رسنۍ

د پکتیا له ماتې وروسته، نن بلخ او کابل د افغان پریمیر لیګ پای لوبه کوي

د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې د افغانستان د کورني کرکټ غوره لیګ «APL» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو په دویمه نیمه پای لوبه کې د کابل ځوانانو لوبډلې د پکتیا پینټرز لوبډلې ته د ۱۹۳ منډو هدف ورکړ، چې پکتیا پینټرز لوبډله د دغه هدف په ځواب کې پاتې راغله.

 د نېمه پای لوبې په دې مهمه سیالۍ کې د کابل ځوانانو لپاره کولین انګرام ۴۴ او لوبډلمشر راشد خان ۳۵ چټکې منډې جوړې کړې.

بلخوا د پکتیا لوبډلې لخوا په توپ وهنه کې لمړی شهزاد محمدي میدان پریښود او ورپسې نور لوبغاړي هم ژر ژر وسوځیدل.

 پکتیا لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۰۲ منډې جوړې کړې او په سیالۍ کې یې د ۹۰ منډو په توپیر سره ماته وخوړه.

 د افغانستان د کرکټ غوره لیګ سیالیو په ۲۰وروستۍ لوبه کې به سبا بلخ لیجنډز لوبډله د کابل ځوانانو خلاف په سیالۍ کې مخامخ شي، چې ګټونکې لوبډله به د لمړۍ ځل «APL» سیالیو اتلولي خپله کړي.

په دې سیالیو کې ۵ لوبډلې شاملې وې، چې پکې د کابل ځوانان، بلخ لیجنډز پآی لوبې ته ورسیدل، خو د ننګرهار لیوپرډز، کندهار نایټز او پکتیا پینټرز لوبډله په روان لیګ کې د مخکې تګ څخه پاتې شوه.

 د پای لوبه به ځکه جالبه وي، چې د کرکټ نړۍ مشهوره د شپږیزو پاچا کریس ګیل د بلخ لوبډلې سره ملګری دی او په وروستیو لوبو کې یې بهترینه لوبې هم ترسره کړې دي.

بلخوا د کابل ځوانانو لوبډله کې هم پیاوړي لوبغاړي تو لري، چې په سر کې ې راشد خان او حضرت الله ځاځې دي او ورسره نور بهرني پیاوړي لوبغاړي هم مله دي.

  د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د افغانستان د کورني کرکټ غوره لیګ «APL» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو وروستۍ پای لوبه به نن د یکشنبې په ورځ د شپې په ۸ نیمو بجو سره د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی