سپورټ نړیوال کرکټ

کرکیټ؛ د انګلینډ خلاف په دوهمه تمریناتي لوبه کي د افغان لوبډلي د ماتي اصلي لاملونه.

پرون د انګلینډ خلاف نړیوال جام ته په تمریناتي لوبه کي افغان لوبډله په ۱۶۱ منډو ټوله وسوځېدله او انګلینډ دا هدف د یوې ویکیټي په ترلاسه ورکول سره پوره کړ او لوبه یې وګټل.

د لوبي د ماتي اصلي لاملونه څه وه او څه باید وسي؟

د پرونۍ لوبي د ماتي اصلي لاملونه:

۱- د اووال په دې لوبغالي کي پرون ورباندي د افغانستان او د انګلینډ لوبه وه، هند په لومړۍ تمریناتي سیالي کي د نیوزلینډ خلاف په ۱۷۹ منډو باندي ټوله وسوځېدل، اصلاً داسي دئ، چي د آسیايي توپ وهونکو لپاره دا پیچونه تر یو حده سخت دي.

۲- انګلینډ د یو ورځنیو لوبو په درجه کي لومړۍ لوبدله ده، چي پاکستانۍ لوبډله یې څه موده مخکي په خپل کوربتوب کلین سویپ کړه او ټولي لوبي یې ورڅخه وګټلې.

۳- کور هم د انګلینډ دئ او د نړیوال جام لویه احتمالي ګټونکې لوبډله هم د انګلینډ لوبډله ده.

۴- زموږ توپ اچوونکي او خاص بیا توپ وهونکي تر بې ځایه فشار لاندي راغلي وه، چي داسي بې ځایه فریشر منل به لوبډلي ته لویې صدمې ورسوي.

د انګلینډ کرار توپ اچوونکو هومره نه وه تکړه، څومره چي د پاکستان لوبډلي دا تکړه او پیاوړي دي.

۵- زموږ د لوبغاړو د راتګ ځای یا پوزیشن تر اوسه هم نه دئ جوړ، چي دا هم یو له لویو ستونزو څخه بلل کیږي.

۶- ډګر ساتنه کي اوس هم ستونزي لیدل کیږي او اسانه کېچونه میس کیږي.

۷- اوس هم زموږ توپ وهونکي په غلطو شاټونو پسي ځي، یوه یا دوې منډي جوړول ورته ډېر سخت دي، پداسي حال کي چي په یوه یا دوو منډو جوړولو سره لوی هدفونه ټاکل کیږي او پوره کیږي.

۸- زموږ لوبغاړي له ټولنیزو رسنیو سره هم تر یوه حده اخته وي، چي دا کار باید ونه کړي، ځکه د خلګو په منفي غبرګونونو سره دوی ذهني ناراحته کیږي او مایوسه کوونکي لوبي کوي.

په اخیر کي لیکو چي په نړیوال جام کي زموږ لومړۍ لوبه د روژې پر ۲۷مه او د جون پر لومړۍ نېټه، ماځیګر ۵ بجې د اسټرالیا سره ده.

لوبډله باید ښه اداره سي او دا لوړي ذکر سوي سهوي چي ونه کړي، د پاکستان خلاف د بریا غوندي په ښو لوبو به بریاوي لاسته راوړي.

ټول افغانان باید د ملي لوبډلي په ملاتړ د لوبډلي مرال لوړ کړي، چي د ملت په داسي لوی ملاتړ سره ملي لوبډله ۹۰٪ بریا ترلاسه کولای سي.

په ټولنیزو رسنیو کي یې ملاتړ خورا ارزښت من دئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

فضل الله فضلي

په کندهار کي د یاران ویب پاڼي لیکوال او ژورنالیست.