سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

۲۰۱۹ م کال نړیوال پنځوس اوریز جام کې د افغان لوبډلې مهالوېش

۲۰۱۹ م کال نړیوال جام په انګلستان کې پېلېږي، دا جام د لسو لوبډلو په ګډون د می په ۳۰ مه نېټه د سهیلي افریقا او انګلستان په لومړۍ لوبه پرانېستل کېږي.

دا جام په ۱۱ لوبغالو ترسره کېږي، چې انګلستان په لس ښارونو کې موقیعت لري.

افغان لوبډلې ۲۰۱۸ کال کوالیفای جام سیالیو کې په زِمبابوې کې اتلولي واخېسته او نړیوال جام ته یې لار وموندله.

اوس افغان لوبډله په ګروپ سټېج کې نهم مقام کې لیکل شوې او د ویسټ انډیزلوبډله بیا لسم مقام کې لیکل شوې ده.

افغان لوبډله او نړیوال جام
افغان لوبډله یو ځل په ۲۰۱۵ م کال کې پنځوس اوریز نړیوال جام کې اسټرالیا سره مخ شوې وه، چې اسټرالیا په ستر توپیر ماته ورکړې وه، دا دوهم ځل دی چې افغان لوبډله به د نړیوال جام اتلې لوبډلې سره مخ کېږي.

د جون په ۴ مه نېټه افغان لوبډله خپله دوهمه لوبه له سریلانکا سره ترسره کوي.

د جون په ۸ مه نېټه افغان لوبډله دریمه لوبه له نیوزیلېنډ سره مخ کېږي، د هېواد کرکټ ملي لوبډله څلورمه لوبه د جون په ۱۵ مه نېټه له سهیلي افریقا ترسره کوي.

د جون په ۱۸ مه نېټه ملي لوبډله د کوربه لوبډلې انګلستان سره پنځمه لوبه کوي، شپږمه لوبه کې افغان لوبډله له هندوستان سره مخ کېږي، دا لوبه د جون په ۲۲ مه نېټه ترسره کېږي.

د جون په ۲۴ مه نېټه بنګله دېش او افغان لوبډله لوبېږي دا د افغان لوبډلې اوومه لوبه ده، دواړه لوبډلې تقریبا انډول دي او لوبه به یې خورا ګرمه وي.

د جون په ۲۹ مه نېټه افغان لوبډله اتمه لوبه، له پاکستانۍ لوبډلې سره کوي، چې دې لوبې ته به هم ډېری خلک د لیدو انتظار باسي.

افغان لوبډله وروستۍ او نهمه لوبه له ویسټ انډیز سره کوي، چې دا لوبه د جولای په ۴ مه نېټه کېږي.

هره لوبډله نهه، نهه لوبې کوي، چې ټولې ۴۸ ورځې دوام کوي.

په دې جام کې انګلستانۍ لوبډله کوربه لوبډله ده، نورې لوبډلې، چې پاکستان، هندوستان، بنګله دېش، سریلانکا، اسټرالیا، نیوزیلېنډ او سهیلي افریقا لوبډلې له مخکې شاملې وې او دوه لوبډلې چې افغانستان او ویسټ انډیز لوبډلې دي، دې جام ته کوالیفای کړې ده.

دا جام پنځه ځلې اسټرالیا، دوه ځلې ویسټ انډیز، یو ځل پاکستان، دوه ځلې هندوستان او یو ځل سریلانکا ګټلی دی.

سږ کال اسټرالیا له خپلې اتلولۍ دفاع کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی ابدالي