سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

نړیوال جام؛ افغانستان د راشدخان د ۳۵ منډو په مټ افریقايي لوبډلي ته د ۱۲۶ منډو هدف وټاکه.

نن د نړیوال جام ۲۱مه لوبه  د جنوبي افریقا او افغانستان تر منځ پيل سوه ، چي ټاس افریقا لوبډلي وګاټه او لومړی یې د توپ اچووني پرېکړه وکړه.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي په لومړي وار توپ وهني سره د افریقا لوبډلي ته د ۱۲۶منډو هدف وټاکه.

لوبه څو ځلي د څو شېبو لپاره د باران ښکار سوه چي همدا باران د افغان توپ وهونکو لپاره لوبه سخته کړه او تر باران وروسته افغان لوبغاړو په پرلپسې ډول خپلي ویکټي له لاسه  ورکړې.

په پای کښي افغان لوبډلي د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۳۵ اورونو کي ۱۲۵ منډي جوړي کړې او مقابلي لوبډلي افریقا ته یې د ۱۲۶ منډو هدف وټاکه .

د افغانستان لپاره په توپ وهنه کي راشدخان ۳۵ نورعلي ځدران ۳۲ او حضرت ځاځي ۲۲ ډیري منډي جوړي کړې.

د افریقا لپاره په توپ اچونه کي عمران طاهر۴، کریس موریس ۳،  پیلکوایو ۲ او رباډا یوه ویکیټ ترلاسه کړه.

له څه ځنډ وروسته به افریقايي توپ وهونکي د هدف ترلاسه کولو په موخه لوبغالي ته راځي او افغان توپ اچوونکي به د راشد ، محمدنبي ، حمید حسن او نورو ښو توپ اچوونکو په مټ د بریا او یا ښې لوبي هڅه وکړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عبدالله عادل - کندهار کې د یاران ټیم غړی