افغانستان سیمه عمومي

کابل او ازبکستان د دوه اړخیزو همکاریو مهم تړونونه لاسلیک کړ

کابل د سه شنبې ورځ د خپل ګاونډي هیواد ازبکستان سره د امنیت او ټرانزیټ مهم تړونونه لاسلیک کړل.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د خپل سیال عبدالغزیز کاملوف سره دا تړونونه نن په ارګ کې لاسلیک کړل.

په موافقو کې د نشه یې توکو د لیږد د مخنیوي پر ضد د مبارزې، امنیتي او ټرانزیټي همکارو موافقې شاملې دي.

د امنیتي تړون په حاشیه کې به د دواړو هیوادنو ګډ یو امنتیي کمیسون هم جوړ شي.

 

 

افغانستان له ازبکستان سره له دې وړاندې هم یو شمیر مهم سوداګریز تړونونه لاسلیک کړې وه.

د افغانستان د واردتي بریښنا زیاته برخه له ازبکستان څخه راځي.

افغانستان نسبت نورو ګاونډیو هیوادونو ته د منځنۍ اسیا له هیوادونو سره ښې اړیکې لري. په ارګ کې ولسمشر اشرف غني هم د ترکمنستان د بهرنیو چارو د وزیر او ورغلي هییت سره کتلي دي.

 

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */