سیاست

افغانستان او پاکستان پر خپلو ترینګلو اړیکو لندن کې خبرې کوي

پاکستان او افغانستان د چارشنبې په ورځ په لندن کې په لوړه کچه خبرې کوي.

په دې خبرو کې د ګډون لپاره د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر لندن ته تللی دی. له نوموړې سره به په اسلام اباد کې افغان سفیر حضرت عمر زاخلیوال هم یوځای شي.

د پاکستان له لوري په دې خبرو کې د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز برخه اخلي او د بریتانیا استازولي ددې هیواد د ملي امنیت سلاکار مارک لیال کوي.

په اسلام اباد کې افغان سفیر حضرت عمر زاخیلوال د سه شنبې په ورځ د لندن ددې غونډې په اړه پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي:

” له موږ سره به سبا( چارشنبه) د پاکستان او افغانستان ترمنځ په لندن کې په لوړه کچه د خبرو اترو لپاره چې بریتانیا یې کوربه توب کوي د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر یوځای شي. همدارنګه له پاکستان څخه د لومړي وزیر سلاکار سرتاج عریز او له بریتانیا څخه ددې هیواد د ملي امنیت سلاکار مارک لیال ګرانټ به په دې غونډه کې برخه واخلي. غونډه به د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د همکارۍ پر یو مکانیزم، د دواړو هیوادونو ترمنځ پر اوسنیو ترینګلو اړیکو او د دواړو هیوادونو تر منځ پر تړلوبندرونو متمرکزه وي.“

د ملي امنیت د شورا ویاند تواب غورځنګ رسنیو ته ویلي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ په دې خبرو اترو کې به د دواړو هیوادونو ترمنځ له اوسني ترینګلي وضیعت څخه د وتلو پر معقولو لارو بحث وشي.

په لندن کې د افغانستان او پاکستان لوړ پوړي چارواکي په داسې حال کې غونډه کې وي چې په دې وروستیو کې ددواړو هیوادونو اړیکې تر بل هر وخت زیاتې ترینګلې دي.

پاکستان د افغانستان پر سرحدي ولسوالیو د توغندیو ډزې کوي او افغانستان د پاکستان ددې کار له کبله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته شکایت کړی دی.

په کابل کې د بریتانیا سفیر د دواړو هیوادونو د چارواکو تر منځ ددې غونډې د جوړیدو لپاره هلې ځلې کړي. نوموړې په وروستیو اونیو کې اسلام اباد ته سفر وکړ چیرې چې یې له پاکستاني لوړو پوړو چارواکو سره وکتل.

پاکستان په دې هیواد کې له وروستیو خونړیو بریدونو وروسته د افغانستان سره د تګ راتګ او سوداګرۍ ټولې قانوني لارې د پاکستاني چارواکو په وینا د امنیتي اندېښنو له کبله تړلي دي. په عین حال کې په پاکستان کې میشت افغانان وايي چې د پاکستاني چارواکو له خوا له ناوړه چلن سره مخ دي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */