سیاست

ایران ولې د ۱۵ کلن افغان ماشوم غوږ پرې کړ؟ افغان حکومت ولې خاموشه دی؟

راپورونه وایي، چې د ایران په پلازمېنه تهران کې د ښاروالۍ کارکوونکو د یوه ۱۵ کلن افغان ماشوم غوږ پرې کړی.

دغه ماشوم د ښار په یوه څنډه کې کثافات ټولول، چې د ښاروالۍ کسانو نیولی او د ویښتو د پل په وسیله یې غوږ ورغوڅ کړی.

یورو نیوز خبري شبکې ویلي، چې د دغه ماشوم د غوږ پرې کیدو ویډیو د ایران په ټولنیزو رسنیو کې توند غبرګونونه پارولي.

د ښاروالۍ دریځ

د تهران ښاروالۍ د ټولنیزې شورا یوه مسول الهام فخاري د ایران ایسنا خبري اژانس ته ویلي، چې د دغه ویډیو په اړه یې د تهران له ښاروال سره خبرې کړي او هغه د څېړنو ډاډ ورکړی.

الهام فخاري مشخصه کړې نه ده، چې دغه ماشوم ریښتیا افغان دی کنه، خو ویلي چې ځينې کړۍ د ښاروالۍ د چارو په ننګولو کې له بهرنیو اتباعو څخه غلطه ګټه اخلي.

د تهران ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال عدالت امیرزاده ویلي، چې د دغې ویډیو په لیدو خواشیني شوي، خو تراوسه چا ورته په دې اړه شکایت نه دی کړی.

د ښاروالۍ مرستیال ویلي، چې د دغه بې غوږه شوي شوي ماشوم لټه یې کړې، خو لا یې موندلی نه دی.

د کثافاتو سوداګري

په ایران کې د کثافاتو د راټولولو په اړه ښاروالي له یو شمېر شرکتونو سره رسمي هوکړه لیکونه لري. د دې هوکړه لیکونو له مخې یوازې قرارداد لرونکي شرکتونه کثافات راټولوي.

دوی له پلاستیک او نور شیان پر اړوندو پروسس کوونکو او تولیدي شرکتونو پلوري.

د دغو شرکتونو ترڅنګ ځينې ډلې په ناقانونه ډول له ماشومانو؛ په ځانګړي ډول افغان هغو څخه د کثافاتو په راټولولوکې ګټه اخلي.

د کثافاتو کچه

د تهران ښاروالۍ یوه مسول رضا عبدلي ویلي، چې په دغه ښار کې هره میاشت ۹ زره ټنه کثافات راټولیبږي.

د سرچینې له مخې له دې کثافاتو څخه په ۱۳۹۷ کال کې تهران ښاروالۍ ۳۰ میلیارده تومانه عاید درلود.

د کثافاتوامپراتوري

د ایران په نوم ورځپاڼې څه موده مخکې په یوه راپور کې ویلي و، چې تهران د کثافاتو امپراتوري هم لري.

د ورځپاڼې په باور هلته د کثافات ټولولو ناقانونه کار ته افغان ماشومان او نور کارګران ځکه مخ اړوي، چې د قانوني کار د کارت اخیستل خورا سخت دي.

د سرچینې له مخې كه افغانان په دې برخه کې د کار کارت اخیستل غواړي یو میلیون تومانه پیسې به ښاروالۍ ته ورکوي؛ هغه څه چې د دوی له وسه پورته کاردی.

ظالمانه سیاسي فشار

د ایران حکومت ظاهراً دې قضیې ته د یوې تصادفي مسئلې رنګ ورکول غواړي، خو واقعیت دا دی چې دا تصادفي نه؛ بلکې یوقصدي عمل او د ظالمانه سیاسي فشار برخه ده.

ایران په وروستیو کې د امریکا د سختو اقتصادي بندیزونو غچ له افغانستان څخه غواړي واخلي.

سربېره پردې دغه هېواد د اوبو له سخت کمښت سره مخ دی او نه شي زغملای، چې افغان حکومت دغه هېواد ته د خپلو پریمانه وړیا بهیدونکو اوبو د کنټرول هڅې پيل کړي.

څو اونۍ مخکې د ایران د بهرنیوچارو وزیر جواد ظریف د خپل هېواد یوه تلویزون ته ویلي و، چې د اوبو پرسرله افغان حکومت سره د جنجال په لړ كې به پخپله خاوره کې مېشت افغان کډوال ترسخت فشار لاندې ونیسي.

د افغان حکومت خاموشي

افغان حکومت لا د دې مسئلې په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

دې نه مخکې هم ایرانيانو په مختلفو وختونو کې د افغان حکومت د فشار لاندې راوستو لپاره په ورته او لا وحشیانه ډول افغان کډوال ربړولي او ځورولي وو.

څه موده مخکې یوه کوچنۍ افغان ماشومه له جنسي تېري څخه وروسته په ډېروحشیانه ډول وژل شوې وه، خو د هغې پېښې په اړه هم د افغان حکومت دریځ جدي اومناسب نه و.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ارشاد رغاند

ارشاد رغاند ځوان لیکوال، څیړونکی او فعال دی چې د یاران لپاره په روانو سیاسي او ټولنیزو چارو لیکنې کوي.