سپورټ نړیوال کرکټ

بنګله دېش درې اړخیزه لوبلړۍ کې د افغانستان او زِمبابوې کوربتوب کوي

کرېک بز وېب پاڼه لیکي، چې د بنګله دېش کرکټ بورډ به د سپټمبر په میاشت کې د افغانستان او زِمبابوې کوربتوب وکړي.

د روان عیسوي کال نهمه میاشت کې به یعنې درې میاشتې وروسته به افغانستان په بنګله دېش کې د بنګله دېش په کوربتوب له بنګله دېش او زِمبابوې سره مخ شي.

د بنګله دېش کرکټ بورډ د جون په ۲۷ مه نېټه د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ، دوی په سپټمبر میاشت کې د افغانستان او زمبابوې کوربتوب کوي.

دا لوبې شل اوریزې دي او سیریز درې اړخیز دی.

دا لوبلړۍ د سپټمبر په ۱۴ مه نېټه د افغانستان او زِمبابوې په لومړۍ لوبه پېلېږي او د سپټمبر په ۲۳ مه نېټه پای ته رسېږي.

د دې لوبو په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي، چې ټولې څو لوبې دي؛ خو زیاتره درې اړخیز یا ټرېنګولر سیریزونه ۷ لوبې وي.

د افغانستان له لوبو وړاندې بنګله دېش له نړیوال جام وروسته په جولای میاشت کې سریلانکا ته سفر کوي.

خو د بنګله دېش کرکټ بورډ ویلي، چې دوی لومړی باید د سریلانکا د امنیت په اړه ډاډ ترلاسه کړي.

کابو یوه میاشت وړاندې په سریلانکا کې چاودنې وشوې، چې درنه مرګ ژوبله یې لرله.

بنګله دېش به له سریلانکا سره د جولای په ۲۵ مه، ۲۷ مه او ۲۹ مه نېټه درې یو ورځنۍ لوبې ولري.

له افغانستان سره له لوبو وروسته بنګله دېش، هند ته د درې ټېسټ لوبو لپاره په نومبر میاشت کې سفر کوي.

افغانستان په شل اوریزو لوبو کې اووم ځای لري او بنګله دېش بیا لسم مقام لري.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی