سپورټ نړیوال کرکټ

په ټي ټېن لیګ کې ۷ افغان لوبغاړې څنګه ولوبېدل؟

شهزاد محمدي

شهزاد محمدي سږ کال لس اوریز لیګ کې د راجپوتس لوبډلې په ګټه ولوبېد، نوموړي په لومړۍ لوبه کې ۷۴ ناسوځېدلې منډې وکړې او لوبه یې په اوپننګ له سندي لوبډلې وګټله.

شهزاد محمدي په ټول لیګ کې ۱۲۴ منډې کړي دي. شهزاد په ۵ لوبوکې ۴۸ توپونه لوبولي دي، لس یې څلوریزې او ۹ یې شپږیزې وهلي دي، یو ځل په دغو لوبوکې مېن اف د مېچ یا د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

نوموړي په ۱۲ توپونو چټکه نیمه سلیزه هم جوړه کړه او ریکارډ یې جوړ کړ.
د دوی لوبډله د کېرالا نایټس لوبډلې له خوا له سیالیو بهر شوه.

حضرت الله ځاځی

 

حضرت الله ځاځی چې په کيڼ لاس توپ وهنه کوي په لس اوریز لیګ کې یې ۱۹۲ منډې کړي دي، چې ټول یې ۶۰ توپونه لوبولي دي، ځاځي په لس اوریز کرکټ لیګ کې ۷ لوبې ترسره کړې، ۱۸ یې څلوریزې او ۱۹ یې شپږیزې ووهلې، یو ځل د لوبې غوره لوبغاړی راغلی دی.

په یوه لوبه کې یې ۷۶ لوړې منډې وې.

نوموړی له راشدخان او نجیب الله ځدران سره په مرتا عربینز لوبډله کې ولوبېد.

شفیق الله شفق

شفق په ۲۰۱۸ م کال ټي ټېن لیګ کې ۱۵۴ منډې وکړې، چې ټول یې ۷۲ توپونه لوبولي دي، ۶ لوبې یې کړي دي، ۱۳ یې څلوریزې او ۱۱ یې شپږیزې وهلي دي او یو ځل د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شوی دی.

په یوه لوبه کې یې په ۱۶ توپونو ۴۵ منډې وکړې.

هغه د پښتون لوبډلې په ګټه ولوبېد.

نجیب الله ځدران

نجیب الله ځدران د افغان لوبډلې کیڼ لاسی توپ وهونکی دی، چې په ټي ټېن لیګ کې له مرتا عربیئنز لوبډلې سره ولوبېد، هغه په لس اوریز لیګ کې په ۶ لوبوکې ۱۴۸ منډې وکړې، ټول یې ۶۶ توپونه ولوبول، ۱۱ یې څلوریزې ووهلې او ۱۶ یې شپږیزې ووهلې او یو ځل یې د لوبې غوره لوبغاړي جایزه واخېسته.

په یوه لوبه کې یې په ۲۶ توپونو ۶۰ ناسوځېدلې منډې وکړې.

محمدنبي عیسی خېل

محمدنبي د بنګال ټایګرز لوبډلې لپاره ولوبېد، هغه په ۶ لوبوکې ۹۸ منډې کړي دي او ۴۱ توپونه یې لوبولي دي.

۵ یې څلوریزې او ۹ یې شپږیزې وهلي دي.

یوه لوبه کې یې په ۱۶ توپونو ۴۶ منډې وکړې.

د راشدخان او ظاهر خان توپ اچونه

راشدخان د مرتا عربیئنز لوبډله کې ولوبېد، ۸ لوبې یې وکړې او ۱۶ اورونه یې ترسره کړل.

نوموړي په ۸ لوبوکې ۵ وېکټې واخېستې او په ۸ لوبوکې یې ۱۸۴ منډې ورکړې.

راشدخان یو ځل هم د لوبې غوره لوبغاړی اعلان نه شو.

ظاهرخان پکتین

ظاهرخان په ۶ لوبوکې ۱۲ اورونه ترسره کړي دي، چې ۸ وېکټې یې اخېستي دي او ۱۱۱ منډې یې ورکړي دي.

ظاهرخان یو ځل د لوبې غوره لوبغاړی راغلی دی.

په دوه اورونوکې یې د ۸ منډو په ورکولو سره درې وېکټې اخېستل یې غوره توپ اچونه وه.

د دې سربېره شاپور ځدران په دوه لوبوکې دوه اورونه کړي او ۲۳ منډې یې ورکړي دي.

سمیع الله شینواري هم ښه لوبه وکړه، یوه لوبه کې یې ۴۴ منډې ترسره کول هیله بخښونکې لوبه وه.

د ګلبدین نایب، شرف الدین اشرف، مجیب ځدران، قېس احمد او کریم جنت په ګډون ۱۴ افغان لوبغاړي په ۶ لوبډلوکې د عربو په لس اوریز کرکټ لیګ کې ولوبېدل او پایله یې مثبته وه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې