ټولنیز ژوند سیاست کلتور او هنر

له وسلو سره د افغان ماشومانو مینه؛ څو لاملونه یې

لیکنه: ياران

د عبدالحمید سیرت لیکنه

څرنګه چې د هیواد کې په اکثره ځایونو کې لوی اختر د امن په فضاء کې ترسره شو، چې دا د شکر او مهربانۍ ځای دی، خو تر څنګ يې یو پیښه وشوه او یو بده پدیده ‏چې افغانستان د ډېرې مودې څخه مو ځوروي پکې تر سترګو کیده، چې د دې اختر پیښه په کابل کې د هېواد د دښمنانو لخوا د کابل ولایت لومړی حوزي په ساحه کې څو راکیټې بریدونه ترسره شول، چې له مخې یې د کابل ښاریانو ته د روانې اندیښنې سبب شوو.

له بل پلوه بده پدیده چې په کلي، کوڅو او بازارونو کې د اکثرو خلکو په نظر راتله هغه د ماشومانو په لاسونو کې پلاستکې تفنګچې وي، د دې پرځای چې ماشومان خپلې فرهنګي، عرفي او دودیزې میلې وکړي، د پلاستیکي تفنګچو پواسطه یو بل سره یې د دښمن په څیره کې لوبي کولي چې دا ډیره دردونکې بریښي، دا چې ماشومان د کوچنیوالي له امله په خپلو ښو او بدو نه پوهېږي، نو د داسې کړنو مسولیت یادو ماشومانو ته دومره نه متوجه کېږي ځکه چې په قانون او شریعت له نقطی نظره د ماشومانو د کړنو او سلوکو د برابرولو مسولیت د هغوی کورنۍ په ځانګړی ډول والدینو، د کلي او ګذرو وکیلانو، د مسجدونو امامانو، کلیو او ناحیو فعالانو، د ولسوالیو اولایتونو د معارف اړوند ادارو، د کار او ټولنیزو چارو ادارو، د حج اوقافو اړونده ادارې، د اطلاعات او کلتور اړونده ادارې، رسنیو په مجموع کې ټولې هغه ادارې او اشخاص چې په مستقیم او غیر مستقیم ډول د ټولنیزو چارو په ځانګړي ډول د ماشومانو په روزنه بوخت دي، ته راجع کیږي.

په دې برخه کې ټول ملامت او مسوول یوو، عام خلک د وسې او توان مطابق په مختلفو برخو او د مختلفو زاویو څخه ور سره مبارزه کولی شي چې یوه یې هم د قلمې ( مقالې، کتابونه، ناولونه او اشعار) بللی شو.

زه هم د یو عاجز لیکونکې په حیث د خپل مسولیت د ترسره کولو په موخه دغه لیکنه کې په لومړي قدم کې د یادې بدې پدیدې د رامنځ ته کیدو عوامل په ګوته شوي، چې د ښه پوهیدو لپاره یې تر څیړنې لاندې نیسو:

په تفریحی لوبو کې د ماشومانو لخوا د پلاستیکې تفنګچو کارول عوامل ډېر زیات دي چې چې پدې لیکنه کې یې ځای پر ځای کول ستونزمنه خبره ده، خو د هغه له جملې څخه يو څو مهم په لاندې مواردو کې ښودلی شو:

الف: تقلید کول
د جامعه شناسی اکثره علماء ټولنه داسی تعریفوی: ټولنه د وګړو د هغې مجموعی څخه عبارت ده چې د یو بل څخه تقلید کوي او هیڅ داسې ټولنه نشته چې خلک د یو بل څخه تقلید ونه کړي، له بلې خوا د تربیتي روانشناسۍ د علماو په اند ماشومان د یو کلنۍ څخه په تقلید پیل کوي، چې تقلید لومړی د کورنې د محیط او اعضاوو، بیا کوڅی تلویزونونو کې د سریالونو پوری رسیږي په کورنې کی ماشومان د خپلو والدینو تقلید څخه کوي، که چیرې د ماشوم پلار په کور کې ټوپک ولري او د خپلو ماشومانو په مخکې د هغې ستاینه وکړي او یا د هغې سره ډیره مینه او انځورونه واخلي ماشوم هم د خپل پلار څخه په تقلید وسلې سره مینه پیدا کوي او د خپل پلار څخه د اسلحې د ورکړي غوښتنه کوی چې پلار یی هم د نا چارۍ څخه ورته پلاستیکې تفنګچه اخلی، همدارنګه ماشومان یو داسې تفریحي وسیله خوښوي چې د نورو ماشومان سره هم وي ځکه چې مونږ مخکې وویل چې ماشوم همیشه د تقلید په حالت کې وی، له بلې خوا د دیموکراسی په راتلو سره د مطبوعاتو بی حده او بی قیده آزادی د دې سبب شوې چې په تلویزنونو کې داسې سریالونه او فلمونه نشریږي چې زمونږ د کلتور او عنعناتو د ټکر تر څنګ د ماشومانو لپاره یې لیدل مناسب نه دي.

ب: د کورنیو د عدم توجه له نظره
څرنګه چې هیواد د څلویښت کالو ناخوالو سره مخامخ دی او د اکثرو کورنیو تنظیم د اصولو او معیارونو سره سم پر مخ نه ځي هغه په دې سبب چې والدین د خپلو ماشومانو سالمې تربیی او روزنی لپاره دومره لازمه تو جه نه کوي، صرف د هغوی لوږې او تندې ته په نسبي ډول پام کوي، خو د تربیه او راتلونکی ژوند یی له پامه غورځولی دی، چی دا کار د دی لامل کیږی څو ماشومان خود سره او هر څه په خپله خوښه انتخاب کړي.

ج: د کورنې د عدم نظارت له نقطې له نظره
هغه کورنۍ چې خپلو اولادونو په تربیه او روزنې پاملرنه کوي، خو د پام او توجو لپاره یې د والدینو نظارت اساسي شرط ګڼل کیږي، متاسفانه چې توجه وي، خو بیا وروسته نظارت نه وي چې دا کار د دې سبب کیږي، څو ماشومان په داسې مسایلو او کارونو باندې اقدام وکړي چی حال او راتلونکی یی متاثره کوي.

د: د اړونده ادارو د مسولینو عدم درک
زمونږ په هیواد کې ټولی هغی ادارې چی د ماشومانو د ژوند او ټولنیزو مسایلو په برخه کی مسولیتونه لری، یاده موضوع یی په جدې ډول ندی درک کړی، چی دا پلاستیکی تفنګچو څخه په تفریحی لوبو کی د ماشومانو لخوا کارول څومره په راتلوونکی کی د زیان څخه یوه ډکه بده پدیده ده که دوی دا موضوع درک کړی وای نو باید ټول اړونده اداری په ګډ او تفاهم سره یوه پالیسی تدوین او بیا په خپلو ادارو کې یې ورته عملی بڼه ورکړی وای چی متاسفانه دا کار تر اوسه ندي تر سره شوی.

هـ : په هیواد که د محبت پر ځای د نفرت زیاتوالی
که وګورو زموږ په هیواد کې نفرت او کرکه شته، دا کرکه په لویه کچه شتون لري، چې له دې هم ماشومان اغیزمن کیږي او بلاخره ماشومان همداسې روزنه ترلاسه کوي. کرکه او نفرت انسان ته غچ اخیستنې روحیه ورکوي، چې بلاخره وسلې ته مخه کوي او ستونزه راپیدا کیږي، نو ماشومان بیا دا نفرت په پلاستیکي وسلو ښکاروي او بلاخره اینده یې خرابیږي.

و: د عامه پوهاوی نشتون
مسوولې ادارې چې دنده یې عامه پوهاوی دی، تر ډیره دوی موثره نه دي واقع شوي، دوی سالم عامه پوهاوی نه دی کړی، نو له همدې امله اکثره ماشومان په نامناسبو لوبو اموخته شوي او بلاخره جنګي انسانان ترې جوړ شوي. یا جوړیږي.

ز: د ځینو هیوادونو د استخباراتی شبکو د لاس لرلو له نظره
څرنګه چې افغانستان د خپل جغرافیایې موقعیت له پلوه د لویو قدرتونو، سیمی او ګاونډیو هیوادونو لپاره د سیاسی، اقتصادی او نظامی لحاظه د ځانګړی توج وړ موقعیت دی، نو د داسې هیوادونو استخباراتي شبکی په اوږد مهاله توګه نه غواړي چې دلته خپلو منافعو ته ژمن حکومتونه رامنځته شي.
نو استخبارات ځکه حکومتونه کمزوري کوي چې دوی نسلونه سم ونه روزو او بلاخره د ابادۍ او پرمختګ فکر ورسره نه اوسي.

خ: په هیواد کی د څو لسیزو تپل شوو جګړو له نقطې نظره
تقریبا شا او خوا څلویښت کاله کیږي چې هیواد کې مو جګړه روانه ده او وژل کیږو. پردي د افغانانو ترمنځ د جنګ تخم شیندي او اور ګرموي. نو خلک وسله وال شوي هر کور او دیره کې وسله وي، پهخ همدې اساس زموږ ماشومانو ته هم دایوه اړتیا ښکاري او فکر کوي چې کوم ښه کار دی او همداسې ورسره لویږي.
نو یو لامل دا هم یادولی شو چې ماشومان وسلو ته لاس کوي.

ی: د فساد شتون له نقط نظره
اکثره خلک پدې پوهیږي، چی افغانستان کی فساد خپل اوج ته رسیدلی حتی په ټولو اداراتو کی شته او مخنیوی د دې څو حکومتونو د توان څخه په وتلی خبره ده، فساد په بعضو ادارو کې بیا بي نهایت زیات دی لکه د مالیی وزارت په ګمرکاتو کې، هغه وخت چی د پلاستیکی اسلحو باندې بندیز ولګول شو، د ګمرک د مسولینو لپاره لاپسي د فساد زمینه مساعده شوه، پدې معنی چې د عدم بندیز په وخت د ګمرک کارمند نه شي کولي، چی یادې پلاستیکي اسلحي بی له محصول څخه هیواد ته د واردیدو امر وکړي، خو اوس چی بندیز پرې لګول شوی دی، نو یاد کارمندانو لپاره هم د فساد زمینه لا مساعده شویده او پدې سره د ګمرکونو کارمندان د تاجر سره د جوړ آمد په اساس پلاستیکي اسلحی هیواد ته واردوي، چی دا یې بل لوی لامل دي، چی زمونږ د هیواد اکثره ماشومان ورته په اساني لاس رسی پیدا کوی او خپلو لوبو لپاره ترې استفاده کوي.

ک: د سالم وجدان نه شتون
وجدان خپله د هر شخص باطنې محکمه ده، چی خپله ښه او بد اعمال پکی تر تللو لاندې نیسي او د خپلو کړنو په اساس ځان محا کمه کوي. نو که د اشخاصو وجدان سالم وي ښه کارونه او که غیر سالم وي خراب کارونه ترسره کوي، همدارنګه هغه اشخاص چی د پلاستیکی اسلحو لوی او کوچني تجارت کوی د دوي وجدان سالم نه دي که چیری زمونږ د هیواد هغه تاجرانو چی د پلاستیکی اسلحو کاروبار کوی ځیر شو د وجدان تر عنوان لاندې به پکی څه ونه وینو دوی ته خپل تجارت او ګټه مهمه ده، نه د هیواد تباهی او بربادي، دوی خپل ګټو لپاره به هیڅ نوع ارزښت دریغ نه کوي، نو همدا علت دی، چی تجارانو باندی که بندیز هم ولګول شي د ممکنه لارو څخه په استفادې، لکه چې اوس یې کوي، پلاستیکی اسلحی زمونږ ماشومانو د کور تر دروازو پورې رسوي.

م : د قانون نه حاکمیت
د هیواد په اکثره مسایلو کې د قانون حاکمیت فیصدی ډیره کمه ده او د قانون د نه حاکمیت له وجې د هیواد په مختلفو برخو نظم او نسق وجود نه لري که په بعضو مواردو کی قانون حاکم وي، هغه هم په بی وسعو نه په قدرتمندو خلکو، همداسې که د پلاستیکي تفنګچو تجارت ځیر شو، نو دا به په نظر را شي، چی قانون په لووي تجارانو چی د دې پلاستیکی تفنګچو کمپنې او شرکتونه لري قانون نه تطبیق کیږي، خو پرچون فروشانو او هغه واړه دوکاندارانو چی ټوله سرمایه لس زره افغانیو څخه زیات نه دي پرې قانون تطبیق کیږي.

ن : د علم او پوهې کموالی
تر دا مهاله په هیواد کی د علم او تعلیم په برخه کی زیات کارونه تر سره شوي دي، خو که ورته توجه وکړو نو بیا هم دومره کار نه دی شوی، ځکه تر اوسه پورې په هیواد کی ۷۰ سلنه خلک د علم له نعمت څخه محروم دي، چیرته چی علم نه وي، هلته جهالت او تیارې خپرې وي او چیرته چې تیارې وي هلته د ښو او بدو تر منخ توپیر نه کیږي، او نه پوهیږي چې دا ښه کار دی که بد کار او همدا علت دی، چې کورنۍ د خپلو ماشومانو په ښو او بد تفریحې لوبو ترمنځ فرق نه شي کولي.

عبدالحمید سیرت ننګرهار کې د التقوا د لوړو زده کړو موسیسې د حقوقو پوهنځي استاد دی

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران