ټولنیز ژوند زده کړې سفر نړۍ

پردی وطن د مېړو قدر کموینه

اجمل اند

د مسافرۍ او کډوالۍ په درد یو څوک هغه مهال پوهیږي چې  ريښتیا هم له وطن څخه لرې ولاړ شي.

کله چې سړی د خپلو خلکو په منځ کې وي،  په شا او خوا کې له  روانو ناندریو ، جنجالونو ، تاویلو ماویلو  او بې کارۍ دومره په تنګ شي چې ګومان کوي له دې ځایه که بل هر ځای  ولاړ شي   خوښ به وي.  خو کله چې  غرونه او سیندونه پناه کړي ، لرې وځغلي او له تشو سرابونو سره مخ شي، بیا پوهیږي چې دا له څومړه وړو او په ځینو مواردو کې له خوږو ستونزو دومره لرې راغلی چیرې یې چې هیڅ هم خپل نه دي، ان په ونو کې چیغدونکي مرغان یې هم  په ده  پورې کومه اړه نه لري.

په خپله ټولنه کې له وړو نادودو ددې ناخوښۍ حس کله ناکله  پر سړي دومره غالب شي چې هرې لارې ته لاس اچوي څو له خپلې ټولنې او هیواد لرې هغو ټولنو او هیوادونو ته ولاړ شي چې دوی یې  افسانوي ستاینې اوریدلي دي.

د اروپايي ټولنې یو شمیر غړي  هیوادونه،  همدارنګه استرالیا او کاناډا  د ګڼو افغان ځوانانو د خوبونو او خیالونو  منزلونه دي  چې  ورته په ناقانونه او ډیرو کمو مواردو کې قانوني لارو د ورتلو هڅه کوي.  خو هغه مهال چې ور ورسيږي پوهیږې چې  په یو تش سراب پسې یې دومره سختې ګاللي دي.

افغانانو کې ځینې ناسالمې سیالۍ او لافې شاپې هم ددې سبب شوي چې په کور دننه افغان ځوانان له هیواد لرې لویدیځ ته کډه کیدو ته وهڅیږي . هغه کسان چې دلته په لویدیځ کې  ترینګلی، له ستونزو او ناخوښیو ډک ژوند لري  په خپل هیواد کې خلکو ته ددې ټولنې د ستونزو او خپل کار روزګار په اړه ډیر کله ريښیتا نه وايي بلکې په ستاینو کې یې ډیره مبالغه کوي.  په فیسبوک کې د دنګو ودانیو تر څنګ خپل لوکس اخیستې عکسونه خپروي،  خو داورسره نه وايي چې ژوند یې څنګه دی او وخت یې  څنګه تیریږي .

په دې کې هیڅ شک نه شته، افغانستان کې جګړو، ناامنیو او بې وزلۍ د ځوانانو لپاره د یو هوسا ژوند او کار شرایط سخت کړي. په دې کې هم هیڅ شک نه شته چې لویدیځ هیوادونه د ژوند ، کار او زده کړو لپاره غوره شرایط لري. خو ایا دا غوره شرایط دلته هر راتلونکې ناقانونه کډوال ته برابر دي؟

ددې پوښتنې ځواب که هر څوک له هره پلوه صادقانه ورکړي نو  ځواب یې” نه” دی.

دلته هغوی چې ډير غوره ژوند لري او په اصطلاح د استوګنې او کار اجازه یې تر لاسه کړې  په ډیره سختۍ یې ژوند د کابل په میکروریانو کې له یوې میشتې کورنۍ سره چې یو څو اطاقه کور لري ، بريښنا او تلویزون لري او ټیلفون او اینټرنیټ کارولی شي  د پرتلې وړ دی.  ما ډیر کمې افغان کورنۍ لیدلې چې  په اروپا کې دې تر دې ډیر څه ولري. البته فردي ازادي او بې غرضي لږ ډېره ده.

ناقانونه کډوال

د اروپايي ټولنې د غړیو هیوادونو په شمول یو شمیر لویدیځ هیوادونه داسې قوانین او پالیسۍ لري چې له هغو هیوادونو څخه چېرې چې جګړې ، نا امنۍ ، بې وزلۍ او سیاسي ګډوډۍ دي یو شمیر ورغلیو ناقانونه کډوالو ته سیاسي، اجتماعي او په ځینو نورو نومونو پناه ورکوي. پخوا دا هم ممکنه وه چې  د څو کلونو په تیریدو که د کډوال  کارونه ښه  روان وي،  قانوني کار ولري او مالیه ورکړي نو  د یو لویدیځ هیواد تابیعت  تر لاسه کړي.

دې قوانینو  د افغانستان او  په څیر یې د ځینو نورو بې وزلو او جګړه زپلو هیوادونو اتباع اروپا ته په ناقانونه لارو تګ ته هڅولي دي . دوی خپل ټول شته په خپل وطن کې له لاسه ورکوي او په دې هڅه چې په اروپا کې سوکاله ژوند ومومي د مرګ او ژوند ترمنځ په باریکو لارو دې دلدل ته ځان ورغورځوي .

خو ایا دا ټول کسان د لویدیځو هیوادونو  له خوا له تاوده هرکلي سره مخ کیږي ؟ ایا هغه خوبونه یې ريښتیا کیږي چې دوی یې له ځان سره راوړي ؟ له بده مرغه چې په ډیرو مواردو کې یې ځواب ( نه ) دي.

په اویایمه، اتیا یمه او نویمه لسیزه کې دلته په اروپا کې د کډوالو د منلو لپاره شرایط ښه وو. دوی ته د راتګ سره سم ښې اسانتیاوې ورکول کیدې او که څه هم دلته له افغانستان څخه  راغلي ډاکتران او اینجنران به کې ټکسي چلولو او ریستورانت چلولو ته اړ کیدل خو لږ تر لږه تر یوه حده یې ژوند خوندي  او او اولادونو یې دلته زده کړې کولی شوې . دا بیا جلا پوښتنه ده  چې دلته رالوی شوي بچیان څومره  په هغو معیارونو برابر رالویږي چې افغانې کورنۍ یې ترې تمه لري ؟

خو د دوه زرم  کال په لومړۍ لسیزه کې په لویدیځ کې د کډوالو  د منل کیدو شرایط سخت شول .

په دویمه لسیزه کې یې چې همدا اوس یې په پای کې یوو  د منځني ختیځ ( سوریې، عراق ، لیبیا او نورو هیوادونو)  جګړې  او د افریقا وچکالۍ ددې سبب شوې چې ددې هیوادونو ګڼ شمیر  ناقانونه کډوال د افغانانو په شمول د اروپا او نورو لویدیځو هیوادونو لاره ونیسي .

جرمني چارواکي وايي،  په ۲۰۱۵ م کال کې تر اوسه یوازې دې هیواد ته تر یو نیم میلون زیات ناقانونه کډوال ورننوتي دي او د پنا غوښتنه یې کړې . جرمني  که څه هم یو له هغو اروپايي هیوادونو  څخه دی چې د کډوالو په وړاندې لا هم نسبتا د زغم پالیسي لري  خو وايي چې ټول کډوال به ونه مني  او یو زیات شمیر به یې بیرته خپلو هیوادونو ته واستوي. چې په تیرو څو کلونو کې یې د افغانستان په شمول یو شمیر هیوادونه ځینې کډوال بیرته هم استولي دي. ګڼو نورو اروپايي هیوادونو د کډوالو د منلو لپاره خپلې پالیسۍ او شرایط تر دې هم زیات سخت کړي او د هنګري په څیر  ځینو هیوادونو خو ان  د کډوالو د ورتلو د مخنیوي لپاره له خپلو پولو دیوالونه تاو کړل. د چک، سلواکیا او پولنډ په څیر نور هیوادونو عملا د کډوالو په وړاندې د نه زغم پالیسۍ اعلان کړي او عملي کړي دي.

په قاچاقي لارو  اروپا ته د سفر ځورونکي  کیسې ښايي ډیرو اوریدلې وي ، بیا تکرار ته یې اړتیا نه شته. کډوال په ترکیه ، یونان، بلغاریا او د بالکان په یو شمیر نورو هیوادونو کې په وچه او اوبو کې د مرګ او ژوند ترمنځ په ډیر کم باریکې او خطرناکې لارې وهي. د  قاچاقچیانو ، پولیسو او ځايي خلکو له خوا ستغې سپورې ، وهل ډبول په ځان مني او د سمندرونو څپو ته خپل واړه ماشومان سپاري. ډیرې  سړې تودې ګالي او چې کله په ختیځه اروپا کې مطلوبو هیوادونو ته رسیږي نو ګوري چې خپل ټول شته او ارمانونه یې په سیند لاهو شوي او دوی ته هیڅ هغه څه او امکانات نه شته چې  دوی یې په اړه افسانوي  ستاینې  اوریدلې وې.

دا مهال  په یونان ، هنګري ،  سلواکیا، چک، اتریش، هالینډ ، بیلجیم ، فرانسې ، سویډن، ډنمارک  او نورو اروپايي هیوادونو کې ګڼې کورنۍ او افغان ځوانان د کډوالو د ساتنې په هغو مرکزونو کې پراته دي چې له زندانونو سره یې هیڅ توپیر نه شته .  له دوی سره په دې زندانونو کې د ناسم چلن راپورونه هم ورکړل شوي او په ځینو مواردو کې د مدافع وکیل د لرلو حق هم ترې اخیستل شوی .

په دوی کې ډیر کم یې ښايي له دې زندانونو خوشې او د اوسیدو اجازه ورکړل شي. خو  بیا هم پوښتنه دا ده چې دوی به دلته کوي څه ؟

د اروپايي ټولنې د ټولنیزو مرستو پروګرامونه چې عام افغانان یې “سوسیال”  بولي د  نویمې لسیزې په مقایسه لس چنده راکم شوي . داسې چې یو کس په دې مرستو خپل ځان او کورنۍ نه شي ساتلی.

له بله پلوه  دا ټولنې په هر برخه کې مسلکي کارکونکي غواړي چې راغلي افغانان یې هیڅ ډول شرایطو ته برابر نه دي.  دوی تر کلونو کلونو او ان تر پایه نه شی کولی دلته ځان ته وړ او مناسب کارونه ومومي .

ما سلګونه داسې نوې راغلي افغان ځوانان لیدلي چې ان یوه ورځ هم خپل وطن کې ښونځي ته نه دي ورغلي. دوی نو دلته نه یوازې دا چې سالم کارونه نه شی موندلی بلکې له شتو ازادیو ناسمه ګټه اخلي په نشو، شرابو، فحاشۍ او نورو  داسې کارونو سر کیږي چې څو کاله وروسته ورته نه روغتیا پاتې وي او نه نور څه. زه په اروپا کې له څو داسې ځوانانو سره مخ شوم چې خپلسري یې په لیونتوب تمامه شوې وه. په ګڼ شمیر افغان ځوانان دا اوس د بیلابیلو اروپايي هیوادونو په زندانونو کې د لویو او وړو جرمونو له کبله بندیان دي.

ځینې نوې راغلي افغان ځوانان چې په خپل راتګ پښیمانه  دي بیرته د تلو هڅه کوي ، خو دا یو داسې دلدل دی چې یوځل په کې څوک کیوت بیرته وتل ترې اسانه نه دي. دوی په یو لسیزه کې هم یوازې هغه پیسې نه شي ګټلې چې د لارې په اوږدو کې ترې قاچاقچیانو اخیستي.

خو ایا افغان ځوانان  ګرد سره د لویدیځ د لیدو او هلته د کار او زده کړو خوبونه ونه ویني؟  ولې نه . ددې لپاره  د قانوني لارو  موندل  که څه ستونزمن دي خو ناممکن نه دي.

قانوني لارې

له بده مرغه په افغانستان کې قاچاقبرۍ دومره زور اخیستي چې ځوانانو ته  اروپا او نورې پر مختللې نړۍ ته له قانوني لارو  پر رسیدو د غور چانس نه ورکوي.  په اوسني افغانستان کې چې لږ تر لږه په ښارونو کې یې د نسبې لوړو زده کړو ، بهرنیو ژبو د زده کړو او  تر یوه حده د کار زمینې شته دا چاره ډيره ناممکنه نه ده چې یو زلمی په یو شمیر قانوني لارو لویدیځ ته  پر هسې رسیدو غور وکړي لکه د هندوستان او د جنوبي اسیا د نورو هیوادونو ځوانان یې چې کوي .

په دې کې یوه هم د زده کړو لاره ده . هغه ځوانان چې له افغانستان او یا نورو ختیځو ټولنو څخه اروپا ته  د زده کړو  لپاره  په سکالرشیپونو او نورو  قانوني لارو راځي دلته ورته د زده کړو او کار په برخه کې بیشکه چې ډيرې ښې اسانتیاوې برابرې دی. دا چې څومره افغان ځونان کولی شي اروپايي هیوادونو ته په قانوني لارو د زده کړو  لپاره راشي  که څه هم ستونزمن کار دی خو لارې چارې لري .

همدارنګه د مسلکي زده کړو په ځانګړې توګه د کمپیوټر ساینس په برخه کې تجربې او زده کړې دلته افغانانو د قانوني کار زمینې برابرولی شي .

زه په باور سره ویلی شم که یو ځوان هومره پیسې چې قاچاقچي ته یې ورکوي  په افغانستان کې د یو منظم پلان له مخې پر ځان ولګوي په کمه موده کې ددې جوګه کیدلی شي چې په قانوني لارو اروپا ته د زده کړو او کار لپاره ولاړ شي .

زه خپله په قانوني توګه اروپا ته راغلی یم. د افغانستان پر پاسپور ټ دلته د کار کولو ویزه لرم او په دې باور لرم چې که یوه ورځ هم دا کار  ونه لرم ، نو نه شم کولی چې په دې ټولنه کې بل کوم سم کار ومومم او یا د یو  کډوال په توګه دلته په هغه څرنګوالی ژوند وکړی شم چې په خپل وطن کې مې درلود.

وروستۍ خبره دا ده چې افغان ځوانان په خپل وطن کې کیدلی شي  یاد سیاستوال  مشهور لیکوال ، ټولنیز شخصیتونه ، تکړه ډاکتران ،  اینجینران  او په نورو برخو کې لوی کسان شي.   خو که په ناقانونه لارو د لویدیځ لارې خپلې کړي، ډیره ممکنه ده چې  هیڅ ترې جوړ نه شي او ځان ته  یوه ګوله ډوډۍ هم په سختۍ پیدا کړې .

ددې پښتو لنډۍ په حقیقت او ژورتیا انسان هغه مهال پوهیږي کله چې له خپل وطن ډیر لرې په پردیو ماښامونو کې ورک شي .

په خپل وطن سړی پاچا وي

پردی وطن د مېړو قدر کموینه

دا لیکنه څو کاله مخکې په اوربند مجلې کې خپره شوې.