افغانستان سوله سیاست

د ماسکو ناسته؛ طالب استازي او افغان سیاستوالو پر دې ټکو بحثونه لرل

لیکنه: بشر درویش

د روسیې پلازمېنه ماسکو د سې شنبې ورځې ناوخته د افغان سولې په تړاو د وسله والو طالبانو او یو شمېر افغان سیاستوالو د ګډې غونډې کوربه و.
دا غونډه ظاهرا په روسیه کې د مېشتو افغانانو یوې ټولنې بللې وه.

پرانیسته
د غونډې پرانیستې وینا د یادې ټولنې مشر وکړه. هغه د غونډې د بللو هدف پر افغان سولې د خپلمنځیو بحثونو زمینه سازي او یوه تفاهم ته د رسیدو هڅه وګڼله.
ورپسې مخکیني افغان ولسمشر حامد کرزي لنډې خبرې وکړې.
کرزي افغانان بین الافغاني مذاکرې ته وبلل، غونډه یې ارزښتناکه او ښه پیل وباله او د داسې ناستو او مذاکرو پر دوام یې ټینګار وکړ.

طالب استازی او دریځونه یې
شېرمحمد عباس ستانکزی، چې د طالبانو د سیاسي دفتر د پلاوي مشري یې کوله، دې مسئلو ته اشاره وکړه:

– په تور لیست کې د طالب مشرانو د نومونو موجودیت، د دوی د زرګونه ملګرو بندي والی، دوی ته د رسمي سیاسي دفتر د پرانیستې اجازه نه ورکول او د طالبانو خلاف تبلیغات د سولې پر وړاندې خنډونه دي.

– عباس ستانکزي ټینګار درلود، چې د سولې د راوستو لپاره باید بهرني ځواکونه له هېواده بهر او د ده په خبره اشغال ختم او دوی ته د سولې لپاره امریکا قوي نړیوال تضمین ورکړي.

– ستانکزي وویل: اساسي قانون ضرور دی، باید د خلکو مدني- سیاسي او نور حقونه پکې تضمین او ملي او نور ارزښتونه خوندي وي. هغه ټولنیز عدالت، یشري حقونه او انساني کرامت هم مهم ارزښتونه یاد کړل.

– د ښځو پر حقونو هم طالب استازي ټینګار درلود؛ هغه سوداګري، روغتیا، تعلیم او نور د دوی مهم حقونه وګڼل. طالب استازي پر حکومت تور لګوه، چې غلطیو او فساد یې د ښځو د حقونو پراخ نقض ته زمینه مساعده کړې او د دوی په نوم شوې مرستې یې حیف و میل کړي.

– طالبانو ډاډ ورکړ، چې دوی افغانستان د سیمې او نړۍ خلاف استعمالیدو ته نه پریږدي، د نیشه یي توکیو کچه به صفر کړي او هم د ملکي تلفاتو مخنیوی کوي. ده ادعا لرله، چې طالبانو نه مکتبونه الوزولي، نه صحي مرکزونه، نه یې پلونه الوزولي او نه یې ملکیان وژلي. هغه په دې کارونو له نوم اخیستو پرته استخباراتي کړۍ تورنې کړې.

د یونس قانوني توندې خبرې
یونس قانوني، چې د شمال ټلوالې وتلې څېره او جمیعت اسلامي ګوند د رهبرۍ شورا غړی دی، دا ناسته یې تاریخي فرصت وباله او د خبرو پر دوام یې ټینګار وکړ.

قانوني په نرمه لهجه طالبانو ته ځینې توندې خبرې هم لرلې:
– افغانستان د منتخب نظام لرلو په ګډون ګڼې لاسته راوړنې لري، د کرزي په زعامت یو ښه چوکاټ جوړ شوی، باید دوام ورکړل شي، خو اصلاحات هم راوستل شي.

– افغانستان کې اشغال نشته، دا یو سو تعبیر دی.

– زموږ اساسي قانون د سیمې تر ټولو زیات اسلامي او قوي قانون دی، ستونزې لري، چې باید اصلاح شي.

– اوسنی اسلامي جمهوریت د اتلسو کلونو د دوه نېمو میلیونو او مخکینیو یو نېم میلیونو شهیدانو د قربانۍ ثمره ده، دا نظام باید وساتل شي.

– د افغانستان ملي او دفاعي ځواکونه د افغانستان ویاړونه دي، دا به دوام کوي او لا به پیاوړي کیږي.

– داسې ناستو ته باید دوام ورکړو، خپلو کې باید په تدریجي ډول نیږدې شوو او لا نور مذاکرات وکړو.

د محقق طنزیه او عامیانه خبرې
د اجرایه ریاست دویم مرستیال او د حزب وحدت مردم افغانستان ګوند مشر حاجي محقق د غونډې بل وینا وال و.

د هغه د خبرو مهم ټکي دا وو:
– طالبان او موږ ټول ځانونه مجاهدین ګڼو، دین او هر څه مو یو دي. له دې کبله روانه جګړه هیڅ توجیه نه لري، دا باید زر ختمه شي.
– په دې ناسته کې باید د اوربند اعلان وکړو.
– زموږ اساسي قانون اسلامي دی، خو که طالبان پکې څه ستونزه ویني، اصلاح دې کړي.

عطامحمد نور او د موقت حکومت وړاندیز
د جمیعت اسلامي ګوند اجرایه ریس عطا محمد نور دا خبرې لرلې:
– امریکا او خلیلزاد نه د سولې د هڅو منندوی یوو.
– اوربند او د ناټو ځواکونو د وتو مهالوېش باید د خبرو مهم ټکي وي.
– ملي اردو ملي سرمایه ده، د بیان ازادۍ او نورو داسې ارزښتونو په اړه باید بحث ونه کړو.
– د طالبانو غوښتنې اورو او جوړجاړی ورسره کوو.
– حکومت باید سوله د خپل قدرت د دوام قرباني نه کړي.
– طالبانو ته د قناعت ورکولو لپاره موقت حکومت جوړولو ته حاضر یوو.
– طالبان باید په عزت د سیاست میدان ته راولو.

فوزیه کوفي او د ښځو حقونه
فوزیه کوفي، چې په پارلمان کې د بدخشان استازې او د ښځو کمیسون مشره ده، په دغه غونډه کې د ښځو د حقونو په اړه دا خبرې لرلي:
– ښځې د افغانستان په بحران کې تر هر چا زیات قرباني شوي، نور باید قرباني نه شي.
– زموږ نسل که ښځینه دي یا نارینه، نور شاتګ نه؛ بلکې پرمختګ غواړي.
– ښځې په پارلمان کې ۲۵ سلنه سهم او د نظام په نورو برخو کې هم فعال حضور لري، دا رول یې باید زیانمن نه؛ بلکې لا پیاوړی شي.
– طالبان دې ښځو ته د دوی د حقونو د تامین اطمینان ورکړي.

د پدرام اعتراض او د ژوندیو نشرتو قطع کیدل
د فوزیه کوفي له خبرو وروسته د غونډې ګډونوال او ولسمشریز نوماند عبدالطیف پدرام ده ته د رسنیو له وتو مخکې په غونډه کې د وینا د نوبت په نه ورکولو اعتراض وکړ.
له دې سره په ژوندۍ بڼه رسنیز نشرات قطع شول.
بر غونډې وار د مخه نیوکې
ولسمشریز نوماند او د ملي امنیت پخواني ریس رحمت الله نبیل، چې د طالبانو له سرسخته مخالفانو څخه ګڼل کیږي، د ماسکو ناسته د ۲۰۱۹ کال معما ګڼلې.

د نبیل په وینا د روسانو په هڅو د پخوانیو مجاهدینو ناسته د طالبانو له هغه استازي سره، چې د افغان ځواکونو انحلال غواړي، حیرانوونکې ده.

د ولسمشرغني یوه نیږدې سلاکار ډاکټرفضل محمود فضلي وایي، د ماسکو ناستې ګډونوال د افغانستان پر نظام، ارزښتونو او ملي بنسټونو له بهرنیانو سره هر ډول معاملې ته حاضر دي.

هغه پرخپل فیسبوک لیکلي، چې دغې ناستې ته د حکومت ورتلونکو سیاسي مخالفینو وښوده، چې دوی ته هیڅ ایډیالوژي او برنامه مهمه نه ده او یوازې د خپلو ګټو پیروي کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یاده ناسته بې ګټې ګڼلې او ویلي و، حکومت به پکې برخه وانخلي.


د ناستې ګډونوال
حامد کرزی، حنیف اتمر، عطامحمد نور، محمد محقق، یونس قاتوني، اسماعیل خان، پاچا خان ځدران، شیرمحمد اخند زاده، هوا علم نورستانۍ، مدار علي کریمي، شهزاده مسعود، حاجي دین محمد، مولوي قلم الدین، ډاکټر احمد مشاهد، زلمی هېواد مل، حکیم مجاهد، داود علي نجفي زاده، مولوي عبدالسلام ضعیف، عبدالکریم خرم، یوسف پښتون، عبدالجبار تقوا، ضرار احمد عثماني، رنګین دادفر سپنتا، زلمی رسول، قاضي ګل رحمان، وحیدالله شهراني، عمر زاخېلوال، فضل الله وحیدي، عبدالسلام عابد، قطب الدین هلال، ارشاد احمدي، محبوب الرحمن داودزی، محمد عزیز هلال، محمد زمان مزمل، احمدالله علیزی، ریحانه ازاد، فوزیه کوفي، وکیل احمد متوکل، شعیب وکیل احمد، سید الرحمان حقاني، نظر محمد ډاډمن او وحید مژده هغه کسان دي، چې ویل شوي یادې غونډې ته بلل شوي.

طالب لوری
ویل شوي، په دې ناسته کې د طالبانو د پلاوي مشر مولوي شېرمحمد عباس ستانکزي کوله.
ستانکزي په یوه وروستۍ مرکه کې ویلي، چې له افغان حکومت سره به مذاکرات نه کوي، خو له نورو سیاسي لوریو سره یې پخوا هم اړیکې او مذاکرات لرل او هم به بیا ورته دوام ورکوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي