېده، چې دا ډله د سرخوږۍ په یوه جدي عامل بدلېدونکې ده.

د موقتې او انتقالي دورو پر مهال طالبانو تقریبا خپل تشیکلاتي او جګړه ییز پلانونه تکمیل کړل. په دوه زره څلورم کال کې په ځانګړې توګه د هېواد په جنوبي سیمو کې د دوی جنګي فعالیتونه ډېر شول. د افغانستان د دولتي دستګاه په کچه له طالب سره د رواني جګړې او مقابلې مفکوره او منابع نه وو. د وخت همکارو نړېوال ځواکونه پر دې پوهېدل د تبلیغاتو له جګړې د طالبانو استفاده جدي کېږي، ځکه یې ځینې افغان رسنۍ د مالي لحاظه تمویل کړې او د خپلو ملګرو افغاني ځواکونو سره په ګډه یې طالبان د افغانستان او افغان انسان ابدي دښمنان وبلل، خو طالبانو د افغانستان حکومت لاسپوڅی او د کفري ځواکونو په ملاتړ واک ته رسېدلی وباله.

طالبانو د خپلو جنګالیو ترمنځ یې دا روایت عام کړ، چې د دوی په اصطلاح اسلامي امارت پرځېدلی او باید غچ یې واخلي. د افغانستان د خلکو او خاورې دښمن او لاسپوڅي او د کفري ځواکونو تر ملاتړ لاندې حکومت د طالب او افغان حکومت، چې په استازیتوب یې عملي تبلیغات د ایساف ځواکونو کول دوه قرائتونه شول. البته طالب نړېوال همکار ځواکونه اشغالګر بلل او هڅه یې کوله، چې دا او د شوروي ځواکونو یرغل مشابه وښیي او په دې توګه په خلکو کې د سربازګیرۍ چانس د ځان په ګټه ډېر کړي.

د طالبي جګړې مذهبي توجیه

طالب له هماغې ورځې تر اوسه خپل جنګ په دیني صبغه توجیه کړ او خپل ملاتړي یې په همدې پیغام له ځان سره وساتل خو موږ ونه کړای شول، چې سره له ډېرو هڅو د طالبي جګړې د دیني مشروعیت بنسټ بې اعتبار او ناچله کړو. طالب د دین کارت د خپلې جګړې لپاره په مهارت وکارولو. د دې ترڅنګ یې د تبلیغاتي دستګاه د انکشاف لپاره له نویو انټرنیټي اسانتیاوو ګټه واخېسته. له لومړۍ ورځې تر ننه یې ویاند بدل نه شو.

د طالبانو د ویاند رابطه یې له لومړۍ ورځې تر ننه د ایمل او اوس ان د وټسپ له طریقه د ټولو رسنیو سره فعاله ده. خو په موږ کې د طالب تعریف، د ورور، دښمن، ترهګر، باغي او بلاخره د سولې د یوه اړخ ترمنځ ورک و. تر ټولو د بدمرغۍ خبره دا ده، چې ان د قومي او ټبریز تړاوونو له خاطره هم د طالب ځینې نارواوې تبریه شوې او دا کار په هېڅ ډول یوه داسې نسل ته، چې په افغانستان کې خپل رشدید د طالبي اجنډا د پایته رسیدو محصول بولي د منلو وړ نه دی.

د افغان دولت د تبلیغاتي دستګاه په کچه ساختاري مشکلاتو، د همدې برخې لپاره د دولتي منابعو کمبود او قسماً د سیاسي او سلیقوي مشکلاتو له وجهې د طالب پر وړاندې زموږ تبلیغاتي اجنډا په واحده او سنجیده توګه پرمخ نه لاړه. له بله پلوه د طالب پر وړاندې د نړېوالو همکارانو تبلیغاتي منابع لکه څنګه چې لازمه وه په موثره توګه مصرف نه شوې. هغه سپاټونه، چې د دوی لخوا د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو سره یوه ځای جوړ او بیل بورډونه نصب شول، د محتوا او پیغام له لحاظه یې زښتې ډېرې ستونزې لرلې او لایې هم لري.

په ټولنیزو رسنیو کې د طالب پر وړاندې د کرکې او انزجار کومه فضا چې رامنځته شوې، د یوې ډېرې کمې برخې امتیاز یې حکومت ته ورکول کېدلای شي، باقي کار هغه نسل وکړ، چې د سپټمبر تر یوولسمې وروسته یې له شخصیتي او تحصیلاتي لحاظه رشد کړی دی.

سره د دې چې طالبان په ټولنیزو رسنیو کې فعال دي، خو مخاطبان یې کم او محدود دي. برعکس زموږ حضور او مخاطب دواړه ډېر دي. البته دا یادونه دلته ضرور ده، چې په ټولنیزو رسنیو مخصوصاً ټوېټر کې طالب لاهم یوازې یو رسمی ادرس لري او ټولې رسنۍ ترې د دوی د دریځونو په اړه مالومات اخلي. خو د افغانستان د دولتي ادارو د ټولنیزو رسنیو ادرسونه یا اصلاً نشته او یا پر واحدو او فعالو ادرسونو نه دي بدل شوي.

د دوو روایتونو اخلاقي پرتله

په لویه کې د طالب خلاف د افغان دولت اخلاقي، سیاسي، اسلامي او نړېواله جایګاه همېشه برتره او عالي وه، ولې د دې جایګاه د تفسیر او توجیه لپاره عام پسنده دلایل په کار و او دغه دلایل موږ د سیاسي او ظرفیتي کمزوریو په خاطر برجسته نه کړل. د دې ترڅنګ طالب د دین او شرعیت پر اساس خپلې تګلارې توجیه کړې، خو موږ ونه کړای شول، چې د دوی د جګړې ددیني مشروعیت اړخ کمزوری کړو. سره د دې چې د مکې معظمې په کچه د طالب جګړې خلاف فتوواوې ورکړل شوې، خو موږ د فرصت د نه پېژندنې او ظرفیتي کمزورۍ له امله ونه کړای شول، چې طالب د مکې مکرمې له لوري د رټل شوې ډلې په توګه خپل ملت ته ور وپېژنو.

د پای د څو ټکو په توګه غواړم یادونه وکړم، چې د طالب د تبلیغاتو پر وړاندې په هر صورت د افغانستان دولتي تبلیغاتي دستګاه د یوې برترۍ احساس همېشه درلود او هغه یې پاله. دا برتري د یوه مشروع نظام د مکلفیت او مسوولیت مننې برتري وه، خو طالب په تبلیغاتو کې هېڅ انساني او افغاني ارزښتونه مراعت نه کړل او که له سولې سره یو ځای هم شي متاسفانه د تبلیغاتو د ستغې ژبې تاثیرات به یې زموږ د خلکو په حافظو کې پاتې وي.

دغه راز سره د دې زه شخصاً د ځینو سیاسي مشرانو پر دې نقش چې له طالب سره یې د نرمې ژبې د کارولو پر ارزښت ټینګار کاوه ملاحظات لرم، خو د دوی نتیجه ګیري دا ده، چې طالب کومه ورځ راځي او که غواړو، چې د سیاسي پروسې برخه شي باید پر وړاندې یې د ژبې په کارولو کې حد اقل موږ خپل حدود مراعت کړي وي.

زما اخري خبره دا ده، چې طالبانو د یوې جنګي ډلې په توګه بلکې د یوې ترهګرې ډلې په توګه زموږ پر ملت تر ټولو ناروا اعمال روا وبلل او په وینو کې د لت پت کولو ترڅنګ یې دغه ناورین ته دیني او کله کله په اصطلاح وطنپرستانه استدلالونه هم وړاندې کړل، خو زموږ ملت د طالب د جنګ هر روایت، په هر پلېټفورم او چوکاټ کې ویتو کړ. د تیر لوی اختر په اوربند کې موږ ولیدل چې طالبانو لا خپل جنګیالي هم په خپلو قرائتونو، چې دوی یې د دین تعبیرونه بولي نه دي قانع کړي، ولې برعکس افغانانو سره له دې چې حکومت یې په دې برخه کې نسبتاً ضعیف عمل کړی، خپل حکومت پر طالب هېڅکله بدل نه کړ او دا موږ ته په افغانستان کې د یوه نوي پیل زیری راکوي، هغه پیل چې ځوان نسل به یې په راس کې وي او د دیني تندلاریتوب پر خلاف به په سوله ییزه توګه مبارزه کوي.

البته د جګړییزې تبلیغاتي جګړې په دواړو اړخونو کې د انسانیت او د انسان د ژوند ارزښت په بې سارې توګه کم او ورک شو او دا تر ټولو ستره فاجعه او د خواشینۍ وړ خبره ده. د انسان وینه او د هغې قیمت له بده مرغه بې ارزښته شول او دا به ډېر وخت وغواړي، چې د نوي نسل په ذهن کې د انسان د ژوند او وینې ارزښت یو ځل بیا د برجسته ګۍ او اصالت اصلي ځای ته ورسوو.

د لیکوال په اړه:

تواب غورځنګ د افغانستان له مشهورو ځوانانو او مطبوعاتي څېرو څخه دی.
هغه په رسنیو او ټولنیزو برخو کې د کاري سابقې ترڅنګ د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو د خيلواکې ادارې او ملي امنیت شورا ویاند پاتې شوی.
غورځنګ اوس د ستراتیژیکو اړیکو په چارو کې د ټرانسپورټ وزارت ستر سلاکار دی.