سیاست له نړۍ

د ګټې او تاوان پرتله یې؛ عربي امارات افغانستان ته سرتېري لیږي !

لیکنه: ياران

لیکنه: ارشاد رغاند

افغان حکومت دغه هېواد ته د «غوڅ ملاتړ ماموریت» په چوکاټ کې د متحده عربي اماراتو د یو شمېر ځانګړو ځواکونو د استولو وړاندیز تایید کړی.

د ارګ د یوې خبرپاڼې له مخې دا وړاندیز د ولسمشر غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا د سې شنبې ورځې په غونډه کې څېړل شوی او تایید شوی دی.

ویل شوي، چې دغه ځواکونه به له افغانستان سره د ناټو د امنیتي هوکړه لیک له مخې د افغان ځواکونو په روزلو، مشاوریت او ملاتړ کې ونډه واخلي.

د حکومت په خبرپاڼه کې د دغو ځواکونو د شمېر، د استول کیدو د مودې او نورو جزیاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.

د متحده عربي اماراتو حکومت هم په دې اړه څه نه دي ویلي، خو دا خبر ترهغې وروسته اعلان شوی، چې په افغانستان کې د ناټو تر چتر لاندې د امریکایي ځواکونو عمومي قومندان جنرال نیکولسن تېره اونۍ افغانستان ته د متحده عربي اماراتو او قطر د ځواکونو د را استولو خبر ورکړ.

متحده عربي اماراتو له ۲۰۰۱ کال څخه وروسته خپله یوه محدوده ډله سرتېري هلمند ته لیږلي وو . هغو سرتېرو تر ډېره د بیارغونې او مرستندویو برخو کې فعالیت کاوه.

یاد شوي هېواد د سعودي عربستان په مشرۍ د حوثي یاغیانو پرضد د جوړ شوي ایتلاف تر چتر لاندې یمن ته هم خپل ځواکونه استولي دي.

خو متحده عربي امارات ولې په افغانستان کې بیا ځلي پوځي حضور ته لېواله شوی؟
افغان حکومت یې د دغه حضور وړاندیز ولې منلی ؟
ښیګڼې او بدګڼې به یې افغانستان ته څه وي ؟
په دې ځغلنده لیکنه کې به هڅه وکړو، چې دغو پوښتنو ته ځوابونه ومومو:

له ایران سره د عربي هېوادونو سیالي
افغانستان له بده مرغه د نورو یو شمېر قدرتونو ترڅنګ د شیعه ییزم او وهابیزم د نظریو د ټکر په میدان هم بدل شوی. د دې ټکر یو لوری د وهابیزم د نظریې مالکان ( سعودي، متحده عربي امارات، قطر او همغږي هېوادونه یې دي ) او د شیعه ییزم د نظریې لپاره د هڅو مشري د افغانستان ګاونډی هېواد ایران کوي.

د دې هڅو په لړ کې دواړو لوریو له څو لسیزو راهیسې په افغانستان کې کله لږه او کله ډېره پانګونه کړې، خو له څو کلونو راهیسې چې د دوی ترمنځ په منځني ختیځ او نړیواله کچه سیالي شدیده شوې، په افغانستان کې یې هم سیالۍ ته زور ورکړی دی.

د شیعه ییزم او وهابیزم په محور فرهنګي، مذهبي، سیاسي او حتا جنګي پانګونې هغه څه دي، چې د افغانستان د حکومت ترڅنګ نیږدې ټول سیاسي جریانونه او فعالان پرې خبر او حتا په ځينو مواردو کې په نسبي ډول د دغو ادرسونو همکارۍ او لېوالتیاوې ورسره موجودې دي.

ایران په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیتونو ترشا د عربي هېوادونو لاس ویني او برعکس دغه هېواد تورن دی، چې له افغانستان سره پخپله ګډه پوله او نورو سیمو کې وسله وال طالبان ځکه حمایه کوي، چې د داعش مقابله ورباندې وکړي او هم له عربي هېوادونو او د امریکا په مشرۍ لویدیزو قوتونو سره مقابله جاري وساتي.

افغانستان ته د متحده عربي اماراتو د سرتېرو استولو ترشا له ایران سره د سیالۍ فکر نه شي ردیدای.

افغان حکومت ولې دا وړاندیز منلی؟
په افغانستان کې تازه د دیني عالمانو څو زره کسیزې جرګې د روانې جګړې د حراموالي په اړه فتوا ورکړې. دغې فتوا د حکومت وسله وال مخالفین سخت ننګولي، ځکه دغو ډلو له اسلامي روایاتو څخه د خپلې جګړې لپاره توجیهات لټول، خو وروستۍ فتوا یې په دې برخه کې ملا ور ماته کړه.

افغان حکومت، چې دغه بدلون ته خورا لېواله او ارمانجن و، له وخت څخه په استفادې سره یې غوره ګڼلې، چې افغانستان ته د متحده عربي اماراتو په شان د اسلامي هېوادونو د سرتېرو د راتلو له تایید سره د وسله والو مخالفینو مورال نور هم کمزوری کړي.

د دغو سرتېرو راتګ له شک پرته، چې په دې برخه کې د حکومت ملا تړي او مخالفینو ته یې په اخلاقي او سیاسي لحاظ تاوان لري.

پایله
افغانستان ته د متحده عربي اماراتو د سرتېرو راتګ ښېګڼې او بدګڼې دواړه لري. دا کار که له یوې خوا د حکومت سوله ییزې هڅې پياوړې کوي او د عربي هېوادونو تر اغېزې لاندې یوه برخه وسله وال له جګړې لاس په سرکیدو ته هڅولای شي؛ ورسره د ایران د حساسیت سبب کیدای شي.

دا چې د اسلامي نړۍ د تر ټولو مهمې برخې په توګه له عربي نړۍ سره د افغانستان د اړیکو پراختیا یوه اړتیا ده، خو دا هم د هېرولو نه ده چې ایران هم د افغانستان ګاونډی او د اړیکو خړول ورسره نه دي په کار.

اوس د افغان حکومت هوښیارۍ ته اړتیا ده، چې په هم مهاله ډول له دواړو لوریو سره هم ښې اړیکې وساتي، هم یې افغانستان د نیابتي جګړې له لا نور میدان کیدو څخه وژغوري او هم د خپلو لومړیتوبونو په ترلاسه کولو کې د ټولو له همکاریو څخه له جانبي تاوانونو پرته برخمن شي !

دا چې حکومت په دې برخه کې څومره ګټور رول لرلای شي، مطلق ځواب یې سخت دی، مګر په ورته نورو ځینو برخو کې له بده مرغه نه دی توانیدلی چې د اړیکو توازن په سمه توګه وساتي.

په دې برخه کې د روسیې، چین، امریکا او نورو ورته لویو قدرتونو ترمنځ د اړیکو په توازن ساتلو کې پاتې راتګ یوه روښانه بېلګه ده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران