افغانستان سیمه عمومي

سرتاج عزیز: کابل دې د سولې خبرو په وړاندې شړیدلی چلن سم کړي

د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز له افغان مشرانو غوښتي چې، د افغانستان د خراب امنیتي وضیعت په خاطر دې د اسلام اباد له ملامته کولو لاس واخلي او هغوی ته یې سپارښتنه کړې چې ددې پر ځای دې د سولې د خبرو په وړاندې پر خپل ” شړیدلي “ چلن غور وکړي.

سرتاج عزیز له امریکا غږ سره په یوه مرکه کې ویلي په افغانستان کې پر دې چې طالبان ترهګر وګڼل شي او که سیاسي شریکان؟ د سیاسي اجماع نه شتون د سولې د خبرو د ځنډیدو سبب شوی دی .

سرتاج عزیز ویلي، له طالبانو سره د خبرو په وړاندې د افغان حکومت چلن ډیر شندلی دی. نوموړې د امریکا غږ سره دې مرکه کې زیاته کړې” موږ غواړو چې د افغانستان د ملي یووالي حکومت په یوه خوله شي او طالبانو او نورو مخالفو وسلوالو ته ددې سیګنال ورسوي چې ټوله نړۍ له وسلوالو غواړي چې خبرې وکړي او دا ستونزه هواره شي.“

سرتاج عزیز ویلي، د سولې له خبرو په اړه د افغان حکومت په دریځ کې روښانتیا او نړیوال فشار به طالبان اړ کړي چې د سولې خبرو ته کیني.

سرتاج عزیز یو ځل بیا تکرار کړی چې طالبان د افغانستان کوم لوی ښار نه شي نیولی خو د اوږدې مودې لپاره جګړه کولی شي. نوموړی ویلي افغانان هر څومره زر چې ممکن وي سولې ته اړتیا لري نو ځکه خو باید له طالبانو سره د سولې خبرې وشي.

د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو اړیکو سلاکار په دې مرکه کې ټینګار کړی چې هیواد یې له خپله اړخه ډیره هڅه کوي چې خاوره یې د افغانستان پر ضد ونه کارول شي .

افغان چارواکو د سرتاج عزیز ددې څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې یې پاکستان ملامته کړی چې پر خپله خاوره یې د افغان طالبانو فعالیتونو ته اجازه ورکړې.

ولسمشر اشرف غني په یو وروستي ټیلفوني تماس کې د پاکستان د پوځ مشر قمر جاوید باجوه ته ویلي، په کابل، کندهار او هلمند کې د وروستیو بریدونو ترسره کونکې په پاکستان کې ازاد فعالیت کوي.

ستاسو کومینټ پرې څه دی؟

ستاسو کومینټ پرې څه دی؟

/* ]]> */