افغانستان سفر کلتور او هنر

د سفر پر وخت د افغان ښځو یوه لویه ستونزه؛ تشناب ته نه تلل یې دا بدې پایلې لري

لیکنه: بشر درویش

د افغان ښځو له سلګونو ستونزو څخه یوه هم له کوره د باندې دوی ته د تشنابونو د نشتوالي موضوع ده.

په تازه ګام کې د ښځو چارو وزارت د کابل او نورو ولایتونو په لویو لارو کې ښځو ته د خوندي تشنابونو د جوړیدو د پلان خبر ورکړی.

د وزارت مرستیالې سپوږمۍ وردګ د فواید عامې وزارت له مرستیال انجینر عبدالرحمن صلاحي سره د لیدنې پر وخت ویلي، چې تشنابونه دې د لویو لارو په خوندي سیمو لکه: د تېلو پمپونو، امنیتي پوستو او رستورانتونو کې جوړ شي.

د یادو تشنابونو د شمېر او نورو جزیاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.

ولې د ښځینه تشنابونو تشه؟
په افغانستان کې هر وخت ښځو ته د دویمه درجه انسانانو په سترګه کتل شوي، حتا د تشنابونو د جوړیدو پر وخت دوی ته د خاصو تشنابونو د جوړیدو فکر نه دی شوی.

په ګڼو لویو لارو کې هم د تېلو پمپونو، هم رستورانتونو او هم د عامه تشنابونو جوړونکو ګڼ نارینه تشنابونه جوړ کړي، خو د ښځینه وو غم نه دی خوړل شوی.

ټولنیز شرم
د تشنابونو له نشتوالي وراخوا په ټولنیز لحاظ هم دا ښځو ته شرم ټاکل شوی، چې د سفر پر وخت خپلو نارینه وو ته د تشناب د اړتیا یادونه وکړي.

ډیری وخت ښځې د سفرونو پر وخت د همدې لپاره خوراک څښاک نه کوي، چې د تشناب ته تلو اړتیا یې پیدا نه شي او نارینه وو ته په دې خبره مجبوره نه شي.

د ځانګړو تشنابونو نشتوالی یوه او د ښځینه وو لخوا نارینه وو ته د تشناب ته تلو یادونه دوی ته بله لویه جدي ستونزه ده.

بدې پایلې
روغتیا پوهان تشناب ته په ځنډ تګ او د تشناب ته تلو له وېرې د ښځینه وو نه خوراک څښاک دوی ته د بدو پایلو لرونکی کار ګڼي.

د نسایي ولادي ناروغیو متخصصه فریده امرخېل وایی: تشناب ته په ځنډ تګ ټولو خلکو په خاص ډول هغو ښځو ته بدې پایلې لري، چې د شکر، پښتورګو او مثانو په ناروغیو اخته دي.

د نوموړې په وینا دا ستونزه په خاصه توګه هغه وخت زیاتې بدې پایلې لري، چې ښځې حامله وي.

دا خطر تر دې جدی دی، چې ان د دوی د ماشومانو د ضایع کیدو سبب ګرځیدای شي.

حل لارې
راځئ دا ستونزه له خپله اړخه پوره حل کړو، که ښځینه راسره په سفر وي، پوره انساني حقونه یي ورکړو، خوراک څښاک پرې وکړو او خپله یې وخت په وخت د تشناب ته تلو اړتیا وپوښتو او بیا یې د تشناب ته تلو یوه چاره وکړو!

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي