ټولنیز ژوند

يوه ورځ او څو بدرنګ خبرونه !

لیکنه: ياران
اعلان

لیکنه: نقیب احمد اتل

د شپې ټيک لس باندې يوه بجه ده، کله کله د ګيدړانو انګولا او د سپو غپا د شپې خاموشي ماته کړي، ډېره هڅه کوم چې ويده شم؛ خو د يوې پښتنې تورسرې د بې پته مړي کيسه مې خوب ته نه پرېږدي! د غضنفر صاحب خبره چې يو څه بايد وليکئ! کمپيوټر ته کېناستم، ذهن مې ګډوډ دی، ګوتې مې ليکلو ته نه ورځي؛ خو مجبوره يم چې څه وليکم.

ماښام چې ستړی ستومانه راغلم؛ نو د خبرونو لپاره مې تلوېزيون چالان کړ، په هر خبر او نظر کې د افغانستان د سولې او راتلونکي په اړه د خلکو رازـ راز اندېښنې، شکونه او بې ځوابه سوالونه روان دي، بل بوږنوونکی خبر پکې دا و چې په يوه بمي چاودنه کې د يوې کورنۍ د اوو کوچنيانو پښې پرې شوي دي! په فيسبوک کې بيا د يوه ورک شوي ماشوم احمد قريشي د تښتولو کيسه ګرمه ده!

يو سوړ اسويلی مې وکړ، له ځانه سره مې وويل خدايه ورحمېږې! مېرمن او ماشومان مې په طبعيت پوه شول، مېرمن مې ويل غم يې مه کوه، دلته هره ورځ د غم خبرونه وي، ما ويل خدای دې خير کړي بيا څه شوي؟ ويل يې د يوه رنځور پوښتنې ته تللي وو، هلته نورو ښځو کيسه کوله، چې نن څو سړيو په يوه وچه وياله کې د يوې ښځې مړی موندلی دی! ويل يې څه موده کېږي، چې دا ښځه چا زندۍ کړې وه، يوه سينه يې هم ترې پرې کړې وه، بيا يې بربنډه په يوه وچه وياله کې ښخه کړې وه، د بدن ځينې برخې يې سپيو خوړلې وې! د سيمې خلک د باران د اوبو لپاره وياله پاکوي، ګوري چې مړی پکې پروت دی! ژر يې پرې څادر خور کړی او يوې ډډې ته يې ايښی دی، خلک نه پوهېږي چې مړی دچا دی!؟ چا وژلې او چېرته يې يوسي؟

ما خپلو کوچنيانو ته وکتل، د ټولو سترګې رډې راختلې او خولې يې وازې نيولي دي، دوی نور کله هم د غم دغسې نادر داستانونه اورېدلي او ورسره بلد دي.

يوه رانه وپوښتل لالا دا يې ولې مړه کړې وه؟ بلې ويل سپيانو ترې غوښې خوړلې وې؟ مشر زوی مې کړل، چې مړی يې څه شو ؟ بلې لور مې وويل لالا زه ډارېږم، بېګاه ته تاسره ويده کېږم.

ماسره د خپلو کوچنيانو د پوښتنو او اندېښنو ځوابونه نه وو، په زړه کې مې راتېر شول، چې دا ناموسي مرموزې وژنې دي، قاتل او کورنۍ يې پخپله سپين لمن تور داغ نه پرېږدي او دا د ځان لپاره يو مرګ بولي؛ خو د انسان د بدرنګه مړي کيسه بيا تر دې ډېره بې پته او مرګونې وي!

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران