سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

کرکټ بورډ د ۱۹ کلنو اسیایي جام ته بشپړه نوې ځوانه لوبډله اعلان کړه

افغان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې د اسیايي جام سیالیو لپاره د ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو لوبډله اعلان کړه.

په دغه لوبډله ټول ځوان لوبغاړي اخیستل شوي چې تر دې وړاندې په دغه لوبډله کې نه وه لوبيدلي.

کرکټ بورډ په خپله پاڼه لیکلي، د غوراوي کمېټې د تګلارې له مخې، دا ځل بشپړ ډول نوې او ځوانه لوبډله غوره شوې، چې په بنګله دېش کې به د ۱۹کلنو ځوانانو په اسیایې جام کې ګډون وکړي.

ټاکل شوې افغان د ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو لوبډله به د روانې سپټمبر د میاشتې په ۲۷مه نېټه به د ځوانانو په اسیایي جام کې خپله لومړۍ لوبه وکړي.

په دغه ځوانه لوبډله کې صدیق الله، ریاض حسن،عابد محمدي، عبدالله، محمد اسحاق(ویکټ ساتونکی)، عبدالرحمن، عثمان غني، سمیع الله، نوید احمد، نوید خان او ذکي الله په ۱۵ کسیزه لوبډله کې شامل دي.

محمد سلیمان، محمد رضوان، او عارف خان په ریزرو یا احتیاطي لوبغاړو کې اخیستل شوي دي.

کرکټ بورډ وایي د دغه لوبډلې د جوړښت په پار یې لومړی په ټولو زونونو کې ازمویني واخیستلې، چې د بېلابېلو پړاوو له تېرولو وروسته یې ۲۷ کسان د کمپ لپاره غوره کړل، کرکټ بورډ لیکلي: د دغه کمپ وروسته یې د لوبي تخنیکونو او فزیکي جوړښت ته په کتو یې ۲۱ کسیزه لوبډله د ځوانې یا ایمرجینګ لوبډلې سره د ازمایښتې لوبې له پاره وټاکله.

کرکټ بورډ زیاته کړې، لوبډله به اسیایي جام کې د ګډون او ښه چمتووالي په موخه د هند په لکناو سېمه کې تمرینات او تمریناتي سیالۍ هم ترسره کړي.

د دوی په خبره د دغه سفر پر مهال به دغه ځوانه لوبډله لومړی پنځه ورځنی تمریناتي کمپ تر سره کړي او ترې وروسته به د نیپال، هند او د هندوستان د NCA د نولس کلنو کم عمره ځوانانو سره تمریناتي سیالۍ تر سره کړي چې شاوخوا لس ورځې به دوام وکړي.

دغه راز وایي چې تر دې تمریناتي سیالۍ وروسته به هم ځوانه لوبډله پنځه نورې ورځې په هند کې تمرینات وکړي.

د کرکټ بورډ خپرو شویو معلوماتو له مخې، د سپتمبر د میاشتې په ۲۵مه به له هند څخه بنګله دېش ته ولاړه شي او همدې میاشتې په ۲۹مه به د ۱۹کلنو د کم عمره ځوانانو په اسیایې جام کې به خپله لومړۍ لوبه د عربي متحده اماراتو په وړاندې تر سره کړي، دغه راز خپله دوېمه لوبه به د اکټوبر د میاشتې په لومړۍ د نیپال سره او وروستۍ لوبه به د اکټوبر د میاشتې په دوېمه هندوستان هېواد سره ترسره کړي.

دا په داسې مهال ده چې تر دې دوه ورځې وړاندې افغان کرکټ بورډ غوراوي کمېټې د اسیایي جام لپاره د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله هم اعلان کړه چې په لومړي ځل ځوان لوبغاړي منیر احمد کاکړ ته موقع ورکړل شوه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی