سپورټ نړیوال کرکټ

نړیوال جام؛ افریقايي لوبډلي افغانستان ته په نهو ویکټو ماته ورکړه.

نن د نړیوال جام ۲۱مه لوبه  د جنوبي افریقا او افغانستان تر منځ ترسره سوه ، د لوبي ټاس افریقا لوبډلي وګاټه او لومړی یې د توپ اچووني پرېکړه وکړه.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي په لومړي وار توپ وهني سره د افریقا لوبډلي ته د (DLS) میتود پر اساس د ۱۲۷ منډو هدف وټاکه.

لوبه څو ځلي د څو شېبو لپاره د باران ښکار سوه چي همدا باران د افغان توپ وهونکو پر وړاندي ستونزي را ولاړي کړې او د لوبغاړو لپاره یې لوبه سخته کړه ، تر باران وروسته افغان لوبغاړو په پرلپسې ډول خپلي ویکټي له لاسه  ورکړې .

په ټوله کي افغان لوبډلي د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۳۵ اورونو کي ۱۲۵ منډي جوړي کړې او مقابلي لوبډلي افریقا ته یې د (DLS) میتود پر اساس د ۱۲۷ منډو هدف وټاکه .

د افغانستان لپاره په توپ وهنه کي راشدخان ۳۵ نورعلي ځدران ۳۲ او حضرت ځاځي ۲۲ ډیري منډي جوړي کړې.

د افریقا لپاره په توپ اچونه کي عمران طاهر۴، کریس موریس ۳،  پیلکوایو ۲ او رباډا یوه ویکیټ ترلاسه کړه.

د افریقا لوبډلي ټاکل سوی د ۱۲۷ منډو هدف د لوبي په ۲۹م اور کي پوره کړ او په نړیوال جام کي یې تر دریو ماتو او یوې برابري لوبي وروسته لومړۍ بریا خپله کړه .

د افریقا لپاره پیلیزو توپ وهونکو هاشم املا او ډیکوک په ترتیب سره ۴۱ او ۶۸ منډي جوړي کړې او خپله لوبډله یې بریا ته ورسول.

په افغان توپ اچوونکو کي تر ټولو ښه توپ اچونه ګلبدین نایب ترسره کړه چي په ۶ اورونو کي یې ۲۹ منډي ورکړې او یوه ویکیټ یې ترلاسه کړه.

د افغان لوبډلي د ماتي لامل بیا هم د نورو لوبو په څېر توپ وهنه وه چي په ښه ډول ترسره نسوه او د لوبي بایللو ستر لامل همدا بلل کیږي.

افغان لوبډله خپله راتلونکې لوبه  د جون پر ۱۸ مه د انګلستان خلاف ترسره کوي چي د نړیوال جام کوربه هیواد او پیاوړې لوبډله ده .

بلخوا سبا یکشنبه د نړیوال جام په ۲۲مه لوبه کي هند د پاکستان لوبډلي په وړاندي د لوبي ډګر ته کښته کیږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عبدالله عادل - کندهار کې د یاران ټیم غړی