سپورټ نړیوال کرکټ

نړیوال جام؛ د افغانستان لوبډلي لپاره سخت او د تجربو ډک سفر

لیکنه: عبدالله عادل

په ۲۰۱۹ کال یو ورځنیو لوبو نړیوال جام کي د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي سفر د نهو لوبو وو چي په نهو ماتو سره پای ته ورسېد، افغان لوبډلي ځني ګټلي لوبي له لاسه ورکړې چي په هغو کي د هند ، پاکستان او سریلانکا خلاف لوبي د یادولو وړ دي.

د نړیوال جام څخه د وتلو پر مهال د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي اکرام غوندي ځوان او پیاوړی لوبغاړی وموند چي خپله وروستۍ لوبه یې ښه تر سره کړه نوموړی د شهزاد محمدي پر ځای له لوبډلي سره یو ځای سوی وو د اکرام وروستۍ توپ وهنه کي یو درس دا وو چي لوبغاړی باید پر خپل پوزیشن ولوبول سي ځکه له دې وړاندي اکرام پر اووم یا اتم مقام لوبېدلی وو چي ښه نه وو ځلېدلی .

څه د لوبډلي د ماتو لامل شو؟

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي د ماتو تر شاه ډېر لاملونه شتون لري چي ځیني یې خورا ستر او اغېزمن کونکي وه چي د هغوی له جملې څخه په حساس وخت کي د لوبډلمشر اصغرافغان لیري کول او پر ځای يې د ګلبدین نایب راتګ وو ځکه افغان لوبډله سترو سېالیو ته روانه وه او اصغر د لوبډلي سره ښه بلد سوی وو خو ددې ور ها خوا نایب ته دا د لوبډلمشرۍ لومړۍ تجربه وه.

د لوبډلمشر د بدلون تر څنګ په مهم وخت کي د شهزاد خوږ او د لوبډلي څخه یې بهر کېدل او همدا راز د افتاب هیواد ته ستنېدل یو لامل بللی سو.

توپ وهنه

ce023c89798c492a967f3e988abb664e.jpg

په نړیوال جام کي د افغانستان تر ټولو مخکښ توپ وهونکی په ۲۵۴ منډو رحمت شاه وو له هغه وروسته په۲۳۰ منډو نجیب الله ځدران وو چي په ټوله کي د افغانستان توپ وهنه هیڅ ښه ترسره نسوه تر وروستیو د افغان لوبډلي پیلیزه جوړه معلومه نسوه او هر ځلي به بدلېده را بدلېده تر دې چي اُپنینګ ته خپله لوبډلمشر نایب او رحمت شاه ملا وتړل .

Gulbadin-Naib_16ba475ddb6_large.jpg

لوبډلي کي د څه نشتون احساس کېده؟

د لوبډلمشر؛ ګلبدین نایب د توپ اچوني په برخه کي په ۶.۳۱ اوسط سره منډي ورکړې د توپ وهني په برخه کی ایورېج ۲۱.۵۵ دی خو دا شاید د هري لوبډلي کفټان ته پېښ سي ځکه پر اوږو یې دروند مسولیت وي او ورسره ځیني مهال په خپل ښه حالت کي نه وي .

ښه لوبغاړی ؛ مُجیب الرحمان

تر نړیوال جام مخکي د ښې توپ اچوني توقع له راشد څخه کېده او ټولو د راشدخان لوبي ته بې صبرانه انتظار کاوه خو له هغه څخه ځوان لوبغاړی مُجیب ښه وځلېد اووه ویکټي یې ترلاسه کړې او په اور کي یې د منډو ورکولو اوسط ۴.۴۷ وو.

  • gettyimages-1157971132-612x612.jpg

ځوان لوبغاړي مجیب د هند خلاف د ۲۶ منډو په ورکړي سره د روهیت شرما سوځول او د بنګلدېش خلاف د ۳۹ منډو په ورکړې سره د دریو لوبغاړو سوځول وو.

راشد خان ؛ مایوسه کوونکی جام

په شل اوریزو لوبو کي لومړی مقام لرونکي توپ اچونکي راشد خان ښه سخت درسونه ترلاسه کړه په نهو لوبو کي یې شپږ ویکټي ترلاسه کړې او دلته چي یو ورځنۍ لوبي وې د هغه د شل اوریزو لوبو جادوګرو توپونو مرسته ونکړه.

مقصد دا چي د راشد لپاره په نړیوال جام کي ښه ورځ نه وه څومره چي یې هڅه کول نتیجه به یې ناکامه کېدل تر دې چي پر راشد د خرابي توپ اچوني تر ټولو بد ریکارډ جوړ سو. راشد د انګلنډ خلاف لوبه کي په خپلو لسو اورونو کي ۱۱۰ منډي ورکړې چي د راشد او لوبډلي پر مورال یې سخت تاثیر وکړ.

rashid-khan.jpg

په زړه پوري څه وه؟

د سریلانکا خلاف د محمدنبي څلور ویکټي :

افغانستان خپله دوهمه لوبه د سریلانکا خلاف ترسره کول چي په ۱۴۴ منډو کي یې یوازي یو لوبغاړی سوځېدلی وو او محمدنبي په راتګ سره د لوبي اړخ بدل سو محمدنبي په یوه اور کي ۳ ویکټي ترلاسه کړې او په ټوله کي یې څلور ویکټي ترلاسه کړې چي وروسته سریلانکا په ۱۵۹ منډو کي خپل ۶ لوبغاړي له لاسه ورکړي وه او وروسته افغانستان تقریباً ګټلې لوبه په ۳۴ منډو بایلول.

د اکرام علیخېل ۸۶ منډي

په نړیوال جام کي افغانستان خپله وروستۍ لوبه د ویسټ انډیز خلاف ترسره کړه چي یاده لوبه کي اکرام ۸۶ منډي جوړي کړې او وروسته د کریس ګېل په توپ ایل بي ډبلیو اوټ سو چي د اکرام دا منډي په یاد نړیوال جام کي د یوه افغان توپ وهونکي په صفت تر ټولو ډيري منډي وې.

1160044511.jpg

طبعاً د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي ، لوبغاړو او مینوالو لپاره په نهو لوبو کي نهه ماتي ديري سختي وې په یادو لوبو کي تر ټولو سخته لوبه د پاکستان خلاف وه چي ګټلې لوبه د افغانستان له لاسه ووته خو یو څه باید ومنو چي نړیوال جام ته په هیڅ ډول ښه تمرینات نه وه ترسره سوي لوبډله انګستان ته روانه خو تمرینات یې هند کي ورته ترسره کړه او تر دې چي لوبډله په نړیوال جام کي د نهو نورو لوبډلو سره د سریز په چمتو کولو کي پاته راغله ، بیلابیل لاملونه موجود وه چي افغان لوبډله ښه ونه ځلېده .

دا مهال د افغانستان کرکټ ملي لوبډله هیواد ته رسيدلي او د افغانستان کرکټ بورډ  ورسره سمدستي ستر تغیرات راوستي د ګلبدین نایب پر ځای راشد خان د دریو سرو فارمټونو نوی لوبډلمشر وټاکل سو همدا راز کرکټ بورډ لطف الله ستانګزی دنوی اجرائیه رئیس په توګه په دنده وګماره .

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عبدالله عادل - کندهار کې د یاران ټیم غړی