سیاست

د امریکا نوي مرستیال ولسمشر له افغانستان سره د ستراتیژیک تړون پر دوام ټینګار وکړ

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پینس د افغان ولسمشر اشرف غني سره په لیدنه کې ویلي. هیواد یې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې لپاره په افغانستان کې د خپلو سرتیرو پر زیاتول غور کوي او په دې برخه کې یې ارزونې رواني دي. دا خبره له ارګ څخه یوې خبرې شوې خبرپاڼې کې راغلي.

بل خوا سپینه ماڼۍ وايي، د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پینس د جرمني د مونشن ښار د امنیتي کنفرانس ترڅنګ د ولسمشر اشرف غني سره په کتنه کې د افغانستان د ملي یووالي د حکومت ملاتړ څرګند کړی .

د ولسمشر غني او د مایک پینس د لیدنې عکسونه په ګالرۍ کې

دا په امریکا کې د ډونالډ ټر مپ په مشرۍ د نوې ادارې له رامنځ ته کیدو وروسته د افغانستان او امریکا د چارواکو ترمنځ لومړنۍ په لوړه کچه لیدنه ده.

سپینې ماڼۍ ویلي افغان ولسمشر اشرف غني او د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پینس د دواړو هیوادونو ترمنځ د شریکو ګټو پر مسلو په ځانګړې توګه د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې او اقتصادي برخو کې پر همکاریو خپلو کې خبرې کړي دي.

سپینې ماڼۍ زیاته کړې چې دواړو هیوادونو د امریکا او افغانستان تر منځ د ستراتیژیکي همکارۍ د تړون پر دوام هم ټینګار کړی.

له ارګ څخه یوه خپره شوې خبرپاڼه، د مایک پینس له خولې وايي ” افغانستان زموږ لپاره ځانګړی اهمیت لري او د امریکا متحده ایالت د افغانستان له خلکو او دولت سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي. “

ارګ زیاتوي چې دواړو مشرانو د تازه امنیتي وضیعت، د سیمه ایز او نړیوال تروریزم له کبله په رامنځ ته شویو امنیتي ننګونو، د ترهګرۍ څخه د دولتي حمایت په شمول د ترهګرۍ د سیمه ایزو ملاتړو په اړه خبرې کړي دي.

د ارګ خبرپاڼه وايي، دواړه مشران د افغانستان د امنیتي سکتور د څلور کلن پلان او د انتخاباتو لپاره پر چمتوالي هم غږیدلي دي.

ارګ په خپره کړې خبرپاڼه کې زیاتوي، ولسمشر غني د امریکا مرستیال ولسمشر ته په دې لیدنه کې وویل” د افغانستان جګړه یوه کورنۍ جګړه نه ده، بلکې افغانستان د نړۍ د امنیت او د ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې پروت دی.“

ولسمشر غني د امریکا مرستیال ولسمشر ته ویلي چې افغانستان د ترهګرۍ سره د مبارزې لازمه وړتیا لري او کولی شي چې د دواړو هیوادنو د همکارۍ پر مټ په دې برخه کې مؤثر رول ولوبوي.

ولسمشر غني همدارنګه د افغانستان د امنیتي ځواکونو د لا پیاوړتیا په برخه کې د امریکا د مرستو غوښتنه وکړه.

ارګ وايي، ولسمشر غني د امریکا مرستیال ولسمشر ته د افغانستان او د امریکا مرستیال ولسمشر ولسمشر غني ته د امریکا د سفر بلنه ورکړه.
افغان حکومت تر دې مخکې ویلي وو تمه ده چې د امریکا د مرستیال ولسمشر سره به دې لیدنه کې به د امریکا نوی حکومت څخه د افغان امنیتي ځواکونو لپاره د څلور کلن پلان د ملاتړ ډاډ تر لاسه کړي. او همدارنګه به امریکايي چارواکي وهڅوي چې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې او تجهیز په برخه کې هڅې زیاتې کړي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */