سپورټ کورنی کرکټ وزش او تمرین

د هندوستان په چینای سیمه کې د افغان لوبغاړو تمرینات

افغان لوبغاړي چې د نومبر په میاشت کې له افغانستان څخه هندوستان ته تللي هلته یې د لس ورځو راهیسي خپل تمرینات جاري ساتلي دي.

د نومبر میاشت کې د افغانستان کرکټ بورډ اعلان وکړ، چې د هندوستان چینای سیمې ته یې شا او خوا ۴۷ ځوان او د ملي لوبډلې برحاله لوبغاړي استولي او هلته به تمرینات وکړي، چې ځېنې لوبغاړي به بیا د اسیا اېمرجېنګ جام سیالیو کې د لوبېدو په پار سریلانکا ته ولاړ شي.

افغان اېمرجېنګ لوبډلې لوبې:
اوس د افغان لوبډلې هغه لوبغاړي چې د ایمرجېنګ جام سیالیو ته په نوملړ کې اخېستل شوي د سریلانکا په لور خوځېدلي دي.

افغان ایمرجېنګ لوبډله د ډېسمبر په ۷ مه نېټه د جمعې په ورځ خپله لومړۍ لوبه له هندوستان سره ترسره کوي.

افغان ایمرجېنګ لوبډله دوهمه لوبه له سریلانکا سره د ډېسمبر په ۸ مه نېټه د شنبې په ورځ ترسره کوي.

دریمه لوبه بیا له عمان سره د ډېسمبر په ۱۰ مه نېټه د دوشنبې په ورځ ترسره کوي.

تېر کال افغان لوبډلې هندوستان ته په مهمه لوبه کې ماته ورکړې وه او سیمې فاینل ته یې له تګ څخه پاتې کړې وه.

۲۰۱۷ م کال کې د اسیا ایمرجېنګ جام سیالۍ سریلانکا ګټلې وې او پایلوبه کې یې پاکستان ته ماته ورکړې وه.

په دغو لوبوکې هغه لوبغاړي لوبېږي، چې عمرونه یې له ۲۳ کلونو ښکته وي.

دا سیالۍ د افغانستان پر وخت شا او خوا سهار ۹ بجې پېلېږي او پنځوس اوریزې سیالۍ دي.

د ایمرجېنګ جام سیالیو لپاره د افغان لوبډلې نوملړ :
لوبډلمشر نجیب الله ځدران، احسان الله جنت، رحمان الله ګُربز، ناصرجمال، دروېش رسولي، شاهد الله کمال، عظمت الله عمرزی، اکرام علي خېل، کریم جنت، ضیاء اکبر، فضل الحق، وفادار مومند، ظاهرخان او قېس احمد .
ټول ۱۹ لوبغاړي د لوبېدو لپاره په نوملړکې شامل دي.

ریزرف لوبغاړي:
بهیرشاه محبوب، ضیاءالرحمن شریفي او وقارسلام خېل.

ملي لوبډلې لوبغاړي او چینای ښار کې تمرینات:
د لوبغاړو په نماینده ګۍ جاوېد احمدي، دولت ځدران او افسرځاځي خبرې کړي او په یوه ویډیو کې راڅرګند شوي دي، دغه ویډیو د کرکټ بورډ په رسمي فېسبوک پاڼه خپره شوې ده.

جاوېد احمدي وایي، زمونږ تمرینات روان دي او په هغو مهارتونو کار کوو، چې کومو برخو کې مونږ ستونزې درلودلې، هغه وایي که تمرینات په ښه ډول مخکې لاړ شي، نورو لوبډلو ته به ماتې ورکړو.

د دولت ځدران وېنا:


دولت ځدران وایي مونږ یوه میاشت تمریناتي کمپ لرو او د لسو ورځو راهیسې یې تمرینات روان دي.
هغه وویل دوی لس تمریناتي لوبې هم لري.
دولت ځدران د خپلې روغتیا ډاډ ورکړی وایي توپ اچونه او توپ وهنه دواړه کولای شم.
دی وایي خوښ یم چې بېرته لوبډلې سره یو ځای شوم.
نوموړي له هېوادوالو خپلو لوبډلې ته د دعاګانو غوښتنه کړې ده.

د افسرځاځي وېنا :
هغه وایي تمریناتي کمپ ډېر ګټور دی، د ایرلېنډ سره د راروانې لوبلړۍ یا سیریز او د نړیوال جام لپاره ډېر مهم تمرینات دي.

افغان لوبډله په ۲۰۱۹ م کال کې په نړیوال پنځوس اوریزجام کې تر لوبېدو وړاندې له ایرلېنډ سره درې شل اوریزه، پنځه یو ورځنۍ او یوه ټېسټ لوبه لري.

ایمرجېنګ جام سیالۍ کې د افغان لوبډلې کپټان نجیب الله ځدران

دا لوبې د افغان لوبډلې په کوربتوب په هندوستان کې د فبروري په ۲۳ مه نېټه پېلېږي او د مارچ تر میاشت پورې به دوام وکړي.

له هغې وروسته د نورو لوبلړیو په اړه تر اوسه معلومات نشته، چې نورې لوبې به افغان لوبډله تر نړیوال جام وړاندې ولري کنه؛ خو په نړیوال جام کې افغان کرکټ ملي لوبډله له ټولو لوبډلو سره یوه، یوه لوبه لري او نړیوال جام ( کپ) یا هغه ټرافي به د افغانستان هرات ولایت ته هم راوړل کېږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې