۲۰۱۸ اسیايي د کرکټ اسیايي جام لوبې سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

افغان ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله په اسیا کپ سیالیو کې له خپلې اتلولۍ دفاع کوي

لیکنه: ياران

لیکنه: یاران سپورت

افغان ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله په اسیا کپ سیالیو کې له خپلې اتلولۍ دفاع کوي
په ۲۰۱۷ م کال کې د نولس کلونو کم عمره لوبډلو اسیا جام سیالیو اتلولي افغانستان واخېسته.
دا سیالۍ چې تېرکال په مالیزیاکې ترسره شوې، پکې افغانستان نږدې ټولې لوبډلې ماتې کړې او په پایلوبه کې یې پاکستان ته په ماتې ورکولو سره د دې سیالیو اتلولي ګټلې وه.

سږ کال ۲۰۱۸ کې د اسیا جام سیالۍ د ۸ لوبډلو په ګډون په بنګله دېش کې ترسره کېږي، چې افغان لوبډله به پکې له خپلې اتلولۍ دفاع کوي.

ډېری کسان په دې اند دي، چې ښایي افغانستان دا سیالۍ د تېر کال په څېر ښې ترسره نه کړي او دا ځکه چې ډېری لوبغاړي پکې نوي دي او هغه پخواني لوبغاړي اور ایج یا تر نولس کلونویې عمر اوښتی دی.

د افغانستان له نولس کلونو کم عمره لوبډله په اسیا جام کې د سپټمبر په ۲۹ مه نېټه پیل کوي، لومړۍ لوبه د افغانستان او عربي متحده اماراتو ترمنځ ده.

سږ کال افغانستان، پاکستان، هندوستان، بنګله دېش، سریلانکا، هانکانګ، عربي متحده امارات او نېپال لوبېږي، تېرکال مالیزیا هم په دې سیالیو کې ګډون درلود.

افغانستان، عربي متحده امارات، هندوستان او نېپال ای یا الف ګروپ کې لوبېږي. اکستان، سریلانکا، بنګله دېش او هانکانګ بي یا ب ګروپ کې لوبېږي.

دا سیالۍ د سپټمبرپه ۲۹ مه نېټه شروع کېږي او د اکټوبر تر اوومې نېټې دوام کوي. دا جام سږ کال د تېرکال په څېر پنځوس اوریزترسره کېږي.

لوبې په ډاکه، ظهوراحمدچوهدري، ایم ای عزیز او چېټاګانګ لوبغالو کې ترسره کېږي.

د هر ګروپ نه دوه لوبډلې سیمې فاینل یا نیمه پایلوبې ته لار مومي، چې دوه سیمې فاینلې ترسره کېږي او دوه لوبډلې پایلوبې ته ځي، چې د اکټوبرپه پنځمه نېټه به ترسره شي.

سیمي فاینل او فاینل په شیري بنګله کرکټ لوبغالي کې کېږي.

ټولې لوبې په ځایي وخت سهار ۹ بجې پېلېږي، چې د افغانستان پروخت شا او خوا سهار لس بجو سره سمون خوري.

په لومړۍ ورځ اته واړه لوبډلې لوبې لري. افغانستان د دغو سیالیو لپاره ۱۵ کسیز نوملړ هم اعلان کړی.

صادق الله لوبډلمشر دی، ریاض حسن، عابد محمدي، اعجاز، فرحان، بصیرخان، محمدحسن، عبدالله، محمداسحاق، عبدالرحمن، عثمان غني، سمیع الله، نوید احمد، نویدخان او ذکی الله نوملړ کې شامل لوبغاړي دي.

افغانستان په لومړي پړاو کې ۳ لوبې لري، لومړۍ لوبه د سپټمبر په ۲۹ مه عربي متحده اماراتو سره، دوهمه لوبه د اکټوبر په لومړۍ نېټه له نېپال سره او دریمه لوبه له هندوستان سره د اکټوبر په دوهمه نېټه ترسره کوي، چې باید دوهم پړاو ته د تګ په موخه دوه لوبې په ښه ډول وګټي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران