سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

هند کې د افغان لوبغاړو تمریناتي کمپ: ۴۴ لوبغاړي په کې شامل دي

د کرکټ بورډ غوراوي کمېټې پرون د یو خبري کنفرانس په ترڅ کې د ۴۴ لوبغاړو نوملړ خپورکړ، چې د هندوستان په بنګلور ښارکې به تمریناتي کېمپ پیل کړي.

د کرکټ بورډ مسئولینو په وېنا دا کمپ به ۲۲ ورځې دوام وکړي.

تر دې وړاندې افغان لوبډلې اوږود تمریناتي کمپ په ۲۰۱۸ م کال کې د اسیا جام په اوږدو کې پیل کړی و؛ په هغه تمریناتي کمپ کې شا او ۴۷ لوبغاړي شامل وو.

تېر تمریناتي کېمپ چې په ۲۰۱۸ کال کې ترسره شو د هندوستان په چینای ښارکې و، په هغه کېمپ کې دولت ځدران، وفادارخان مومند، جاوېد احمدي او افسر ځاځی غږیدلي وو، چې بیا یې خبرې او ویډیو د کرکټ بورډ په فېسبوک پاڼه خپرې شوې وې.

دولت ځدران په هغه کېمپ کې د ۹۵ سلنې روغتیا ډاډ ورکړی و.

اوس یو ځل بیا افغان کرکټ بورډ د ۴۴ لوبغاړو لپاره ۲۲ ورځنی تمریناتي کېمپ اعلان کړ، دا کمپ په داسې حال کې اعلانېږي، چې شا او خوا ۱۳ تکړه افغان لوبغاړي په بنګله دېش او اسټرالیاکې په سوداګریزو لوبو بوخت دي.

بل پلو دا تمریناتي کمپ له ایرلېنډ سره د ۹ لوبو لوبلړۍ په دُرشل کې اعلان شو.

افغان لوبډله له کېمپ وروسته د هندوستان ډېراډون سیمې ته سفر پیلوي او هلته به د فبروري په ۲۱ مه نېټه له ایرلېنډ سره لومړی شل اوریزې لوبې پیل کړي.

د غوراوي کمېټې مشر د ملي لوبډلې د تمریناتي کمپ لپاره په دغو لوبغاړو کې، محمد شهزاد محمدي، حضرت الله ځاځی، نورعلي ځدران، نجیب الله تره کی، عثمان غني، جاويد احمدي، احسان الله جنت، حشمت الله شهيدي، رحمت شاه، سميع الله شینواری، ناصر جمال، اصغر افغان، درویش رسولي، شاهد کمال، نجیب ځدران، شفیق الله شفق، رحمن الله ګربز، اکرام علي خېل، افسرځاځی، منیر احمد، افتاب عالم، دولت ځدران، سعید شیرزاد، شاپورځدراڼ، فضل الحق، وفادار مومند، يمين احمدزی، ضیاالرحمن شریفي، فريد ملک، ګلبدین نایب، راشد ارمان، محمد نبي، کریم جنت، عظمت الله ، میرویس اشرف، مجیب الرحمن، شرف الدین اشرف، ضياالرحمن اکبر، وقار سلام خیل، حمزه هوتک، عبدالواسع، ظاهر خان، عبدالباقي او قیس احمد یاد کړل.

د افغان لوبډلې لوبې له ایرلېنډ سره د فبروري په ۲۱ مه نېټه پېلېږي او د مارچ په ۱۹ مه نېټه پای ته رسېږي.

د افغان لوبډلې او ایرلېنډ په تېرو لوبو رڼا
افغانستان او ایرلېنډ په لسو شل اوریزو لوبو کې مخ شوي دي، چې په دغو لسو شل اوریزو لوبو کې ۹ لوبې افغان لوبډلې ګټلي او درې بیا ایرلېنډ خپلې کړي دي.

که راروان سیریز کې درې واړه شل اوریزې لوبې افغان لوبډله وګټي د ګټلو لوبو شمېر به یې ۱۲ ته ورسېږي.

افغان او د ایرلېنډ لوبډلو شل یو ورځنۍ لوبې کړي، چې لس افغانستان او لس ایرلېنډ ګټلي دي.

راروانې لوبلړۍ کې پنځه یو ورځنۍ لوبې دي، که هره لوبډله له ۵ لوبو څخه کم تر کم باید ۳ لوبې وګټي، چې سیریز یې په ګټه پای ته ورسېږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی