سپورټ کورنی کرکټ

نجیب الله په سلیزې او ویکیټو د روزګان لوبډله تر بریا ورسیده

راپور : عبدالله عادل

په کندهار ولایت کي ددې ولایت پر محلي لوبغالي د بُست زون د شپږو ولایتونو تر منځ د کرکټ چیلنج کپ سېالیو په لړ کي پرون د روزګان لوبډلي زابل ته په څلور ویکټو ماته ورکړه.

د بي ګروپ څخه د لوبي ټاس د روزګان لوبډلي وګټی او لومړی یې د زابل لوبډله و توپ وهني ته دعوت کړه.

زابل لوبډلي په ۳۶.۴ اورونو کي د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۲۵ منډي جوړي کړې او روزګان ته یې د ۲۲۶ منډو هدف وټاکه .

د زابل لپاره په توپ وهنه کي عصمت الله ۴۷ او عطاء الله ۴۵ منډي جوړي کړې.

د روزګان لپاره په توپ اچونه کي شفیع الله ۳ او نجیب الله ۲ ویکټي ترلاسه کړې.

د روزګان لوبډلي ټاکل سوی هدف د نجیب الله د ۱۳۷ منډو په مرسته په ۴۶ اورونو کي د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړ کړ او لوبه یې د څلور ویکیټو په توپیر سره وګټل.

د لوبي غوره لوبغاړی نجیب الله ونومول سو چي د ۱۳۷ منډو جوړولو تر څنګ یې ۲ ویکټي ترلاسه کړي وې.

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عبدالله عادل - کندهار کې د یاران ټیم غړی