افغانستان سرسکالو سوله سیاست

د قطر ناسته؛ سوله که ټاکنې به را مخکې شي؟

لیکنه: بشر درویش

په قطر کې د طالب استازو او افغان سیاستوالو ګډه غونډه په داسې وخت شوې، چې امریکایانو افغان حکومت ته څه موده مخکې د ولسمشریز ټاکنو د پر وخت ترسره کیدو ډاډ ورکړی و.

مخکې افغان حکومت او خاصتاً  د ولسمشر غني ټیم په مختلفو ډولونو د طالبانو او امریکایانو د روانو مذاکراتو مخالفت کاوه او د وطن په تاوان یې باله.

په دې اړه حکومت پلویان او منتقدین دواړه لرل، چې له هغو بحثونو سره به خامخا درانه لوستونکي اشنا وي.

اوس بحث دا دی، چې سوله او ټاکنې به یو ځای او که به یوه پروسه مخکې او بله وروسته مخې ته ځي؟

د ټاکنو د ځنډ اوازې

په وروستیو کې له مختلفو سیاسي ادرسونو څخه اوریدل شوې، چې راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې ممکن وځنډیږي او له طالبانو سره د افغان سیاستوالو پر یوه ګډ حکومت سلا وشي.

دا اوازې د ځینو حکومتي کسانو له خولې هم اوریدل کیږي.

په دې اړه لیدل کیږي، چې ډېر سیاستوال همغږي هم ښکاري یا امریکایانو په مختلفو بڼو داسې یوه حالت ته د ورتلو لپاره قانع کړي.

د سولې دا خبرې په داسې وخت روانې دي، چې ټاکل شوې په نیږدې وخت کې د پاکستان صدراعظم عمران خان واشنګټن ته لاړشي او د نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغان سولې په اړه له امریکایي مقاماتو سره وغږیږي.

د دې ترڅنګ لیدل کیږي، چې د طالبانو اکثره مطرح مخالف ګروپونه او څېرې د امریکایانو له لورې سولې او طالبانو سره ناستو ته قانع کړل شوي دي.

ټاکنې وشي کنه؟

د ټاکنو د ترسره کیدو لپاره هم قوي استدلال موجود دی.

پلویان یې، چې اکثره د ولسمشر غني پلویان دي وایي چې که ټاکنې ونه شي، د افغانستان د نظام روان جریان ته صدمه رسیږي.

د ټاکنو د ترسره کیدو پلویان د سولې په اړه اندیښمن دي او وایي دومره اسانه او زر به یې هڅې یوې لازمې او باثباته پایلې ته ونه رسیږي.

د حکومت له ادرسونو دا خبره ډېره اوریدل کیږي، چې که بهرنیان، طالبان او نور افغان سیاستوال د راتلونکي حکومت او سولې په اړه کوم توافق هم وکړي، د حکومت د نه موافقې په صورت کې به دغه توافق ناکام شي.

د دوی په نظر حکومت به د سولې د هر ډول توافق اجرایي ضامن وي او له دې پرته به داسې هڅې کومه پایله ورنه کړي.

څه به کیږي؟

د چارو ځینې شنونکي باوري دي، چې بهرنیانو دومره وضعیت پېچلی کړی او اوبه خړې کړي، چې هیڅ یوه محاسبه له بلې محاسبې سره د امکان له پلوه کمې نومرې نه لري.

د دوی په باور بهرنیان په عین حال کې مختلفې سناریوګانې لري، چې هر یوه ته جلا ـجلا کار کوي او په افغانستان کې سیاسي او ملي اجماع ورسره په شدت سره پاشل شوې ده.

د افغان سیاستوالو او حکومت په اړه هم نیوکې زیاتې دي او ویل کیږي، چې هر لوری د زیات امتیاز، زیات واک او زیاتو ګټو په تکل کې دی.

په داسې وضعیت کې طبیعي ده، چې د افغانستان د نظام د سلامتۍ، د لوړو ګټو د تامین، د قوانینو او ولسي حقونو د خیال ساتلو او دفاع څوک په لوړه کچه نه پاتې کیږي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي