سپورټ سرسکالو نړیوال کرکټ

د افغان لوبډلې لوبې؛ له دې وروسته به له چا سره لوبیږي؟

افغان لوبډله چې اوس په یو ورځنیو لوبوکې لسم مقام لري، مخکې پړاوونوکې له زِمبابوې، ایرلېنډ او سکاټلېنډ سره ډېره لوبېدلې ده.

افغانستان دا لوبډلې ماتې کړي او بیا تر بشپړ غړیتوب لرونکو لوبډلو ورسېد.

خو په نړیوال جام کې د افغان لوبډلې ۹ پر له پسې ماتو دا لوبډله نهیلي کړه؛ افغانستان به تر ۲۰۲۳ م کال نړیوال ۵۰ اوریز جام شا او خوا سل لوبې ولري.

په دې لوبو کې د نړۍ له نږدې ټولو ځواکمنو لوبډلو سره افغان لوبډله په لوبلړیو کې مخ کېږي.

د ۲۰۱۹ کال په اګسټ میاشت کې له زمبابوې سره یوه ټېسټ، پنځه یو ورځنۍ او درې شل اوریزې لوبې لرو.

۲۰۱۹ کال اکټوبر میاشت کې مونږ له اسټرالیا سره یوه ټېسټ او ۳ شل اوریزې لوبې لرو.

۲۰۲۰ کال اسیا جام په سپټمبر میاشت کې ترسره کېږي، دا جام به شل اوریز وي او مونږ له دې جام وړاندې پاکستان سره د درې شل اوریزو لوبو لړۍ لرو.

۲۰۲۰ م کال شل اوریز جام په اکټوبر او نومبر میاشت کې په اسټرالیا کې ترسره کېږي.

خو افغانستان په نږدې راتلونکي کې له بنګله دېش او زِمبابوې سره د پنځه شل اوریزو لوبو درې اړخیز سیریز په بنګله دېش کې کوي.

افغان لوبډله پوره ۶۹ ورځې وروسته دا سیریز په بنګله دېش کې پیلوي.

له دې وروسته مونږ له ایرلېنډ سره هم لوبې لرو، یو ورځنۍ او شل اوریزې لوبې پکې شاملې دي.

خو دا چې افغان لوبډله ترڅو له نړیوالو بشپړ غړیتوب لرونکو لوبډلو سره لوبې کوي؛ له هغې وړاندې به له ایرلېنډ، زِمبابوې او بنګله دېش سره لوبې کوي.

مطلب دا چې افغانستان یو ځل بیا هغو لوبډلو سره لوبېږي، چې پخوایې هدف ګرځولې وې او ماتې کړې یې وې.

afg vs zim.jpg

که چېري افغانستان په نړیوال جام کې درې فُرصتي لوبې، له سریلانکا، هندوستان او پاکستان څخه ګټلې وې او ویسټ انډیز هم ماتې ته نږدې و؛ اوس به افغان لوبډله د نړیوال جام په دوهم پړاو کې وه؛ خو ځېنې تېروتنې او د کرکټ بورډ لاسوهنې وې، چې لوبډله یې په ۹ پرله پسې ماتو نازوله.

اوس افغانستان ته پکار دي، چې د ۲۰۲۳ م کال نړیوال پنځوس جام لپاره ښه کم بېک وکړي او لوبلړۍ وګټي.

۲۰۲۰ م کال نړیوال جام چې په اکټوبر او نومبر میاشتو کې ترسره کېږي، افغانستان پکې داخل دی، ځکه افغانستان اوس په شل اوریزو لوبو کې اووم مقام لري او کوالیفای ته اړتیا نه لري؛ خو که شل اوریزې لوبلړۍ وبایلو، بېرته شاته تللی شو.

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی