سفر

افغانان کومو هېوادونو ته بې ویزې سفر کولای شي؟

که څه هم د افغانستان پاسپورټ په نړۍ کې ۹۴ مقام لري، او په نړۍ کې یو له کمزورو پاسپورټونو ګڼل کیږي خو له دې سره سره بیا هم افغانان کولای شي چې ۲۳ هېوادونو ته بې له ‌ویزې سفر وکړي.

سرخط ورځپاڼې ددې هیوادونو لیست راپیدا کړی، نو کې د ټکټ پیسې لرۍ، دمه ورته مه ږدۍ او ورځئ پرې.

هفه هېوادونه چې په افغان پاسپورټ ورته بې ویزې سفر کولی شئ دا دي:

بنګله‌دېش، کمبودیا، کومورټاپو، جیبوتي، دومینیکا ټاپو، ګینیابیساو، مراکش، مدګسکار، مالدیپ، موریتانیا، نیکارګوا، ساموا، سیشل، ختیز تیمور، توووالو ټاپوګان، یوګانډا، سینټ وینسینټ و ګریناډاینز، هایتي، میکرونیسیا، موزمبیق او پالاو جمهوریت هغه هېوادونه او یا هم ازاد دولتونه دي چې تاسې کولای شئ بې‌له ویزې ورته سفر وکړئ او یا یې هم د سرحد په سر ویزه واخلئ.

دا نو اوس پر تاسو ده چې ورځئ او کنه. خو په دې هیوادونو کې ډير یې داسې دي چې ورتګ له افغانستان څخه هم خطر ناک دی.

له سرخط ورځپاڼې څخه

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */