سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

د ځینو افغان او ایرلینډي لوبغاړو پرتلنه؛ سبا د دواړو لوبډلو مساوات ماتیږي

افغان لوبډله سبا د پنجشنبې په ورځ د فبروري په ۲۸ مه نېټه د هندوستان په اوتراکند سیمه کې راجیف ګاندي نړیوال لوبغالي کې مخ کېږي.

افغان لوبغاړي چې له کابو یوې نیمې میاشت راهیسې په هندوستان کې ده، هلته یې لومړی تمرینات وکړل او بیا یې له ایرلېنډ سره د فبروري په ۲۱ مه نېټه د شل اوریزو لوبو پیل وکړ. په لومړۍ لوبه کې د محمدنبي او نجیب الله ځدران په مرسته د شپږمې وېکټې په ملګرتیا ایرلېنډ ته په ۵ وېکټو ماته ورکړه.

ورپسې دوه نورې لوبې هم افغان لوبډلې وګټلې او ایرلېنډ یې وایټ واش کړ.

افغانستان او ایرلېنډ ۱۵ شل اوریزې لوبې ترسره کړي، چې ۱۲ افغانستان او درې ایرلېنډ ګټلي دي.

د افغانستان او ایرلېنډ د یو ورځنیو لوبو حال
دواړو سیالو لوبډلو تر اوسه ۲۰ یو ورځنۍ لوبې کړي، چې لس افغانستان او لس ایرلېنډ ګټلي دي.
دا لوبې په شارجه، هند او ایرلېنډ کې ترسره شوي دي.

دواړه لوبډلې سبا دولس بجې د دغه مساوات ماتولو ته د لوبې ډګر ته دانګي، د بریا او ماتې په صورت کې دا د لس، لس لوبو مساوات ماتېدای شي.

که افغان لوبډله لوبه وګټي نو یوولس لوبې یې کېږي، چې له ایرلېنډ څخه یې ګټي.

د کرکټ په اصطلاح ایرلېنډ او افغانستان شل ځلې په یو ورځنیو لوبو کې هېډ ټو هېډ شوي دي.

کرېک انفو وېب پاڼه او د څلورو لوبغاړو پرتله
د کرېک انفو وېب پاڼې د یو ورځنیو لوبو لپاره دوه افغان توپ وهونکي او دوه ایرلېنډي توپ وهونکي راخېستي او د هغوی پرتله یې کړې ده.

له افغانستان څخه لومړی شهزاد محمدي دی، شهزاد محمدي د ایرلېنډ خلاف ۹ یو ورځنیو لوبو کې ۴۰۷ منډې کړي دي، ۴۵ اعشاریه ۲۲ یې اورېج یا اوسط دی.

شهزاد په منځني ډول په ۸۶ اعشاریه ۷۷ سټرایک رېټ لوبېدلی، چې یو ورځنیو لوبو کې لوړ سټرایک رېټ دی.

له شهزاد سره د ایرلېنډ اوپنر توپ وهونکی پاول سټېرلینګ پرتله شوی دی، سټېرلېنګ بیا لس لوبو کې د افغانستان خلاف ۳۰۲ منډې کړي دي، ۳۹ اعشاریه شل یې اورېج یا اوسط دی او ۸۲ اعشاریه ۳۵ یې سټرایک رېټ دی.
نو په دې ډول شهزاد تر پال سټېرلېنګ په یو ورځنیو لوبو کې غوره لوبغاړی دی.

دوهمه پرتله؛ حشمت الله شهیدي له انډریو بلبېرني سره
حشمت الله شهیدي ۸ یو ورځنیو لوبو کې ۳۵۳ منډې کړي دي، ۵۸ اعشاریه ۸۳ یې اوسط دی او ۷۰ اعشاریه ۴۵ یې سټرایک رېټ دی.
بلبېرني لس لوبو کې ۳۲۰ منډې کړي، ۳۲ یې اوسط دی او ۶۲ اعشاریه ۹۹ یې سټرایک رېټ دی.

په دې ډول زمونږ حشمت الله شهیدي تر بلبېرني ښه او غوره توپ وهونکی دی.

همدرانګه راشدخان له ټېم مورتګ او مجیب الرحمن ځدران تر بوایډ رېنکېن توپ اچونه کې او ایکانومي کې غوره دي.

د لوبډلو بشپړ نوملړونه
د افغان لوبډلې ۲۱ کسیز نوملړ یا سکواډ کې اصغر افغان، افتاب عالم، دولت ځدران، فرید احمد، ګلبدین نایب، حشمت الله شهیدي، حضرت الله ځاځی، اکرام علي خېل، جاوېد احمدي، کریم جنت، محمدنبي، محمد شهزاد، مجیب الرحمن ځدران، نورعلي ځدران، نجیب الله ځدران، رحمت شاه زُرمتی، راشدخان ارمان، سمیع الله شینواری، سعید شېرزاد، شاه پور ځدران او ظاهر خان پکتین دي.

ګورو چې له دې ۲۱ لوبغاړو څخه کوم لوبغاړي یوولس کسیز نوملر ته ټاکل کېږي.

د ایرلېنډ لوبډله
پورټرفیلډي، بلبېرني، کېمرن ډاو، پېټر چېس، جورج ډوکرل، انډي مک براین، بېري مک کرتي، جېمز مکالم، ټېم مورتګ، کیوین اوبراین، سټورټ پواینټر، بوایډ رېنکېن، سیمي سېنګ، پال سټېرلېنګ او لورکن ټکر ایرلېنډ لوبډله کې شامل دي.
ایرلېنډ به له دې ۱۵ کسیزې لوبډلې ۱۱ کسیز نوملړ جوړوي.

د اتراکند هوا حالات
د سبا ورځې لپاره د هوا پېژندنې ماهرینو د اوترکند اسمان برګ اټکل کړی دی او بیا یې ورته لیکلي موسټ سني یعنې لمر یې تېز وي.
د افغانستان او ایرلېنډ لوبې د افغانستان پر وخت د غرمې په ۱۲ بجو پېلېږي.

دوهمه یو ورځنۍ لوبه د شنبې په ورځ کېږي، دریمه یو ورځنۍ لوبه د سه شنبې په ورځ، څلورمه یو ورځنۍ لوبه د جمعې په ورځ او پنځمه یو ورځنۍ لوبه د یکشنبې په ورځ ترسره کېږي او بیا یواځېنۍ ټېسټ لوبه د مارچ په ۱۵ مه نېټه د جمعې په ورځ پېلېږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی ابدالي