سپورټ نړیوال کرکټ

د افغان کرکټ بورډ او لوبغاړو ترمنځ ناندرې

له تیریو نږدې څلورو کلونو راهیسې د افغانستان په کرکټ بورډ کې د مسولینو کړنو او سیاسي لاس وهنو د کرکټ مینه وال تر پزې راوستي دي او دغه خبرې آن ترې دې هم ورسیدې، چې د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو د کرکټ بور‌ډ د مسولینو د ناسمو کړنو خلاف سپینې خبرې رسنیزه کړې.

د کرکټ بورډ ادارې د پخواني عمومي مشر نسیم الله دانش او اجرایوي مشر شفیق ستانکزي په وخت کې یو شمیر لوبغاړو سره سلیقوي برخورد د دې لامل شو، چې د کرکټ ملي لوبډلې ځینیو لوبغاړو د کرکټ ملي لوبډلې څخه په لیرې پاتې کیدو اخیر خولې راخلاصې کړې، چې پکې شاپور ځدران او شفیق الله شفق شامل وو.

شاپور ځدران د پخواني مشر نسیم الله دانش په اړه خلکو ته هغه خبرې واورولې، چې ترې خلک نه و خبر. د نوموړي په وینا، د کرکټ بورډ د مسولینو د شخصي غوښتنو او فرمایشونو د نه منلو له کبله یې نوموړی د لوبډلې څخه د یو کال مودې لپاره لیرې پاتې کړ او هم یې ترې میاشتنی ټاکلی معاش ځنډولی و.

د شاپور ځدران ترڅنګ په ملي لوبډله کې برید کوونکي توپ وهونکي شفیق الله شفق هم د کرکټ بورډ د هغه وخت مسولینو په اړه نا ویلې واورولې او ترڅنګ له هېواد څخه بهر ته تللو د ۱۹ کلنې لوبډلې لوبغاړو رحیم منګل، دواد احمد زی او نورو ورته غبرګونه وښودل، چې سم لاسي د کرکټ بورډ په رهبرۍ کې بدلون راغی، خو بدلون یواځې د کرکټ بورډ په مشرتابه کې د څو ورځو لپاره وو.

د نوي مشر تابه په راتګ سره کارونه لا ورځ تر بلې ډیر سیاسي شول او په بورډ کې وخت نا وخت یو بل سره په نه جوړ جاړي خبرې تر ټولنیزې شبکې ر اووتې، چې پکې د غلاوو خبرې شوې وې.

تازه په تازه د افغانستان د کورني کرکټ د پریمییر لیګ سیالیو د لمړي سیزن لپاره د لوبغاړو نیلامي ترسره شوه، چې پکې د افغان کرکټ ملي لوبډلې یو شمیر لوبغاړي حتی د نیلامۍ د لیست څخه ویستل شوي دي، په داسې حال کې چې د نورو هېوادونو د کلب لیول لوبغاړي لوبډلو ته جذب شول.

د افغان کرکټ ملي لوبډلې د توپ وهنې تخنیکي لوبغاړی نور علي ځدران د مودو راهیسې د کرکټ ملي لوبډله کې نه ښکاریدو، چې کرکټ بورډ یې لامل د هغه ټپي کیدل یاد کړي و، خو بل خوا نور علي ځدران پرون د کرکټ بورډ خلاف خبرې بل ډول وښودلې او په خپله ټولنیزه شبکه فیسبوک پاڼه یې د کرکټ بورډ د اوسنیو مسولینو د ناسمو سیاستونو ځان ښکار ګڼلی دی.

نور علي ځدران

نوموړي د خپلې کړې ژمنې سره په ویډیوي پیغام کې له ځینو رازونو پرده پوته کړې ده، په ویډیو کې ډیر داسې څه ویل شوي دي، چې لا ترې ډیر خلک نا خبره وو.

شاپور ځدران

په ویډیو کې وايي، چې د کرکټ بورډ مسولینو د افغان لیګ نیلامۍ وړاندې او پرمهال یې د لوبډلو اونرانو ته ویلي و، تر څو د شاپور ځدران او نور علي ځدران په سر و نه دریږي او هم د کرکټ ملي لوبډلې منیجر شیر اغا همکار د نیلامۍ پر مهال د نور علي ځدران د ټپي کیدو خبرې کړې دي.

د نور علي ځدران ترڅنګ، شاپور ځدران او روښان بارکزي هم ورته غبرګونه ښودلی دی او د کرکټ بورډ په اداره کې د روانو کړنو څخه خبر داری ورکړی دی.

وروسته له هغې چې د افغان کرکټ غوره لیګ د نیلامۍ مراسم پای ته ورسیدل او پکې د نور علي ځدران، شاپور ځدران، دولت ځدران، روښان بارکزي، میرویس اشرف، حشمت شاهدي، شبیر نوري، یمین احمدزي او وفادار مومند نومونه په لیست کې شامل نه و، د افغان لوبډلې دغه لوبغاړو د خپل حق غوښتلو غږ پورته کړ او د کرکټ بورډ په رهبرۍ کې د ژور بدل غوښتنه کړې تر څو هر لوبغاړی له خپلو حقونو څخه برخمن شي.

د افغانستان د کورني کرکټ افغان غوره لیګ په نوم د کرکټ ۲۰ اوریزه تجارتي سیالۍ د لمړي ځل لپاره د راتلونکې اکټوبر میاشت کې په متحده عربي اماراتو کې ترسره کیږي، چې د پیل وړاندې یې اوس ډيرې داسې کیسې خپریږي، چې د دغه لیګ په ناکامیدو پوره پوره تاثیر کولی شي.

دا لمړی ځل نه دی، چې د کرکټ ملي لوبډلې پياوړي لوبغاړي د بورډ د مشرانو خلاف دغه ډول غبرګون کوي، بلکې له دې وړاندې د کرکټ بورډ ادارې ۲۵ کسیزې ډلې، د معلولینو کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو او نورو ورته پریکون اعلان کړی و.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی