سپورټ وزش او تمرین

د افغانستان د تکواندو نوې او ځوانه لوبډله اردن ته ولاړه

اعلان

د مسئولینو په خبره د افغانستان د تکواندو نوي ځوان لوبغاړي د نوي ځوانانو ترمنځ په آسیايي سیالیو کي د ګډون په موخه پرون چهارشنبه اردن هیواد ته ولاړه.

دا به د نوي ځوانو لوبغاړو ترمنځ د تکواندو لسم پړاو سیالۍ وي، چي افغانستان به پکښي ګډون وکړي.

دا سیالۍ په آسیا لویه وچه کي د ټولو هیوادونو ترمنځ د رواني جولای میاشتي په ۲۱مه د اردن په امان ښار کي پېلیږي او د یادي میاشتي په ۲۲مه نېټه پاي ته رسیږي.

د افغانستان د بدني روزني عمومي ریاست چارواکي وايي، چي په دې سیالیو کي به د افغانستان ۹ لوبغاړي په ۹ بیلابیلو وزني کټګوریو کي سیالۍ ترسره کړي.

د دوی په خبره، چي د یادو لوبغاړو ترڅنګ د افغانستان تکوندو ملي فدارسیون مشر د لوبډلي د رئيس په توګه، مین سین هاک د لوبډلي د روزونکي په توګه، روح الله نیکپا د دوهم روزونکي په توګه او معروف قاسمي د لوبڅار په توګه د افغان لوبغاړو سره سفر وکړ.

66845907_2377303662526206_919231629656850432_n.jpg

 

د افغانستان د تکواندو لوبډله دې سیالیو ته پوره چمتوالی لري.

د ورکړل سوو معلوماتو له مخي، چي د افغانستان د تکواندو دې نوي ځوانو لوبغاړو د تیري دوو میاشتي راهیسي سهار او ماښام د مین سین هاک، روح الله نیکپا، محمد بشیر تره کي او معروف قاسمی له لوري تمرینونه کړي.

د یادولو وړ ده، چي د ځوانانو ترمنځ د تکواندو په تیر پړاو سیالیو کي له افغانستانه یوازي نثار احمد عبدالرحیم زي یو مډال د سپينو زرو خپل کړی وو.

هغه پړاو د قزاقستان په کوربتوب په ۲۰۱۷م کال کي ترسره سو.

راپور: صابر حمیدي

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې