سپورټ کورنی کرکټ

افغانستان او کرکټ؛ وروستي بدلونونه او غبرګونونه- جعفر هاند

د جعفر هاند لیکنه

د لوبغاړو د غوراوي کمیټې اصغر افغان له کپټانۍ لېرې کړ او ګلبدین یې پر ځای وټاکه. راشد خان یې د شل اوریزو او رحمت شاه یې د ټست لوبو کپټان کړ. افغانستان باید د دریو فارمټونو لپاره جلا کپټانان ولري. له دغه اعلان وروسته د محمد نبي او راشد خان په ګډون د افغانستان د کرکټ (اکثریت) شننونکو، څارونکو او مینوالو همدا یوه خبره وکړه چې د نړیوال کپ تر سیالیو مخکې باید اصغر بدل شوی نه وای. دلیل یې دا و چې نړیوال جام ته وخت کم پاتې دی او په داسې یو حساس وخت کې د کپتان بدلول پر ټیم او لوبغاړو منفي تاثیر کوي. زما هم همدا نظر و او دی، خو اوس فیصله شوې ده او دا په دې مانا نه شي کېدی چې ګلبدین او یا کوم بل لوبغاړی به دا کار نشي کولی، بیخي یې کولی شي. بیا هم وایم، مهم وخت ته په کتو، کاش دا فیصله نه وای شوې.

اوس باید څه وشي؟

د کرکټ بورډ او د لوبغاړو د غوراوي کمېټه باید په هر ډول چې وي راشد خان، محمد نبي او اصغر افغان قانع کړي او د هغوی اعتماد او باور ترلاسه کړي چې د نظر له مخالفته لاس واخلي. دهغوی اندېښنې دې لېرې کړل شي او په دې لا پوه کړل شي چې ټول د یو افغانستان لپاره لوبیږي. دا چې څنګه دا کار وشي، بورډ ښايي په دې ښه وپوهیږي! موږ ته چې څومره اصغر ګران دی، هماغومره نبي، راشد، ګلبدین، دورېش او نور ګران دي. دوی ټول د افغانستان لپاره لوبې کوي او موږ یې ننګه کوو، ورسره مینه لرو او په ستاینو مو یې خولې ستړې شوې.

هو، باید دا هېره نکړو چې که له دغو لوبغاړو څخه د افغانستان او د افغانستان د کرکټ نوم واخیستل، دوی بیا داسې ځلېدونکي ستوري نه پاتې کیږي. د دوی ترمنځ‌ اختلاف د افغانستان او افغان کرکټ په زیان دی.

ولي د نبي او راشد ټویټونه؟

د بیان د ازادۍ له مخې دا د محمد نبي او راشد خان حق دی چې په لوبډلې کې د تغیر او تبدیل په اړه نظر ورکړي. راشد خان د ټیم مرستیال دی او محمد نبي مجرب لوبغاړی دی او دوی دواړه په نړیوال کچه پېژندل شوي افغان ستوري دي. رب دې یې لري. باید د دوی د نظرونو، سلا مشورو او تر یوې اندازې د پرېکړو درناوی وشي.

پوښتنه دا ده چې آیا راشد خان او محمد نبي تر دغه اعلان مخکې بورډ او د غوراوي کمېټې سره په دې اړه خپل نظرونه شریک کړي وو؟ زما معلومات دا دي چې هو، شریک کړي يې وو. باید د هغوی فکر او نظر ته لږ تر لږه درناوی شوی وای. ولې دا کار نه دی شوی، نپوهیږم؟

د دغو ټویتونو یوه ګټه دا شوه چې کرکټ بورډ او د غوراوي کمېټه خبر شول چې دوه مهم لوبغاړي او ډېر نور مینوال پر دغې پرېکړې خوښ نه دي او علت یې هم معلوم دی چې نړیوال جام را روان دی او باید مجرب کپټان، کپټان وي. مګر یو زیان یې دا شو چې په نړیواله کچه د افغانستان د کرکټ په داخلي چارو کې (موجود اختلافات) نور هم رادبره شول. نړیوال خبر شول. چا ښه وویل او چا بد وویل، نهایتآ تاوان افغانستان وکړ، کاش داسې نه وای شوی.

د کپټان ټاکل د چا کار دی؟

لوبډلې ته د لوبغاړو غوره کول او د کپټان ټاکل او په دې اړه سلا مشوره کول د یوې مشخصې کمېټې کار دی چې مجرب لوبغاړي یې غړي دي. همدغې کمېټې اصغر افغان هم ټاکلی و او ګلبدین نایب یې هم وټاکه. په دې حساب باید هر څوک د خپل کار برخه وي. لوبغاړی، باید لوبغاړی وي، کرکټ بورډ دې کرکټ بورډ وي او کميټه دې کمیټه وي.

د اصولو له مخې هېڅ لوبغاړی تر خپل هېواد او قانون لوړ نه دی، مګر که داسې پرېکړه وشي چې د هېواد ملي ګټو خلاف وي، بیا د لوبغاړو ملي وجیبه ده چې غږ وباسي. هو، په حساسو حالاتو کې باید د لوبغاړو د غوراي کمېټه او د بورډچارواکي، د نبي او راشد په څېر لوبغاړو نظرونه واوري او ویې مني.

کېدای شي څوک وپوښتي چې د کپټان ټاکل د غوراوي د کمېټې کار دی، د لوبغاړو نه دی، دا رښتیا دي خو کله ناکله د مجربو لوبغاړو د نظرونو اورېدل د ټیم په ګټه وي، خو بیا هم اخري خبره او فیصله د غوراوي د کمیټې ده او د فیصلې منل د ټولو لوبغاړو .

اصغر افغان او ګلبدین نایب

اصغر افغان تر نوروز منګل ورسته د افغانستان تر ټولو بریالی کپټان بلل کېده، د ده په کپټانۍ کې افغانستان نړیوال جام ته ووت، په اسیا جام کې یې ښې لوبې، د ټسټ درجه یې واخیسته، ډ ټست لوبه یې وګټله. خو د هغه منتقدین هم خورا زیات وو.

پر مینوالو سربېره، خدای مې دې غاړه نه بندوي د ملي لوبډلو له شپږو اوو غړو څخه مې په وار وار اورېدليدي(اصغر افغان باید له کپټانۍ لېرې شي، فټ هم نه دی، په خپل سر پرېکړې هم کوي، د ځوانو لوبغاړو مخه یې نیولې ده او…… ). یو روزونکي راته وویل چې د هند په دې وروستي سفر کې د افغانستان یو مهم لوبغاړي د بورډمشر فضلي صاحب ته ویلي وو چې له ایرلنډ سره له سیالیو وروسته باید دا کپټان لېرې کړل شي.

ګلبدین نایب بیا ځوان دی او دایې په ملي کچه د کپټانۍ لومړۍ تجربه ده. خو په داخلي لوبو کې یې کپټاني کړې ده، له څو کلونو راهېسې د ملي لوبډلې غړی دی. د کپټان له ټاکل کېدو ورسته چې زما خبرې ورسره وشوې، په ډاډ یې راته وویل چې زه د افغانستان د ملي لوبډلې غړی یم، که کپټان یم او که نه یم د افغانستان لپاره لوبې کوم. محمد نبي، راشد خان، اصغر افغان او نور ټول مې سینر او مجرب لوبغاړي دي،ټولو ته درناوی لرم او د ټولو په مشورو سره به ان شالله افغانستان ته لوړو پوړیو ورسوو.

د کمېټې د غوراوي د کمېټې مشر دولت احمدزي وویل چې د نویو کپټانانو د ټاکلو هدف یې ( معماري ثقافت) ایجادول دي چې د افغانستان د کرکټ د اوږد مهال لپاره کار او فکر وشي. وايي له شپږو میاشتو راهېسې یې په دې اړه غور او فکر کړی دی او بلاخره همدغې نتیجې ته ورسېدل.

نتیجه او خلاصه

دا ښايي کرکټ بورډ ته سخته پرېکړه وي چې اوس تازه ټاکل شوی کپټان لېرې کړي او بېرته اصغر راولي، دا اصولي کار هم نه دی، نو بنآ ساده خبره دا ده چې د افغانستان کرکټ بورډ او د غوراوي د کمېټې پرېکړه دې ومنل شي او ټول لوبغاړي دې یو غږ او یو موټي شي. موږ ته تر هر څه افغانستان، د افغانستان د کرکټ پرمختګ او د لوبغاړو اتحاد ضرور دی.

سبا به زه، ته،اصغر، نبي، راشد او ګلبدین نه وي، خو افغانستان به پاتې وي او افغان کرکټ به پايي. موږ چې د افغانستان له کرکټ او ملي لوبغاړو سره مینه لرو، یوازینی علت یې ګران افغانستان دی. موږ له بورډ، د کمیټې د غوراوي د کمېټې، محمد نبي، راشد خان، اصغر افغان، ګلبدین او نورو څخه هیله کوو چې په داسې یو حساس وخت کې د افغانستان لپاره یو موټي شي. کپټان که هر څوک وي، خو دوی دې د افغانستان لپاره په لوړ مورال ولوبیږي، زموږ نوي نسلونه له همدوی نه زده کوي، دوی باید ځوان نسل ته د یوالي، اتحاد او ملي ګټو درس او نمونې شي. افغانستان باید د یوالي او اتحاد نمونه وي.