افغانستان سوله سیاست

د سولې او نظام بحث باید له افرادو په پورته سطحه وارزول شي

لیکنه: ياران

لیکنه: بهیر لوګروال

له تېرو اوږدو اوونیو راهیسې د افغان سولې په اړه په کور دننه او بهر بحثونه تاوده شوي، په تېره بیا وروسته له هغه، چې د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب په دې اړه هيښوونکې څرګندونې وکړې او یو شمېر هغه حقایق یې برسیره کړل، چې د افغانانو او نړیوالو پام لا نه و ورته شوی.

د نوموړي په خبرو کې که څه هم ډېر څه له سولې سره د افغان حکومت او ولس د همکارۍ په اړه و، خو دا مهال یې یوازې هغه ټکي یادېږي، چې په خبرو کې یې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ته راجع و. خلیلزاد له طالبانو سره د امریکا د سولې پنځم پړاو اوږده مذاکرات په تېره فبروري کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې رهبري کړل، چې پایلې یې له افغان دولت سره شریکې نشوې او خلیلزاد له هغه ځایه امریکا ته ولاړ.

په افغانستان کې د سولې د هڅو تر ټولو جدي پړاوونه د ولسمشر غني په راتلو سره پیل شول. ده وکړای شوای د ۲۰۱۷ کال په مې کې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار کابل ته راولي او د سولې موافقه ورسره وکړي. همدارنګه د ولسمشر لخوا د لومړي ځل لپاره تېر کال د روژې په اختر کې ۳ ورځنی اوربند وشو او په ټول هیواد کې د سولې څو شپې سبا شولې. د طالبانو په اړه هم ولسمشر په وار وار ویلي، چې هر ځای خبرو ته ورسره تیار دی او آن لا په کابل، ننګرهار یا کندهار کې دفترونه ورته پرانیزي، خو له دې ټولو سره سره دا مهال ولسمشر غني د سولې په برخه کې د تر ټولو ستر خنډ په توګه معرفي کېږي.

د ولسمشر غني مخالفان په دې باور دي، چې نوموړی په واک کې د پاتې کېدو او څوکۍ ساتلو په موخه دا مهال د سولې مخالف دی، خو ولسمشر ته نژدې حلقه بیا وايي، چې د سولې په مذاکراتو کې پر داسې څه خبرې او بحثونه شوي، چې د افغانستان د اوس او سبا لپاره جدي ستونزې جوړوي. په امریکا کې د ملي امنیت شورا د سلاکار حمدالله محب د خبرو منځپانګه هم هم دا وه، چې د سولې د مذاکراتو جزئیات له افغان حکومت سره نه شریکېږي او خبرې اترې د یوه فرد لخوا له یوې داسې ډلې سره پر مخ روانې دي، چې په کور دننه او بهر یې په اړه جدي شکونه، اندېښنې او بحثونه موجود دي.

طالبان په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا لخوا له دې امله مات شول، چې ګنې نړیوال ترهګر یې پالل او د افغانستان ترڅنګ یې ټولې نړۍ ته ستونزې او ګواښونه جوړول. له هماغه کاله تر ننه امریکا، نړۍ او افغانستان له طالبانو سره په داسې جګړه کېوت، چې سلګونه زره کسان په کې ووژل، ټپیان او د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شول. په ورته وخت کې دې جګړې د بشري ضد جرمونو یوه داسې لړۍ پرانیسته، چې له کابله نیولې د هیواد په هر ګوټ کې يې خلک قرباني شول او دا لړۍ لاهم په خپل زور سره روانه ده.

افغان دولت په دې لړ کې که څه هم د امریکا او بهرنیانو لخوا حمایه کېده، خو د جګړې اصلي بوج ور له غاړې و او همدا افغان ملي امنیتي ځواکونه او ملکي وګړي و، چې د جګړې تر ټولو غټه سلنه زیانونه یې تحمل کړل. همدا دلیل دی، چې ولسمشر غني وخت نا وخت ددې قربانیو یادونه کوي او وايي، چې د جګړې پایته رسولو ته ددې لپاره هم ژمن دی، چې نه کوم افغان سرتېری ووژل شي او نه هم ملکي افغان. په ورته وخت کې افغانستان په تېرو ۱۷ کلونو کې له نظام جوړونې نیولې بیا په مختلفو نورو برخو کې د کار له امله لوی بدلون کړی دی. دولتي موسسات رامنځته شوي، د قوو تفکیک موجود دی او عملا فعالیت کوي، پراختیايي کارونه او حیاتي پروژې پلې شوي او نورې هم د پلي کېدو په حال کې دي او په ټوله کې که وویل شي، هیواد مو د یوه داسې نوي نسل خاوند شوی، چې د اوسني نظام، اوسني ژوند او اوسني بهیر له لوري سره یې خپل ځان عیار کړی او هیلې یې پورې تړلې دي. دغه نسل او پورته یادې شوې ټولې خبرې یو استازی لري، چې حکومت ورته وايي او دا حکومت باید له هر هغه څه، چې د راتلونکي په اړه کېږي خبر وي.

په افغانستان کې متاسفانه لاهم ستونزه داده، چې حکومتونه په افرادو اطلاقېږي. ځینې په دې اند دي، چې که حکومت د سولې په اړه نیوکې او اندېښنې را ولاړوي، موخه به یې به د ولسمشر غني یا د هغه د ټیم ذوقي مسایل وي، حال دا چې اصل داسې نه دی. دا مهال که په ارګ کې هرڅوک حاکم وای او د سولې موضوعات په دې ډول پرمخ تللای، ملي مسئولیت او مکلفیت یې و، چې د افغانستان استازولي یې په داسې ډول کړې وای، چې د خلکو اندېښنې حل او د لاسته راوړنو خطرونه منتفي شوي وای.

افغانان حق لري په دې پوه شي، چې د سبا په اړه یې څه پرېکړه کېږي، دوی ته باید په ډاګه وي، چې یو ځل بیا یې هرڅه په اوبو لاهو کېږي او د یوه نوي مانور قرباني به ګرځي که د نظام په حضور کې به داسې سوله کېږي، چې دواړه لوري هم خوښ واوسي او ولس ته یې هم خیر ورسېږي؟ په ورته وخت کې ولس حق لري پوه شي، چې په روسیه، قطر، چین، پاکستان یا بل هر ځای کې د بند دروازو تر شا څه ویل کېږي، آیا هلته د ولس د پلور او په یوه ساده معامله کې یو چاته د سپارلو کیسه روانه ده او که نه د افغانستان د بقا، عزت او ښه والي بحثونه کېږي. له دې ټولو سره سره افغانان حق لري له خپل نظام او ولسمشره وپوښتي، چې د ملک د اوسني مشر په توګه څنګه سبا په میراث ورته پرېږدي، د یوه مسئول شخص په توګه یې د ښه ژوند څښتن کوي او که یې بیا د قربانۍ داسې یوه ډګر ته اچوي، چې لوبغاړي به یې د سیمې او نړۍ هیوادونه وي او قرباني به یې یوازې زموږ مظلوم او بیچاره ولس.

دا اندېښنه نه یوازې له ولس سره شته بلکې ډېری سیاسیون یې هم لري، چې ځینې یې د خپلو سیاسي اغراضو له امله نه یادوي. موږ ددې شاهد یوو، چې له طالبانو سره تر ټولو خونړۍ جګړې همدې کسانو کړي، چې نن یې ځانونه خواخوږي او ګنې د سولې پلویان بولي، له طالبانو سره معامله کې تر ټولو ستر غفلت هغو کسانو کړی، چې دا مهال ولسمشر غني د سولې د خنډ په توګه یادوي او ددې ټولو ترڅنګ له طالبانو سره د سولې د واقعي رامنځته کېدو اصلي ویره هم همدا کسان لري، چې نن ځانونه ډېر ملي، زړه سواندي او سوله ییز بولي. موږ ویره لرو که په هغه ډول، چې اوس له طالبانو سره د سولې کیسه روانه ده او یوازې له دې امله، چې د ولسمشر غني واکمنۍ ته په کې زیان دی د ځینو لخوا دا پروسه حمایه کېږي، سبانی تاوان به یې دومره لوی وي، چې د ټول ولس ترڅنګ به همدا سیاسیون هم زیان په کې ګالي. د سولې د اوسنیو مذاکراتو د پېچلې پروسې داسې حمایه، چې د راتلونکي هېڅ تضمین نه ډاډمنوي، پرته له دې، چې هیواد ته یې زیان ورسېږي بل څه له ځانه سره نه لري.

زموږ تمه داده، چې سیاستوال د ډیموکراسۍ، قانون او لږ تر لږه مدني ژوند له تېرې ۱۷ کلنې تجربې سره د اشخاصو پر سر د قضاوت پر ځای پر ملي موضوعاتو د فکر کولو په برخه کې داسې فعال واوسي، چې د نن ورځې کوچنۍ ګټه یې د سبا ورځې د ستر ناورین قیمت نه شي. ولسمشر غني او ټیم یې د یوې دورې واکمنۍ وروستۍ میاشتې تېروي، که ولس او سیاسیون یې له سیاست سره جوړ نه وي کولای شي بدیل یې رامخې ته کړي او که بیا د بدیل په رامخې ته کولو کې پاتې راځي او ولس ته قناعت نه شي ورکولای، ښه به داوي، چې د شخصي عقدو له امله ملي مسایل په بحرانونو وانه ړوي. ولس ته هم په کار ده، چې په دې اړه جدي او ويښ واوسي او هرڅه په داسې ډول له نژدې وڅاري، چې د راتلونکي په اړه د ۲۱ مې پېړۍ یو مسئول نفوس یې څاري، نه د داسې یوه ملت په توګه، چې هر څو کاله وروسته نوې تجربې ورباندې کېږي او له نویو بحرانونو سره مخامخ کېږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران