ژوند او ژواک

د عبدالله په مشرۍ د کابینې غونډو ته وزیران نه ورځي

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل وايي، چې د کابینې یو شمیر مهم وزیران د وزیرانو شورا غونډې ته نه ورځي.

د وزیرانو شورا غونډه هر دوشنبه د ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ دایریږي چې پکې اجرائیه ریس او وزیران د اړوندو وزارتونو په کاري پلانونو او فعالیتونو خبرې کوي.

د فیصل په وینا، چې دوې وزیران ۴ یا ۵ ورځې مخکې خبروي او مجلس ته د ورتلو بلنه ورکوي، خو هغوې یواځې خپل مرستیالان ورلیږي. همدا لامل دی، چې د اجرائیه ریاست زیاتې لارښوونې نه تطبیق کیږي.

د اجرائیه ریاست چارواکي وايي، چې د مالیې وزیر اکلیل حکیمي دوه ځلې، او د دفاع وزیر یواځې څو ځلې دې غونډې ته ورغلي. د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني خو څو میاشتې کیږي، چې بیخې د وزیرانو شورا ناستې ته ورغلی نه دی.

بل پلو یو شمیر شننونکي وايي، چې وزیران ولسمشر ته ځواب ویونکي دي ښايي همدا سبب وي، چې اکثره وزیران د ډاکتر عبدالله عبدالله تر مشرې لاندې د وزیرانو شورا مجلسونو ته نه ورځي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */