افغانستان سیاست

شامحمود قریشي: که افغانان سوله غواړې ، پاکستان ته دې ګوته نیول بس کړي

لیکنه: ياران
اعلان

کله چې د شنبې په ورځ په کابل کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر څخه په پاکستان کې د ترهګرو د ځالو په اړه وپوښتل شول، نو د نوموړې ځواب دا و چې د یو بل د ملامتولو وخت پای ته رسیدلی .

شامحمود قرشي د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو د وزیرانو له درې اړخیزې غونډې وروسته په شریک خبري کنفرانس کې وویل، موږ باید نور مثبت و اوسو او دا باید درک کړو چې پر یو بل ملامتي اچول موږ هیچرې نه رسوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د لسیزو جګړې او ناورین یادونه وکړه او ویې ویل ددې وخت رارسیدلی چې یو بل ته ګوته نیول پریږدو او د راتلونکې لپاره سره لاسونه ورکړو.

د قریشي په وینا نړۍ ( د افغانستان پر کړکیچ ) له سره فکر کوي. دده په وینا هغه خلک چې یو وخت یې افغانستان په وسلوال هواري ټینګار کاوه نن د سولې پر خبرو ټینګار کوي او د سیاسي هواري په اړه غږیږي. د نوموړې اشاره ظاهرا د وسلوالو طالبانو سره د امریکا له خوا د سولې د خبرو وروستیو هڅو ته وه.

قریشي : که تاسو سوله غواړئ نو پاکستان د ملامتۍ ګوتې نیول پریږدئ

نوموړې د افغانستان په سوله کې د خپل هیواد پر همکارۍ ټینګار وکړ او ویې وویل چې د افغانستان سوله او سوکالي یې هیله او د ماموریت برخه ده. هغه وویل که افغانان په خپل هېواد کې سوله غواړي نو پاکستان ته دې ګوته نیول بس کړي.

خو د افغانستان خواته بیا د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په همدې خبري غونډه کې که څه هم پاکستان د انتقاد ګوته ونه نیوله، خو ویې ویل، موږ د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې په پروسه کې د سیمې د هیوادونو په ځانګړې توګه د پاکستان د عملي همکارۍ غوښتونکي یوو.

ښاغلي رباني وویل، دا مسله یې د پاکستان او چین د بهرنیو چارو له وزیرانو سره په ننۍ غونډه کې یاده کړې. د رباني په وینا موږ تل وایوو چې د افغانستان سوله او ثبات د سیمې او په ځانګړې توګه د پاکستان په ګټه دی، خو ددې لپاره موږ له پاکستان داسې همکارۍ غواړو چې د افغانستان خلک یې نتایج وګوري.

چین او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې هڅې

چین وايي دوی د پاکستان او افغانستان سره مرسته کوې چې پر یو بل د اوږدې مودې شکونه او بې اعتمادي پای ته ورسوي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي په درې اړخیزه غونډه کې له ګډون وروسته له ولسمشر غني سره په لیدنه کې ویلي” پاکستان په طالبانو خپل اغېز لري او له دوی به وغواړو چې له دغه اغېز څخه په استفادې په افغانستان کې دجنګ د پایته رسولولپاره عملي اقدامات وکړي.“

چین چې د پاکستان نژدې متحد دی، په وروستیو کې یې له کابل سره هم سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې کړې.

چین چې د پاکستان نژدې متحد دی، په وروستیو کې یې له کابل سره هم سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې کړې.

په داسې حال کې چې د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان په سوله کې د پاکستان د مرستې غوښتنه کړې، چین هڅې پیل کړې چې له خپل اغیز څخه په استفادې دا دواړه ګاونډیان یو بل ته نژدې کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي، د شنبې په ورځ کابل کې د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره تر کتنې وروسته له وسلوالو طالبانو سره د افغان حکومت د مستقیمو خبرو ملاتړ وکړه.

د کابل ننۍ غونډه د چین په ابتکار کال مخکې د راپیل شوې پروسې دویمه غونډه وه. دا په سیمه کې د چین د زیاتیدونکې ښکلتیا وروستۍ نښته.

چین همدارنګه د چین پاکستان د اقتصادي دهلیز پر پروژه پانګونه کړې او دا پروژه د چین د ”یو کمربند یوې لارې “ نړیوال اقتصادې نوښت مهمه برخه ده. ښايي چین د همدې زیات لګښتې پروژې د عملي کیدو لپاره په سیمه کې د امنیت د تامین په لټه کې اوسي.

په سیمه کې د چین او امریکا له خوا د سولې وروستۍ هڅې هیله بښونکې دي.

خو له دې هر څه سره، که د سولې په هڅو افغانان د خپل حکومت دریځ پیاوړی نه کړې، او د سولې دا هڅې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت نه وي، نو د ګڼو نورو پروسو او هڅو په توګه ناکامیدلی شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران