سیاست

افغان سوله او خلیلزاد؛ امریکا که روسیه د سولې برخلیک ټاکي؟

 

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سلاکار زلمی خلیلزاد په داسې مهال سیمې او کابل ته په یوه اوږده سفر راوتی، چې افغان سوله او جګړه دواړه د امریکا او روسیې په مشرۍ د دوو لویو بلاکونو په منګولو کې دي.

خلیلزاد کابل او اسلام اباد ته د سفرونو پرمهال د ملي یووالي حکومت له شریکانو او ځینو مطرحو سیاستوالو سره لیدلي.

دا چې دا سفرونه به څومره عملي پایلې ولري او په ځانګړي ډول د روسیې او امریکا ټکرونه به د افغان سولې برخلیک په کوم لور بوځي، په دې لیکنه کې ورته ځغلنده کتنه کوو.

له جګړې ترسولې انحصاري چلند

روسیه او امریکا، چې دوه پروني دښمنان او ننني دوه رقیبان دي، په افغانستان کې یې د یوه ګډ دښمن(طالبانو) د پرځولو لپاره له یو بل سره لاس یو کړی و.

د طالبانو د پرځونې جګړه امریکا رهبري کوله او روسیې د منځنۍ اسیا یو شمېر هېوادونه چې د سیاستونو تابع یې دي، وهڅول څو امریکا ته د خپلې خاورې له لارې افغانستان ته د جنګي اکمالاتو د لېږد اجازه ورکړي.

روسیې ګومان کاوه، چې په سیمه کې د امریکا د پوځي حضور موده او موخې به تر ډېره د طالبانو ترځپلو او یوه نوي ټولمنلي نظام پر رامنځته کولو متمرکزې وي، خو ترهغې وروسته چې امریکا په افغانستان کې د پوځي اډو د لرلو مسئله مطرح او په دې ډول د خپلو سیمه ییزو سیالانو د مهار او کنټرول په فکر کې شوه، د سیمې د نورو قدرتونو ترڅنګ یې روسیه په تدریجي ډول د سیاستونو مخالفت ته راووته.

روسیې په ضمني ډول مخکې هم له امریکا سره د افغان جګړې د رهبرۍ پر انحصار ځينې ملاحظې لرلې، خو له کله چې د پوځي اډو مسئله حتمي شوه روسیې ترې نه یوازې مخ واړوه؛ بلکې د ننګولو لپاره یې لاس په کارشوه.

د روسیې د سیاستونو عمده هدف غالباً د امریکا د ننګولو په برخه کې دا و، چې طالبان پخپل کنټرول کې راولي او سولې ته یې له حاضرولو سره د افغانستان په قضیه یا نړیوالو مسئلو کې د امریکا پر وړاندې له یوه قوي دریځه میدان ته شي.

بله خوا: امریکا هم د جګړې رهبري له ځان سره وساتله او هم یې د خلیلزاد په شان د ماهر او مجرب افغاني الاصله استازي په میدان ته کولو سره له افغان سولې او جګړې دواړو د روسیې د حاشیې ته ساتلو هڅې ګړندۍ کړې.

څو ورځې مخکې د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې په یوه خبري کنفرانس کې نیوکه وکړه، چې امریکا د افغان سولې بهیر له ځان سره انحصار ساتلی او د روسیې پر ونډې سترګې پټوي.

پایله به څه وي؟

خلیلزاد، چې د افغان حکومت د رهبرۍ او د ملګرو عربي هېوادونو د اغېز له لارې پر وسله والو طالبانو تر یوه ځایه نفوذ لري، په همدومره امکاناتو به ورته له روسیې او نورو سیمه ییزو قدرتونو سره لوبه ګرانه وي.

خلیلزاد که دومره امکانات لري، روسیه په سیمه کې د چین، ایران او پاکستان له ملاتړه برخمنه ده، د افغانستان په حکومت او سیاسي قشر کې هم د پام وړ نفوذ لري او کولای شي، چې په روانه لوبه کې امریکا ته لږ یا ډېر سرخوږی جوړ کړي.

د امریکا او روسیې دا لوبه، چې افغان حکومت، سیاستوال، یو شمېر عربي او سیمه ییز هېوادونه هم پکې ضمني نقش لري، په ډېر ګومان ترهغې یې ګټل یوه لوري ته هم ممکن او ارزانه نه دي ترڅو چې دغه دوه لوی قدرتونه او ورسره همکار نور هېوادونه په یوه لوی چتر کې د نړیوالو مسایلو په اړه ځینو توافقاتو ته ونه رسیږي.

د دې لوبې د اوږدیدو او پراختیا ترټولو بده پایله افغانستان ته رسیږي، ځکه هم د سیاست په میدان او هم د جګړې په میدان کې به یې خلک خپلو کې مصروف او زیانونه او تلفات به ګالي.

د افغانستان حکومت او سیاسي قشر ته د لوبې د زر ختمولو او یوې لازمې او معقولې پایلې ته د رسیدو لپاره تر هرچا زیات مسولیتونه ورپه غاړه دي، خو دا ګرانه ده چې پر دغو لوریو په مطلوب ډول د دې مسولیتونو د سرته رسولو باور وشي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ارشاد رغاند

ارشاد رغاند ځوان لیکوال، څیړونکی او فعال دی چې د یاران لپاره په روانو سیاسي او ټولنیزو چارو لیکنې کوي.