سیاست

د افغان سرتېرو بده ورځ؛ ایا مشران یې خیانت ورسره کوي؟

د فاریاب والي نقیب الله فایق په یوه مرکه کې د امنیتي ځواکونو د بدې ورځې حال بیان کړی او ویلي، چې په دې ولایت کې د دوی ستونزو ته د اړوندو مشرانو نه پاملرنې یې له دندو سره د ډېرو سرتېرو د مخه ښې سبب شوې ده.

د فایق دا خبرې یوه ورځ ترهغې وروسته دي، چې هم هغه او هم ملي دفاع وزارت د فاریاب پر مرکز میمنې ښار د وسله والو طالبانو د برید د پلان خبر ورکړ.

د فایق په وینا د فاریاب په مختلفو سیمو کې یې د امنیتي ځواکونو له قطعاتو څخه د لیدنو پرمهال موندلې، چې لسګونه سرتېرو خپلو ستونزو ته د چارواکو د نه پاملرنې له وجې دندې پریښي دي.

د فایق په شان څرګندونې مخکې په مختلفو سطحو نورو ځینو چارواکو، سیاستوالو او د حکومت منتقدینو هم کړي.
خو دا خبرې ریښتیا او د کولو دا بڼه یې مناسبه ده کنه؟

د بدې ورځې لوړ قیمت
د افغانستان د امنیت په اړه د نړیوالو او ملي ادارو راپورونه له اوسه نه، چې له کلونوراهیسې لړزونکي دي.

هره ورځ په روانه جګړه کې د افغان ځواکونو ترڅنګ وسله والو، ملکیانو او نورو لوریو ته د تلفاتو د زیاتیدو خبره کیږي. په دې کې شک نشته، چې وضعیت په ټوله کې د اندیښنې وړ دی.

دا خبره په دې مانا نه ده، چې کوم مشخص حکومتي مشر یا بل څوک په پوره مانا ملامته وګڼو، له وضعیت څخه شکایت په دې مانا دی، چې د حکومت وسله وال مخالفین، نړیوال متحدین، خپله حکومت او ټول مسولین یې د حکومت له سیاسي مخالفینو سره یو ځای د دغې بدې ورځې ګډ مسولین او ملت ته د پوښتنې وړ دي.

د دې بدې ورځې ترټولو لوړ قیمت چې کوم لوری ادا کوي او د افغانستان فرد ـ فرد او راتلونکي نسلونه یې باید احسانمند وي، هغه په واقعي مانا زموږ وسله وال ځواکونه دي.

دا سرپه تلي کې نیولي ځواکونه د ټولو حکومتي او سیاسي څېرو په توپیر په واقعیت سره د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا، عزت او ناموس د دفاع لپاره له هرډول قومي، سیاسي او نورو توپیرونو پرته په مېړانې سره سرښندنې او قربانۍ ورکوي.

ورته نه پاملرنه
د ملي یووالي حکومت له پيله سره له دې چې نا امني او نورې ستونزې زیاتې شوي، خو دا هم بې انصافي ده چې څوک دا حکومت یو مخ دفاعي او امنیتي ځواکونو ته په نه پاملرنې تورن کړي.

دا حکومت له ټولو منفي ځانګړنو سره یې دا کارنامه لري، چې د پام وړ حده پورې یې دغو ځواکونو ته پاملرنه هم کړې، خو دا چې ټولې ژمنې عملي شوي او د ځواکونو ستونزې حل شوي نه دي، دا یوبل تریخ واقعیت دی.

افغان ځواکونو ته د جګړې له شدت او د ګواښونو له جدیت سره د لا زیاتې پاملرنې اړتیا وه او لا شته، چې باید هېر نه کړل شي.

د نه یا کمې پاملرنې مسئله به مختلف بعدونه لري، په ځینو برخو کې فساد، په ځینو برخو کې سیاسي ګومارنې او په ځینو کې د حکومت تش لاسي یې دلیل یادیږي.

د دې وضعیت دلایل که هرڅه وي، خو د سرتېرو د ستونزو حلول باید یو اساسي لومړیتوب وي او د پوره کولو لپاره یې عملي ګامونه واخیستل شي.

جدي ستونزه څه ده؟
افغان ځواکونه ممکن د تجهیزاتو او امکاناتو له کمښته هغومره ونه ځوریږي، څومره چې د رهبرۍ او همغږۍ په برخو کې جدي ستونزې لري.

څه موده مخکې د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړې څېړونکې ادارې (سیګار) په یوه راپور کې هم د رهبرۍ کمزوري د افغان ځواکونو لویه ننګونه ګڼل شوې وه.

همدا شان په کابل کې د کورنیو چارو وزیر او د امنیې قومندانۍ د مرستیال ترمنځ د رسنیو مخکې یوې لفظي ناندرۍ وښوده، چې د افغان ځواکونو ترمنځ همغږي کمزورې او ننګونکې مسئله ده.

افغان ځواکونه د افغانانو په حیث د خپل هېواد اقتصادي، سیاسي او پوځي ستونزې د امکاناتو په برخه کې درک کولای او زغملای شي، خو څه چې ورته د زغملو نه دي، هغه به د بې کفایته رهبرۍ لرل، ستونزو ته یې په وخت ځواب نه ویل او لږ ترلږه په دې فکر نه کول، چې د دوی له دومره قربانیو سره ولې دوی فاسد، خاین او بې کفایته مشران ولري؟

نامناسب بیان
د افغان ځواکونو د ستونزو یادونه ضرور ده، بیانول یې یو مسولیت او ضرورت دی، خو په کوم ډول چې یو شمېر سیاستوال او چارواکي د دوی ستونزې بیانوي، دا مناسبه بڼه نه ده.

د هېواد له یوې سیمې څخه د سرتېرو د وضعیت په اړه داسې بې باکانه او ناسنجیده خبرې په ټولو سیمو کې د دوی مورال او په ټوله کې ملی حیثیت ته تاوان اړولای شي.

په دې برخه کې یوازې د داسې څرګندونو عاملینو ته د پړې ګوته نه نیول کیږي، دوی ممکن مخکې له نورو لارو ستونزې بیان کړې وي، خو چا اوریدلې نه وي.

په دې دلیل حکومت هم پړ دی، چې ولې حداقل د خپلو مسولینو غږ نه اوري او د سرتېرو د عاجلو ستونزو د حل تدابیر ورسره نشته.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ارشاد رغاند

ارشاد رغاند ځوان لیکوال، څیړونکی او فعال دی چې د یاران لپاره په روانو سیاسي او ټولنیزو چارو لیکنې کوي.