سیاست

ولسمشر او مخالف سیاستوال؛ پخلاینه یې ضرور او ممکنه ده ؟

ارګ په وروستیو کې د هېواد له یو شمېر سیاسي او جهادي مشرانو سره د ولسمشر غني د جلاـ جلا لیدنو تصویرونه خپاره کړي او ویلي یې دي چې ولسمشر ورسره د سولې او اوربند په ګډون پر یو شمېر مهمو مسایلو بحث و مشورې كړي دي.

دې تصویرونو حکومت پلوو ته د دې خبرو موقع ورکړه، چې ولسمشر آخر هم خپل سیاسي منتقدین خپل حضور ته په ورتلو مجبور کړل، خو حکومت ضدو بیا حکومت مجبور وباله، چې آخر هم د دوی مشرانو سره خبرو ته کېناست.

منځلاری قضاوت دا دی، چې دواړو لورو د پاشلې سیاسي اجماع د بیا جوړیدو لپاره د نیږدې کیدو نسبي ګامونه واخیستل، چې دا هم د هېواد او هم د دوی اړتیا او په ګټه کار دی.

پاشلې اجماع؛ یوه لویه ننګونه
د افغانستان په ترینګلي وضعیت کې یوه لویه ننګونه په ملي كچه د سیاسي اجماع پاشلتیا ده، دا پاشلتیا د ملي یووالي حکومت له جوړیدو وروسته په نسبي ډول پيل شوه، چې اوس جدي او د اندیښنې وړ حالت ته رسیدلې ده.

د حکومت پلویان که څه هم دا وضعیت د ولسمشر غني د اصلاحاتي هڅو پر وړاندې غبرګون او یوه لاسته راوړنه ګڼي، خو واقعیت دا دی چې سیاسي ډلې که په حکومت کې دي، که ترې بهر، که ښه دي كه بد، خو په هر حالت کې په ملي کچه د لویو مسئلو په اړه باید په یوه کرښه کې سره ټول شي، یا را ټول کړای شي.

حکومت پلوه سیاسي ډلې مکلفوي، چې باید پر دې کرښې یا محور ټول شي، خو ناراضه سیاسي ډلې بیا نه یوازې دا را ټولونه د حکومت کار ګڼي؛ بلکې تورنوي یې چې په لوی لاس د سیاسي اجماع د پاشلو زمینه برابروي.

سیاسي اجماع، اړتیا که مصلحت ؟
د افغانستان سیاسي ګوندونه، ډلې او نور جوړښتونه که څه هم په لوړه کچه خلک ښې خاطرې نه ترې لري، خو د افغانستان نه انکاریدونکي واقعیتونه دي.

دا ګوندونه، ډلې او نخبه څېرې له ټولو ترخو تجربو او خاطرو سره بیا هم په لوړه یا ټیټه فیصدۍ هر یو په ولس کې د پام وړ اغېز لري. له دې کبله ګرانه ده، چې په سیاسي ډګر او تعاملاتو کې یې پر حضور سترګې پټې او د حکومت پلوو په اصطلاح (منزوي) شي.

د سیاسي اجماع مسئله باید د قدرت له وېش او د ولسمشر غني په پخوانۍ اصطلاح له (سهامي شرکت) سره توپیر ولري. د ملي یووالي حکومت سره له دې چې په ډېره یا تمامه مانا له بده مرغه د وعدې خلاف د همداسې یوه شرکت بڼه لري، خو سیاسي اجماع یې بیا هم په سمه توګه تعریف کړې او رامنځته کړې نه ده.

په دې کې شک نشته، چې مخکیني حکومت په لویو مسایلو کې د سیاسي ډلو د همغږي ساتلو لپاره تباه کوونکی قیمت ادا کړی و او په هماغه عادت به سیاسي ډلې له اوسني حکومت څخه هم د لوړو امتیازاتو تمه ولري، خو حکومت ته ښایي چې د یوې مهمې اړتیا په توګه د سیاسي اجماع موجودیت په داسې ډول وساتي، چې نه ډېره مصلحتي او امتیازي بڼه ولري او نه هم په مشهور شوې اصطلاح(منزوي) بڼه، چې سیاسي ډلې له حکومت سره د پردیتوب او دښمنۍ احساس وکړي.

وروستۍ هڅې به بریالۍ شي ؟
ولسمشر غني نیږدې یوه میاشت وړاندې په یوه خبري غونډه کې د سیاسي ګوندونو په اړه له توندو او احساساتي څرګندونو سره له حکومته ناراضه ډلې نور هم مخالفت ته وهڅولې، چې دا واقعاً د ولسمشر په حیث له ښاغلي غني سره نه ښاییدې.

اوس چې ولسمشر د دغې او نورو ورته حکومتي تېروتنو د جبران لپاره د ناراضه سیاسي ډلو د همغږي کولو لپاره لاس په کارشوی، ښه کار یې کړی.
خو دا چې دا کار به مطلوبه پایله ولري كنه، ډېره هیله مندي نه پکې ښکاري.
دلیل یې دا دی، چې د افغانستان پارلماني او ولسمشریزې ټاکنې دواړه نیږدې او د سیاسي ډلو ارزښت او ناز پکې له عادي حالت څخه لوړ دی.

په داسې حالاتو کې ښایي، چې حکومت له ډېر انعطاف او تدبیر څخه ګټه واخلي. ولسمشر ته غوره ده، چې له حکومت ضدو ډلو سره تر نیږدې کیدو مخکې په لومړي سر کې د حکومت دننه د شریکو ډلو ترمنځ ترینګلې اړیکې عادي او بیا د خپلو سیاسي شریکانو په مرسته په ګډه د نورو ډلو د اړینې پخلاینې لپاره لاس په کار شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ارشاد رغاند

ارشاد رغاند ځوان لیکوال، څیړونکی او فعال دی چې د یاران لپاره په روانو سیاسي او ټولنیزو چارو لیکنې کوي.