په دوو لیګونو کې د څلورو افغان لوبغاړو ځلیدل

هسې د نړۍ د کرکټ لوبغالي نن سبا په افغان لوبغاړو ښایسته دي او دوی په ډېری لوبغالو کې خپل راج پیل کړ. یتازه د ۲۰۱۹ کال د جنوري میاشت پنځمه نېټه د افغان لوبغاړو لپاره یوه له ارزښتمنو ورځو وه.
پرون شنبې ورځ د افغان کرکټ لوبغاړو لپاره نه هېرېدونکې ورځ وه، په دې ورځ څلور افغان لوبغاړي په دوو سوداګریزو کرکټ لیګونو کې ولوبېدل، لومړی هم د شهزاد محمدي کلیدي منډې وې، چې د بنګله دېش په سوداګریز کرکټ لیګ کې یې چېټاګانګ وېکېنګز لوبډله هدف ته ورنږدې کړه.

شهزاد محمدي د رنګپور رایډرز لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ووت.


رنګپور لوبډلې، چېټاګانګ لوبډلې ته ۹۹ منډې هدف ورکړی و، چې چېټاګانګ لوبډله یې د پوره کولو پر مهال له ستونزو سره مخ شوه؛ خو بیا یې هم په ستونزمن حالت کې لوبه وګټله.

دې لوبه کې د افغان لوبډلې پیلوونکي لوبغاړي شهزاد محمدي پیل وکړ، د لوبې تر ډېرو شېبو پورې ولاړ و، دا چې هدف کم و؛ نو غوښتل یې چې قراره لوبه وکړي؛ په ۲۳ توپونو کې یې ۴ څلوریزې ووهلې او ۲۷ منډې یې وکړې، چې بیا وروسته د هاوېل په توپ ایل بي ډبلیو وسوځېد.

دې لوبه کې د چېټاګانګ تر ټولو ډېرې بونډریانې هم شهزاد لوبولې وې او ډېرې منډې یې هم وکړې.

د دوی په لوبډله کې مشفق الرحیم د دې لوبډلې لوبډلمشرهم له شهزاد کمې ۲۵ منډې وکړې.

د شهزاد د پیل ۲۷ منډو او د روبي فرایلېنک توپ اچونې دا لوبډله په لومړۍ لوبه کې تر بریا ورسوله.
بل دا چې شهزاد محمدي د بي پي ایل یا بنګله دېش سوداګریز کرکټ لیګ لومړۍ لوبه کې پیل وکړ او د منډو جوړولو لړۍ یې مخته یوړه.

شهزاد محمدي دې لومړۍ لوبه د تېر کال له اتلې لوبډلې رنګپور رایډرز څخه په ۳ وېکټو وګټله.

د لوبې غوره لوبغاړی افریقایي فرایلېنک ونومول شو، هغه ۴ لوبغاړي وسوځول او ۱۴ منډې یې ورکړې.

د بي پي ایل په دویمه کې لوبه کې د حضرت ځاځي ښه توپوهنه
دوهمه لوبه د ډاکه ډاینامېټس او راج شاهي کېنګز لوبډلو ترمنځ مازیګر لس کم څلور بجې پیل شوه.

ډاکې لوبډلې د پیل لپاره افغان کرېس ګېل او ریکارډ جوړوونکی لوبغاړی حضرت الله ځاځی وټاکه، ځاځي سره بل اوپنر توپ وهونکی سونېل نرېن و.

ځاځي له لومړي سره بریدکوونکې توپ وهنه پیل کړه، نوموړي په ۱۷ توپونو ۴۱ منډې کړې وې، چې بیا یې د شپږیزې او نورو منډو په ملتیا په ۲۲ توپونو نیمه سلیزه پوره کړه، ځاځي په ۴۱ توپونو د ۷ شپږیزو او ۴ څلوریزو په مرسته ۷۸ منډې وکړې او بالاخره د مهدي حسن په توپ کېچ شو.

ځاځي او نرېن په ۳۹ توپونو ۷۱ منډې ملګرتیا هم وکړه.

ډاکې لوبډلې د شل اورونو په لوبولو سره د ۵ وېکټو په نقصان ۱۸۹ منډې جوړې کړې او راج شاهي لوبډلې ته یې ۱۹۰ منډې هدف ورکړ.

ډاکې لوبډلې د ځاځي د ښو منډو له امله راج شاهي لوبډلې ته په ۸۳ منډو ماته ورکړه.

په دومره ستر توپیر یا مرجن د لوبې ګټلو ډاکه لوبډله د نومرو په جدول کې لومړي مقام ته ورسوله او مثبت ۴ اعشاریه ۱۵۰ نېټ رن رېټ یې هم تر لاسه کړ، نېټ رن رېټ بیا د لوبډلو لپاره دوهم پړاو ته په تګ کې مهمه مرسته کوي.

د لوبې غوره لوبغاړی حضرت الله ځاځی اعلان شو او ده د غوره لوبغاړي جایزه یې د لومړي ځل لپاره واخېسته، چې د افغانانو لپاره د ویاړ ځای دی.

بل پلو افغان شل کلن ځوان لېګ برېک بالر قېس احمد هم د راج شاهي لپاره ښه توپ اچونه وکړه، په ۴ اورونو کې یې ۲۹ منډې ورکړې او یوه وېکټ یې واخېسته.

دا درې لوبغاړي په بي پي ایل کې د شنبې په ورځ ولوبېدل او رول یې بالکل د لوبډلو لپاره مثبت و.

څلورم افغان لوبغاړی او جایزه
د شنبې په ورځ د افغان زلمکي قرار یا سوکه توپ اچوونکي مجیب ځدران د بخت ستوری د اسټرالیا په اسمان وځلېد.

مجیب د خپلې لوبډلې برېسبېن هیټ په بریا کې د ملا د تیر رول ولوباوه؛ نوموړی چې په نوي توپ، توپ اچونه کوي، پېرت سکارچرز لوبډلې اوپننګ یې وننګاوه، پیلوونکی توپ وهونکی مېچل کلېنګر یې په ۲۶ منډو له مېدانه بیرون کړ او دوهم توپ وهونکی یا ون ډاون لوبغاړی مېچل مارش چې د مقابلې لوبډلې لوبډلمشر هم و په ۱۱ منډو یې له لوبغالي رخصت کړ.
مجیب په ۴ اورونو کې ۱۰ منډې ورکړې او ۲ وېکټې یې واخېستې.

نوموړي افغان د شنبې په ورځ د ټولې نړۍ په کچه ښه توپ اچونه وکړه؛ ځکه په شل اوریزو سوداګریزو لوبو کې یې په هر اور کې په اوسط یا منځني ډول ۲ نیمې منډې ورکړې؛ چې خورا کمې منډې دي.

د مجیب دې لوبډلې دا لومړۍ بریا وه، چې په بېګ باش لیګ کې یې سږ کال ثبت کړه، دوه نومرې یې واخېستې او د نومرو په جدول کې یو ګام مخکې شوه او اووم مقام یې خپل کړ.

مجیب د سلګونه لوبغاړو په منځ کې د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه واخېسته، چې د غریب افغانستان لپاره له ویاړه ډکه خبره ده.

د جنوري په شپږمه نېټه د یکشنې په ورځ یعنې نن په بېګ باش لیګ کې د راشدخان دې لوبه ده او په بي پي ایل کې بیا د وقار سلام خېل دې او ګلبدین نایب دې لوبډلې سره مخ کېږي.