سیاست

استعفاګانې؛ په حکومت کې د پردې ترشا څه کیسه ده؟

له تېرې یوې میاشتې راهیسې د ملي یووالي حکومت په تشکیلاتي لحاظ د ځینو ناندریو ترڅنګ د یو شمېر لوړپوړو چارواکو د استعفاګانو شاهد دی.

ناندریو په برخه کې د اوبو او بریښنا وزیر علي احمد عثماني، چې د اجرایه ریس ډاکټرعبدالله د ټیم اړوند و، ولسمشرغني له دندې ګوښه کړ. خو اجرایه ریس د دې پریکړې له نسبتآ نرم مخالفت څخه وروسته دا ګوښه شوی وزیر خپل سلاکار وټاکه .

په ورته وخت کې د ښارجوړونې وزیر سیدمنصور سعادت نادري، چې د ولسمشرغني له نیږدې سیاسي متحدینو څخه و، له خپلو څلورو مرستیالانو سره یو ځای ظاهرآ په دې دلیل مستعفي شو، چې غواړي خپلو زده کړو ته دوام ورکړي .

په وروستي ګام کې د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، چې هغه هم د ولسمشرغني له ترټولو نیږدې کسانو څخه و، له دندې مستعفي او ولسمشرغني د غازي امان الله خان د مډال ترڅنګ په نړیوالو چارو کې د سترې سلاکارۍ دنده ورکړه .

دغه وضعیت پوښتنه ولاړوي، چې په حکومت کې دننه څه روان دي؟
دا بدلونونه څه پیغام لري او د پردې شاته کیسې څه دي؟

داخلي ناندرۍ / فساد او فشارونه
یو ګومان دا دی، چې په حکومت کې د ورته استعفا ګانو تر شا داخلي ناندرۍ یو لوی لامل دی. دا ګومان د حکومتولۍ په چارو کې له پراخو سلیقوي چلندونو، ناندریو او له دې کبله د حکومتوالۍ د بهیر له ټکني کیدو څخه سرچینه اخلي .

د ملي یووالي د حکومت په څو کلنه کارنامه کې یو لوی عیب همدا و، چې له پيله او ان تراوسه یې په ډېرو چارو کې ټیمي چلندونه لیدل شوي.د دې چلندونو په ترڅ کې د حکومت دواړو شریکو ټیمونو( تحول او تداوم ( او (صلاحات او همپالنې) یو بل د اړوندو چارواکو پر وړاندې ډېرځله ټیمي رویه کړې، چې په پایله کې یې هم د حکومتوالۍ بهیر زیانمن شوی او هم د حکومت حیثیت ته صدمه رسیدلې ده .

پر داخلي ناندریو سربېره دا ګومان هم شته، چې د یو شمېر مستعفي شویو چارواکو په اړوندو ادارو کې د فساد قضیې مستندې شوي او د حکومت مشرانو څه د حکومت یا خپل ټیم د حیثیت ساتلو او څه هم له فساد سره د مبارزې لپاره د پټ و ښکاره جدیت ښودلو لپاره دغه چارواکي استعفا کولو ته مجبوره کړي .

د فساد او فشار په اړه دا ګومان له دې څخه سرچینه اخلي، چې په افغانستان کې دا مسایل هم عام دي او هیڅکله د فساد او د فساد د رسوا کیدو له کبله پر چارواکو د فشار احتمال نه شي ردیدای .

البته دا احتمال له دې کبله جدي ګڼل کیږي، چې اوس د فساد مسئلې نړیوال او ملي بنسټونه هم څاري او وخت په وخت یې په اړه راپورونه خپروي .د دې له مخې ممکنه ده، چې حکومتي مشرانو د خپلو نیږدې متحدینو د ژغورنې لپاره د دوی عاجلې استعفاوې مناسبې حل لارې ګڼلې وي .

راتلونکې ټاکنې
له پورتنیو ټولو مسایلو څخه د راتلونکو ټاکنو په اړه د چمتووالي مسئله د وروستیو حکومتي استعفاګانو لوی دلیل ګڼل کیږي ډېر ګومان دا هم دی چې وروستۍ استعفاوې څه د حکومتي مشرانو په اشاره او څه د مستعفي کیدونکو کسانو پخپله خوښه راتلونکو ټاکنو ته د ټیمونو د چمتو کولو او نورو هڅو د تنظیم لپاره ترسره شوي .

دا ګومان په دې رامنځته شوی، چې د حکومت د نېمایي شریکوال (اجرایه ریاست) ډېرو چارو ته د ټاکنیز کمپاین په سترګه کتل کیږي او ویل کیږي، چې د دغه ټیم اړوند چارواکي یا سلاکاران پخپلو نفوذي سیمو کې له اوسه راتلونکو ټاکنو ته د خپل نوماند په ګټه کار کوي .

د دغه ټیم مشر او اجرایه ریس ډاکټرعبدالله هم، چې وخت په وخت د حکومت د یوه منتقد په رول کې را څرګندیږي، له خبرو څخه یې دا ګومان پیاوړی کیږي .

د اجرایه ریاست ترڅنګ د ارګ په اړه هم ویل کیږي، چې د سعادت منصور نادري او اکیل حکیمي استعفاګانې یې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د چمتووالي لپاره سازماندهي کړي دي .
خو دا چې ریښتیا دغه کسان به په راتلونکو ټاکنو کې د ولسمشر غني متحدین وي که د کوم بل ټیم یا ټیمونو پر جوړولو به بوخت وي، معلومه او یقیني نه ده .

پایله
په حکومت کې وروستۍ استعفاوې که په هردلیل وي د حکومت په کمزورۍ دلالت کوي. دا استعفاوې څرګندوي، چې د ملي یووالي حکومت نیږدې ټوله موده د کابینې له بشپړوالي او نورو لازمو او ثابتو تشکیلاتو له لرلو څخه بې برخې و .

د دې وضعیت لامل که هرڅه و او هر لوری که پکې ډېر یا کم ملامت و، خو د نتیجې په توګه د ملي یووالي حکومت په منفي ټکو کې یو مهم اړخ جوړوي .

په افغانستان غوندې هېواد کې، چې د سیاسي ثبات لرلو لپاره هڅې یې باید یو مهم لومړیتوب وي، د حکومتي ثبات نه لرلو تل دغه هڅې ځپلې او تر سیوري لاندې راوستې ده .

د ملي یووالي حکومت دواړه شریکوال ټیمونه که خپل سیاسي راتلونکی او یا اوسنی نوم ښه کیدل غواړي، لا هم وخت لري چې په ګډه مخلصانه کار وکړي او په دې ډول د خپل څو کلن نېمګړي ماموریت حد اقل زیانونه او حیثیتي صدمه جبران کړي .

که داسې ونه کړي، دواړه ټیمونه به د حکومت د مالکینو په حیث هم اوس او هم په راتلونکي کې ملت ته ملامته او د ملاحظو وړ وي .

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ارشاد رغاند

ارشاد رغاند ځوان لیکوال، څیړونکی او فعال دی چې د یاران لپاره په روانو سیاسي او ټولنیزو چارو لیکنې کوي.