سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

د BPL ټیمونه: دا ځل اوو لوبډلو کې ۷ افغان لوبغاړي اخېستل شوي

د بي پي ایل یا بنګله دېش سوداګریز کرکټ لیګ بولي چې د اکټوبر په ۲۸ مه نېټه د یکشنبې په ورځ ترسره شوه، پکې ۷ افغان لوبغاړي هم د مختلفو لوبډلو له خوا اخېستل شوي دي.

د بي پي ایل په شپږم پړاو بولۍ کې ۱۲۸ کورني او باندني لوبغاړي اخېستل شوي، چې د دغو لوبغاړو په منځ کې افغان ځوان لوبغاړي هم شامل دي.

رنګپور رایډرز:
رنګپور رایډرز لوبډلې، چې تېرکال پکې شهزاد محمدي لوبېدلی و، سږکال یې ۱۷ لوبغاړي پېرلي، چې هیڅ افغان لوبغاړی په دې لوبډله کې نه دی اخېستل شوی.

په دې لوبډله کې ۶ باندني لوبغاړي دي او ۱۱ بنګله دېشي لوبغاړي پکې اخېستل شوي دي.

تېرکال دې لوبډلې د بي پي ایل اتلولي هم ګټلې وه، سږکال پکې ای بي ډیویلیرس او کرېس ګېل هم اخېستل شوي دي.

کولنا ټېټانس:
کولنا ټېټانس لوبډلې ټول اتلس لوبغاړي پېرلي، چې د افغانستان څخه پکې ظاهرخان اخېستل شوی دی.
چې د ۱۸ لوبغاړو په منځ کې یې لس باندني او ۸ داخلي لوبغاړي دي.

راج شاهي کېنګز:
راج شاهي کېنګز لوبډلې ۱۷ لوبغاړي اخېستي، چې د افغانستان څخه پکې لېګ برېک توپ اچوونکی قېس احمد هم اخېستل شوی.

د ۱۷ لوبغاړو په منځ کې ۷ باندني دي او ۱۰ کورني یا بنګله دېشي لوبغاړي دي.

چېټاګانګ وېکېنګز:
په دې لوبډله کې دوه افغان لوبغاړي محمدشهزاد او نجیب الله ځدران پېرل شوي دي، په دغې لوبډله کې ټول اتلس لوبغاړي اخېستل شوي دي، چې پکې لس باندني لوبغاړي دي او ۸ داخلي دي.

ډاکه ډینامېټس :
ډاکه ډاینامېټس لوبډلې هم ۱۷ لوبغاړي پېرلي، چې حضرت الله ځاځی هم پکې اخېستل شوی دی، ۹ پکې بنګله دېشي لوبغاړي دي او ۸ باندني لوبغاړي دي.

سېلهېټ سېکسرز:
سېکسرز لوبډلې ټول ۲۲ لوبغاړي پېرلي، چې ۱۰ پکې کورني او ۱۲ باندني دي په دې لوبډله کې د افغانستان څخه ګلبدین نایب اخېستل شوی دی.

کامېلا وېکټورینز لوبډله:
کامېلا لوبډلې ټول ۱۹ لوبغاړي پېرلي، چې افغان ځوان لوبغاړی وقار سلام خېل هم پکې پېرل شوی دی.
چې پکې ۱۱ داخلي او ۸ باندني لوبغاړي پېرل شوي دي.

تېر کال په دې لوبو کې راشدخان، محمدنبي، سمیع الله شینواری، شاپورځدران او نور لوبغاړي اخېستل شوي و، چې سږ کال یې پکې څرک نه لېدل کېږي.

د لوبغاړو قېمتونه:
کورني بنګله دېشي لوبغاړي په دغه لیګ کې د ۵۰ زره او ۹۳ زره امریکایي ډالرو په منځ کې قېمتونو باندې واخېستل شول.
او د باندني لوبغاړو قېمتونه پکې تر ۲ لکه امریکایي ډالرو پورې وو.
ویسټ انډیزی الراونډر فبیئن الېن په ۳۰ زره ډالر اخېستل شوی دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې