افغانستان انتخابات سوله سیاست

سوله او ټاکنې؛ معنوي وایي ټاکنې به وشي او غني به یې وګټي

لیکنه: بشر درویش
اعلان

د ټاکنو خپلواک کمیسون پخوانی ریس فضل احمد معنوي په یوه ځانګړي تلویزوني بحث کې د روانو ټاکنو او سولې هڅو په اړه خپل نظریات شریک کړي.

هغه څه موده مخکې له اریانا نیوز تلویزون سره مېلمه و او خپل دغه نظریات یې له خلکو سره شریک کړل.

یاران یې مهم ټکي د موضوع د اهمیت له مخې دلته له خپلو لوستونکو سره شریکوي.

سوله کیږي کنه، څنګه به وي؟

په دې اړه فضل احمدي معنوي په دې نظر دی، چې د سولې روانې هڅې امریکا متحده ایالاتو د خپلو خاصو اهدافو لپاره پخپل واک کې انحصار ساتلي.

د ده په خبره په دې برخه کې سیمه ییز هېوادونه او افغان حکومت امریکا یوازې په جریان کې کړي، خو پریکړې خپله کوي او په دې برخه کې چا سره مشوره نه ده شوې.

سیمه او حکومت څه کوي؟

د معنوي په باور افغان حکومت او سیمه ییز هېوادونه له امریکا سره په دغو هڅو کې د خپلو ګټو د تضاد له کبله همغږي نه دي.

د ده په خبره سیمه ییز هېوادونه پخپله او افغان حکومت پخپله برخه کې له دغو هڅو سره په نامستقیم ډول خلاف دي او نه غواړي په کامیابۍ كې یې مرسته وکړي.

د دې ترڅنګ معنوي وسله وال طالبان هم یو مخ له دغو هڅو سره همغږي نه ګڼي.

د ټاکنو کمیسون دا پخوانی چارواکی وایي په دې برخه کې د طالبانو قطر دفتر او کوټې شورا جلا ـ جلا لارې لري.

معنوي زیاتوي: افغان حکومت هم پروسله والو طالبانو له خپل پټ اغېز څخه په استفادې دوی لا نورې تفرقې ته هڅوي، څو د سولې روانې یو اړخیزې هڅې ورسره ټکنۍ شي.

سربېره پردې د معنوي په خبره پاکستاني مفتیان، چې د وسله والو طالبانو لپاره د مذهبي فتوې اساسي مراجع دي، هغوی هم د سولې له روانو بېړنیو هڅو سره زیات نه دي جوړ.

ټاکنې به څنګه شي؟

د معنوي په خبره د سولې له هڅو سره د هم مهاله دوام له وجې ډېری ولسمشریز نوماندان له ټاکنو سره علاقه مند نه دي.

د نوموړي په وینا نوماندان څوک د ټاکنو په نه ترسره کیدو وېریږي او څوک ظاهراً په همدې دلیل او د سولې د ملاتړ په پلمه د خپلې ماتې د توجیه او مخنیوي لپاره له دغه بهیره ځان ساتي.

له دې سره فضل احمد معنوي ولسمشر غني ټاکنو ته تر ټولو زیات لېواله نوماند یادوي او وایي دی په دې برخه کې د اروپایي ټولنې او نورو متحدینو د ملاتړ خپلولو او پر ټاکنو ټینګار کولو ته کار کوي.

دا پخوانی مقام وایي: زما د معلوماتو له مخې غني دې ته په کتو سره، چې د افغان سولې او جګړې په اړه د امریکا ولسمشر، پوځ، استخبارات او ملي شورا ټول همغږي نه دي، هلته خپل لابي ګران لیږلي څو د سولې د زر او یو اړخیز تامین پرځای امریکایي لوري د ټاکنو زر ترسره کیدو ته وهڅوي.

د معنوي د معلوماتو له مخې د غني دا هڅې ممکن یو ځای هم ونیسي او دلیل به دا وي، چې د امریکا ملي شورا او پالیسي جوړونکي د خپل هېواد قدرت او عظمت ته په کتو نه غواړي د طالبانو غوندې یوې جنګي ډلې ته یې هېواد مات او تسلیم شي.

له دې سره د ولسمشر غني دا سیاسي مخالف ادعا کوي، چې په واک کې د موجودیت او نورو دلایلو له کبله سخته ده، چې بل نوماند به له ولسمشر غني څخه ټاکنې وګټي.

د ټاکنو کمیسون دا پخوانی مشر باوري دی، چې ټاکنې به له درغلیو هم خوندي نه وي، خو وایي په دې اړه باید د جدي نظارت سیستم فعال شي.

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي