افغان پلاوی نن اسلام اباد ته ځي ، پاکستاني چارواکي ډیر خوشاله نه ښکاري

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال حکمت خلیل کرزی نن د یو هییت په مشرۍ اسلام اباد ته سفر کوي څو هلته له پاکستاني چارواکو سره د تورخم پر وروستي کړکیچ خبرې وکړي .
د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند احمد شکیب مستغني وايي چې د حکمت خلیل کرزي په مشرۍ دې هییت کې د افغانستان د کورنیو چارو ، ملي امنیت او نورو ادارو استازي هم شامل دي .
د پاکستان د بهرنیو اړیکو سلاکار د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر او د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني ته پاکستان ته د سفر بلنه ورکړې وه خو افغان حکومت پریکړه وکړه چې د بهرنیو چارو د مرستیال په مشرۍ هییت اسلام اباد ته واستوي .

افغان پلاوی په داسې حال کې پاکستان ته سفر کوي چې په تورخم کې د دواړو لور ترمنځ له درې ورځې جګړې وروسته د تورخم ځنځیر څو ورځې تړلی او د شنبې په ورځ یوازې د باروړونکو موټرو او هغو کسانو لپاره چې پاکستانۍ ویزه ولري دا لاره پرانیستل شوه . ویل کیږي چې پاکستاني لوری په تورخم کې د شوې جګړې له کبله غوسه دی .

د پاکستان د تقاعد شویو پوځیانو یوې ټولنې پرون په یوه غونډه کې د افغانستان په وړاندې د پاکستان د پوځ د مشر جنرال راحیل شریف دریځ ستایلي ، او د پاکستان د بهرنیو چارو پر وزارت یې انتقاد کړی چې ولې یې افغانستان ته د خبرو بلنه ورکړې ده .

د پاکستان د متقاعدو پوځیانو دې ټولنې ویلي ، اوس دې اسلام اباد ته د ورتلونکې افغان هییت سره په ټیټه کچه خبرې وشي .

افغان چارواکي وايي په دې کچه یې د هییت د استولو پریکړه شرایطو او موضوعاتو ته په پام کړې ده .

د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند تواب غورځنګ رسنیو ته ویلي ، پاکستان باید افغانستان سره د نویو حقیقتونو په رڼا کې د یو خپلواک هیواد او ستر ملت په توګه چلن وکړي .

د ښاغلي غورځنګ په وینا د پاکستان متقاعد جنرالان او پوځي شنونکي باید دا درک کړي چې افغانستان اوس د اتایمو او نویمو کلونو افغانستان نه بلکې پر خپلو پښو ولاړ یو هیواد دی .

ښاغلي غورځنګ هغه ادعاوې هم رد کړې چې ګوندې افغانستان د نورو په اشاره داسې اقدامات کوي او ویلي یې دي چې افغان دولت هره پریکړه د خپلو ملي ګټو په رڼا کې کوي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.